Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: که اسلامي هېوادونه اسلامي امارت پر رسمیت نه پېژني ملاتړ دې وکړي 

مجاهد: له زلزله ځپلو سره د ځينو هېوادونو بشري مرستې هېواد ته رارسېدلي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/25

په پکتیا، پکتیکا او خوست  و لایتونو کې د زلزلې له کبله چې زرګونو کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته، ګڼو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو له افغانستان سره بشري مرستې اعلان کړې.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، له ژمنه شویو مرستو، ځینو هېوادونو افغانستان ته خپل کمکونه را رسولي او پر وینا یې  دغه لړۍ دوام لري.

مجاهد وايي، قطر، ایران، هند، پاکستان، متحده عرب اماراتو او تاجیکستان هغه هېوادونه دي، چې له زلزله ځپلو سره یې ژمنه شوې مرستې افغانستان را رسولي دي.

مجاهد زیاته کړه:« له زلزله ځپلو سره د مرستو په لړ کې پرون شپه د قطر هېواد يوه الوتکه بشري مرستې کابل ته راورسېدې.  همدا راز ایران هم دوه الوتکو کې بشري مرستې هېواد ته راورسولې او د خوست هوايي ډګر کې افغان لوري ته وسپارل شوې.» 

مجاهد همدا راز په نورو جلا ټويټونو کې د متحده عرب اماراتو، پاکستان او هندوستان هوادونو د مرستو راسېدو خبره هم کړې.

هغه زیاته کړه:«له زلزله ځپلو سره د مرستو په لړ کې له پاکستانه هم اته لاریو کې خوراکي مواد او نور اړین توکي پکتيکا ته را رسېدلي دي او ژر به په اغیزمنو خلکو وویشل شي. دغه راز له زلزله ځپلو سره د مرستو په دوام د هندوستان له خوا په یوه الوتکه کې ۲۷ ټنه مرسته چې خوراکي توکي، البسه او درمل په کې شامل دي،افغانستان ته را رسولي دي.» 

د دغو هېوادونو سربیره ګڼو نورو هېوادونو هم د طبیعي پيښو اغیزمنو سره نغدي او غیر نغدي مرستې اعلان کړي دي.

مجاهد وايي، له ژمنه شویو مرستو  متحده عرب اماراتو هم یوه الوتکه بشري مرستې خوست هوايي ډګر کې ځايي مسوولینو ته سپارلې دي.

هغه زیاتوي:« له زلزله ځپلو سره د مرستو په لړ کې نن سهار د متحده عرب اماراتو په خوراکي موادو بار يوه الوتکه هم د خوست هوایي ډګر ته راوسېده.» 

مجاهد د دغو بشري مرستو په اړه ډېر جزئیات نه دي ورکړي،چې په کومه کچه  کمکونه افغانستان ته را رسیدلي دي، خو وايي، د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت هم اغیزمنو افغانانو سره  د نغدي مرستې ژمنه کړې او امریکا، چین،جرمني، ترکیې، د سره صلیب نړیوالې کميټې، د خوړو نړیوال سازمان او ملګرو ملتونو هم افغانستان کې د زلزله ځپلو سره د مرستو ژمنې کړي دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist