Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: شاوخوا ۸۰ زره تنه په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي

مجاهد: شاوخوا ۸۰ زره تنه په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/31

«حکومت د مطبوعاتو هېنداره کې» هغه پروګرام دی چې له لارې یې د حکومتي ادارو د تېر یوه کال کړنې او لاسته راوړنې له خلکو سره شریکېږي.

د اسلامي امارت ویاند دې پروګرام کې د خبرو پرمهال رسنیو ته ویلي چې د ازموینو ملي ادارې له لارې په تېر یوه کال کې ۵۳ پنځوس د کانکور عمومي ازموینې اخستل شوې دي چې په کې نږدې ۱۹۰ زره کسانو ګډون کړی.

د نوموړي په خبره، د تېر په پرتله د ازموینو بهیر ساده کولو په برخه کې هم ګڼې اسانتیاوې هم رامنځته شوې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: « په ۱۴۴۷ هـ ق کال کې د ټول هېواد په کچه د کانکور ۵۳ ازموینې ترسره شوې  او ۱۸۹ زره ۱۶۹ تنو داوطلبانو په کې ګډون کړی. د ازموینې پروسې د ساده کولو په برخه کې لازمې اسانتیاوې هم رامنځته شوې دي.»

ذبیح الله مجاهد زیاتوي، اوس مهال د ټول هېوادپه کچه په تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو کې له ۷۷ زرو زیات کسان په زده کړو بوخت دي چې له ډلې یې څه باندې ۳۱ زره په لېسو او همدا راز ۴۶ زره یې په تخنیکي او مسلکي انسټیټیوټونو کې په زده کړو بوخت دي.

ذبیح الله مجاهد وايي: « په ۱۴۴۷ کال، د تخنیکي او مسلکې زده کړو په مرکزونو کې ټولټال ۷۷ زره ۸۸۵ تنه زده کوونکي زده کړې کوي چې له ډلې یې ۳۱ زره  ۷۷۳ تنه په لېسو او ۴۶ زره ۱۱۲ تنه نور د تخنیکي او مسلکي زده کړو په انسټیټیوټونو کې په زده کړو بوخت وو. په همدې کال، ۳ زره ۴۷۰ تنه نابینایان او ناشنوایان(کاڼه او ړانده) هم په ځانګړو ښوونیزو مرکزونو کې په زده کړو بوخت وو. په همدې موده کې، ۱۱ زره ۹۱۰ تنه له تخنیکي او حرفوي زده کړو برخمن شوي.»

په ورته مهال، مجاهد وايي د تېر یوه کال په موده کې څه باندې دوه نیم زره محصلین او زده کوونکي د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ښوونیزو مرکزونو ته جذب شوي چې د ټولو زده کوونکو شمېر یې له ۷ نیم زرو اوړي.

د اسلامي امارت ویاند زیاتوي: « د ۱۴۴۷ کال په اوږدو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ښوونیزو مرکزونو ته ۲ زره ۵۸۰ تنه نوي محصلین او زده کوونکي جذب شوي چې په دې سره د ټولو زده کوونکو شمېر یې ۷ زره ۶۴۳ تنو ته رسېدلی. همدارنګه ۹۹۴ تنه زده کوونکي د وزارت له تعلیمي مرکزونو څخه فارغ شوي دي.»

مجاهد دغه راز وايي، د علومو اکاډمي بیا په څېړنیزو او علمي برخو کې ۱۰۰ کنفرانسونه او شپږ ځانګړي څېړنیز سیمینارونه دایر کړي او همدا راز، دغې ادارې ۱۰ عملي او څېړنيز اثار له بهرنیو ژبو د هېواد رسمي ژبو ته را ژباړلي دي.

د اسلامي امارت ویاند په دې اړه وايي: « په ۱۴۴۷ کال کې ۱۰۰ تحقیقي، علمي او څېړنیز کنفرانسونه او شپږ سیمینارونه جوړ شوي. په همدې موده کې ۱۰ عنوانه علمي او څېړنیز اثار له بهرنیو ژبو څخه ملي ژبو ته را ژباړل شوي دي. د پښتو ادبي دایرة المعارف لومړی ټوک بشپړ او د بانکونو قضیو ته د رسېدنې طرزالعمل هم تدوین شوی دی.»

د اسلامي امارت د ویاند په خبره، د افغانستان علومو اکاډمي په تېر یوه کال کې د اسلامي، بشري، طبیعي او تخنیکي علومو په برخه کې ۱۴ څېړنیزې پروژې بشپړې کړي او همدا راز ۱۶۴ علمي څېړنیزې مقالې بشپړې او نشر کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist