Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: د ترهګریزو ګواښونو په اړه د سیمې هېوادونو اندېښنې بې ځایه دي

مجاهد: نړۍ باید پر افغانستان لګېدلي بندیزونه لرې کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/14

له نږدې درې کلونو راهیسې پرافغانستان نړیوالو بندیزونه وضع کړي دي چې افغان ولس یې له نړیوالې سیاسي او اقتصادي انزوا سره مخ کړی دی .

اسلامي امارت وايي، نړۍ باید پرافغانستان لګېدلي د بندیزونه لرې کړي او افغان ولس ته خپل نړیوال حقوقو ورکړل شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دبندیزونو وضع او د فشارونو واردول کومه پایله نه ورکوي او برعکس شته فاصله نوره هم زیاتوي.

مجاهد وايي:« د فشارونو لګولو که پایله ورکوله، دلته ۲۰ کاله جنګ هم وشو، وسلې هم استعمال شوې، قوتونه هم دلته راغلل، خو پایله یې ورنه کړه، بندیزونه هم پایله نه ورکوي، برعکس دا فاصلې زیاتوي، بې باوري منځته راوړي او ستونزې زیاتوي، نو هرڅه ژر باید دا ټول بندیزونه لرې شي.  د افغانستان خلکو ته خپل حق ورکړل شي، د حق غصب کول، موانع رامنځته کول د افغانستان پرمختګ په لاره کې، دا د هېڅ لوري پرګټه نه دي.»  

د سیاسي چارو کارپوهان بیا په دې باور دي چې د نړیوالو بندیزونو پرافغان چارواکو او حکومت هېڅ ډول اغیز نه دی کړی بلکې عام افغانان  چې ۴۰ کاله جګړې ځپلې او اوس د دوی بندیزونو له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي.

دوی وايي، نړیوال چې ځان د بشرمدافعین ګڼي خو پر ۴۰ میلیونه افغان ولس چې هم بشر دی د خپلو سیاسي موخو لپاره بندیزونه لګولي دي.

د سیاسي چارو کارپوه واحد فقیري وايي:« د دې تاوان افغانانو ته رسېږي، افغانان منزوي دي، افغانان له اقتصادي لحاظه په بد وضعیت کې دي، افغانان دي چې دغه شرایط یې کړوي.»

خو ځینې نور بیا په دې باور دي چې پرافغان حکومت د نړیوالو نیوکو او بندیزونو لګولو اصلي لامل په افغانستان کې د سرپرست حکومت دوام او د هغو مشروع غوښتنو نه عملي کول دي چې د نجونو د زده کړو په برخه کې یې ترې لري.

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي:« دغه څه نیوکې او تورونه چې پر سرپرست حکومت باندې لګول کېږي، لامل یې د نړۍ هېوادونو او ولس هغه مشروع غوښتنې دي، چې دوی( اسلامي امارت) تر اوسه پورې نه دي عملي کړي، چې لوی لامل یې د نجونو ښوونځي او پوهنتون مساله ده.»

خو اسلامي امارت بیا له وړاندې ویلي چې د سرپرست کابینې دوام په کارونو کې خنډ نه دی راوستی سرپرست وزیران خپلې چارې له بشپړ مسوولیت سره ترسره کوي خو هڅه کوي چې حکومت له سرپرستۍ وباسي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist