Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

مجاهد: د ټولو افغانانو پر مخ د اسلامي امارت دروازې پرانېستې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/12/06

د ملي دفاع سرپرست وزیر ملامحمدیعقوب مجاهد پر مشرۍ د اسلامي امارت یو پلاوی له وړمې ورځې راپدېخوا په متحده عرب اماراتو  کې له عرب مشرانو او مېشتو افغانانو سره پر خبرو بوخت دی.

د اسلامي امارت له  پلاوي سربېره پخوانی ولسمشر حامد کرزی او یو شمېر سیاستوال هم متحده عرب اماراتو ته تللي دي.

که څه هم د سرپرست وزیر دغه سفر د دوه اړخېزه مسایلو پرسر راڅرخي، خو داسې باور کېږي،چې ښايي بین الافغاني خبرې بېرته پیل شي.

د ملي دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد هم په یو ډول دې خبرو ته په اشارې سره وویل،چې د اسلامي امارت دروازې د چا پر وړاندې تړلي نه دي او هرڅوک کولی شي، افغانستان ته خدمت وکړي.

مجاهد زیاته کړې:« ټول قومونه د افغانستان خلک دي. د افغانستان وګړي او په افغانستان کې حق لري،  هم یې په اقتصاد کې حق لري، باید د خپل توان ونه سپموي او زمینه ورته برابره شي،هم یې په سیاست کې برخه لري او باید برخه ورکړل شي، هم په نظامي برخه کې ونډه لري، باید دې هېواد ته خدمت وکړي او دفاع ترې وکړي. د هېچا پر مخ دروازې نه دې تړل شوي. هر افغان ورور چې غواړي، په یوه برخه کې خدمت وکړي، کولی شي، خدمت وکړي.» 

متحده عرب اماراتو ته د اسلامي امارت د پلاوي او پخوانیو سیاستوالو تګ، هېلې پيدا کړي،چې ښايي دا د بین الافغاني مذاکارتو بیا پیل پیلامه وي، په دې مانا چې د افغانستان قضیه سیاسي حل ته اړتیا لري.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وایي، افغانستان باید له سیاسي انزاو بهر شي.

د سیاسي چارو کارپوه بلال فاطمي وايي:«  یعقوب چې دوبۍ ته ځي،  دا مهمه ده. هلته چې له مشرانو سره ګوري، تاسو ته عربي هېوادونه مالوم دي، چې دا د غربي نړۍ استازي دي او د هغوی له خوا چې کوم پیغامونه وي، په دې سره بحث کېږي، دا د هغوی ځواب ورکوي، پر دې اساس کېدی شي ښې اړیکې او نوې لارې جوړې شي.»

متحده عرب اماراتو هم افغانستان سره په دوه اړخیره همکاریو تمرکز کړی.

دغه هېواد د افغانستان د مخکيني ولسمشر اشرف غني کوربه هم دی، خو تراوسه څرګنده نه ده چې هغه سره به کوم لوری وویني او که نه. 

خو د ملي دفاع  سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد هغو اندېښنو ته هم ځواب ویلی،چې کله کله ګاونډیو هېوادونو سره په فرضي کرښه کې راپورته کېږي.

هغه زیاته کړې:«  پر ټولو سرحدونو باندې انشاء الله هېڅوک نه شي کولی، چې یو متر د افغانستان خاورې ته  را داخل شي او یاهم د افغانستان خاورې ته په بد نظر وګوري.  د سر پر بیه ولاړ یو. که پر چا ښه لګي یا هم بده، د خپل هېواد حریم به ساتو او په هر قیمت به یې ساتو.» 

انګېرنې دادي،چې اسلامي امارت په قطر کې د بین الافغاني خبرو په تړاو له امریکایانو سره په کرښه خبرې کړي دي. داسې هم ویل کېږي،چې پخوانی ولسمشرحامدکرزی به له متحده عرب اماراتو وروسته المان ته ولاړشي او هلته به له مېشتو سیاستوالو سره وګوري او ټاکل شوې ده، قطر د بین الافغاني خبرو د بیا پیل لپاره کوربتوب وکړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist