Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: د ترهګریزو ګواښونو په اړه د سیمې هېوادونو اندېښنې بې ځایه دي

مجاهد: نړيوال دې د اسلامي امارت رسميت پېژندنې لپاره پلمې نه جوړوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/09/05

افغانستان کې د اسلامي امارت بیا ځلې واک ته د رسېدو دوه کاله او څو ورځې تېرېږي، خو تر اوسه پورې هېڅ هېواد ورسره رسمې تعامل نه دی کړی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد یو ځل بیا له نړيوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د رسميت پېژندنې پر وړاندې دې پلمې نه لټولي او په خبره يې د ياد هدف ترلاسه کولو لپاره يې ټول شرايط پوره کړي.

مجاهد ډاډ ورکوي چې هېڅ وسله‌واله ډله په افغانستان کې فعاليت نه لري او نه به هم د دې اجازه چا ته ورکړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

مجاهد زیاته کړې: « امنیتي وضعیت په افغانستان کې سل په سلو کې ډېر ښه دی او هغه ډلې ټپلې چې د افغانستان امنیت یې خرابوه د اسلامي امارت د نظامي ځواکونو له قاطع برخورد سره مخ شوي.»

مجاهد د نجونو زده‌کړې او د ښځو له لوري کار کول کورنۍ موضوع ګڼي او په خبره يې هېڅ هېواد ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان په کورنیو مسایلو کې لاسوهنه وکړي.

خو د نړیوالو اړیکو یو شمېر کارپوهان وایي،  ترڅو سرپرست حکومت په خپل بهرني سیاست کې تغیرات رانه ولي، نو د رسميت پېژندنې تمه دې نه کوي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه سمیر انګار وايي:« شاوخوا په ۱۵ هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه او استازولۍ اوسنیو حاکمانو ته سپارل شوي او همداشان په ځېنو مجالسو او کانفرانسونو کې د اوسني دولت استازو ته ونډه ورکول کېږي.»

 د نړیوالو اړیکو کارپوه نجیب الرحمن شمال وايي:« اوسنی حکومت دې یو ټولشموله او د خلکو د غوښتونو او د دوحې له تړون سره سم ځان برابر کړي، ښځې او د افغانستان مهم قشر په هره برخه کې وټاکي، ځکه دوی له ټولو علمي، سیاسي او فرهنګي فعالیتونو منعي شوي دي.»

کارپوهان له اسلامي امارت غوښتنه کوي، چې د ښځو او نجونو زده‌کړو او کار پر وړاندې لګول شوي محدویتونه لرې کړي ترڅو تعامل ته لاره خلاصه او ورسره به افغانستان له سیاسي او اقتصادي انزوا راووځي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد زلمی افغانیار وايي: « هېله من یم چې د دواړو لوریو د ملي ګټو پر بنسټ تعامل د بحث موضوع شي او نړۍ هم وغواړي چې افغانستان د خپلو خلکو د غوښتونو سره سم حاکمیت ولري.»

له دې وړاندې هم د سرپرست حکومت چارواکو له هېوادونو د تعامل غوښتنه کړې وه، خو دا هېوادونه بيا په دې اړه د نړيوالې ټولنې له دريځ سره همغږي ښيي او د تعامل ترڅنګ رسميت پېژندنه پر يو لړ مسايلو پورې مشروطوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist