Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

مجاهد: د نوي حکومت بنسټ  به پياوړی وي

admin by admin
2021/08/25

د اسلامي امارت د فرهنګي کمېسیون مشر او ویاند ذبیح الله مجاهد سه شبنې ورځ د « ۱۴۰۰کال د وږي ۲ مه» له  شمشاد ټلوېزیون سره د خبرو پر مهال وویل، په دې اړه جدي خبرې روانې دي او هڅه کوي ابتدا کې داسې ګام پوره کړي،چې حکومت یې تر ډېره افغانانو ته د منلو وړ وي.

مجاهد زیاته کړه:« په دې اړه خبري روانې دي. موږ غواړو،چې د حکومت بنسټ داسې کېښودل شي،چې  هغه قوي وي. په ابتدا کې داسې یو ګام واخلو،چې داسې حکومت منځ ته راشي،چې ټول پرې راټول شو. د دې لپاره کار روان دی. زموږ سیاسي مسوولین په دې اړه پر خبرو بوخت دي. هېله لرم،چې نږدې راتلوونکې به یې پایلې اعلان شي. » 

د خلکو انتظار اوس ټول طالبانو ته دی،چې څنګه کولای شي،د حکومت اقتصادي او سیاسي چرخ تاو کړي.

د طالبانو خلاف د ټلوالې مشران،چې کابل ته د طالبانو په راتګ سره بهرنیو هېوادونو ته تللي دي، خبرداری یې ورکړی دی،که دوی د حکومت برخه ونه ګرځي،د طالبانو پرضد به خپل مقاومت ته دوام ورکړي. 

اخوا د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي  بیا وایي، په لنډ وخت کې د حکومت جوړېدل ستونزمن دي او طالبان به په دې چاره بریالي نه شي.

دوی ټینګار پر دې کوي،چې داسې یو حکومت باید جوړ کړای شي،چې ټول په کې ګډون ولري او هېڅ لوری بیرون پاتې نه شي.

د سیاسي چارو شنونکی زیارمل نازک میر وايي:«  داسې یو حکومت،چې په هغې کې ټول افغانان ځان وویني او هم نړیوال مشروعیت ولري.  د داسې یوه حکومت جوړېدو لپاره وخت ته اړتیا ده. دا چې طالبان هم تر اوسه پورې نه دي توانېدلي،چې حکومت اعلان کړي، اصلي لامل یې همدا دی.» 

د طالبانو له لوري په ولایتونو او کابل کې ځینو ادارو ته د طالبانو له لوري کسان ورپېژندل شوي دي.

خو په خواله  رسنیو کې پر طالبانو نیوکې شوي دي،چې مسلکيتوب په پام کې نه ده نیول شوی او هرې ادارې ته یو ملا معرفي شوی دی.

اوس مهال د افغانستان د اداره کولو لپاره کوم مشر نه دی ټاکل شوی او د هغو خبرو پایله هم څرګنده نه ده،چې د نوي حکومت د جوړېدو لپاره د طالبانو او کابل کې د پخواني ولسمشر حامدکرزي او ډاکټرعبدالله عبدالله له لوري روانې دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist