Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: د غچ اخیستنې عملیاتو کې ۵۸ پاکستاني سرتېري وژل شوې

مجاهد: د غچ اخیستنې عملیاتو کې ۵۸ پاکستاني سرتېري وژل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/13

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د خبري کنفرانس پر مهال پر پاکستاني ځواکونو د غچ اخيستنې عملياتو پايلې اعلان کړې.

مجاهد وايي، په دې عملياتو کې د پاکستاني ځواکونو له ۲۰ زياتې پوستې نيول شوي او نږدې ۹۰ نظامیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

د مجاهد په خبره، د عملياتو تشديد پرمهال سعودي عربستان او قطر له حکومت غوښتنه کړې چې خپلو ځواکونو ته د جګړې درولو قومانده ورکړي او بېرته يې خپلو مرکزونو ته ستانه کړي.

هغه په دې اړه وايي‎:« د تېرې شپې عملیات د افغانستان اسلامي امارت له خوا پيل شول، هغه انتقامي عملیات و چې د دوی له لوري د حریم نقض ځواب وویل شو چې زموږ حریم یې نقض کړی و، دا بریدونه د کرښې په ټول امتداد کې اجرا شول. زموږ د مالوماتو له مخې، له ۲۰ زیاتې پوستې د مجاهدینو له لوري نیول شوې، د دوی ۵۸ نظامیان له منځه تللي. شاوخوا ۳۰ ټپيان لري او ۹ کسانو پورې زموږ مجاهدین هم شهیدان شوې، له ۱۶ تر ۱۸ پورې زخمیان لرو. د کرښې په امتداد کې د دوی وسلې او مهمات هم نیول شوې، وروسته په نیمه شپه کې د قطر هېواد او د سعودي عربستان د غوښتنو پر اساس اسلامي امارت جګړه ودروله، خو زموږ مالومات دا دي چې نن سهار هم له پاکستاني اړخه پر پوستو فیرونه شوې او ځینو ځایونو کې جګړې ته لمن وهل شوې.»

مجاهد خبرداری ورکوي که بیا پاکستان د افغانستان د حریم نقضولو هڅه وکړي او یا هم بل حرکت ولري، نو له دې سخت ځواب به ورکړل شي.

اسلامي امارت وايي، په دې باوري دي چې د ګاونډي پاکستان سیاسیون له افغانستان سره د خبرو له لارې د ستونزو حل غواړي او د ښو اړیکو غوښتونکي دي خو د دغه هېواد په پوځ کې ځانګړې حاکمه کړۍ فعاله ده چې په نړیوالو سټیجونو کې د افغانستان په بدنامۍ پسې یې راخیستې او د افغانستان امنیت پرمختګ او ثبات ورته د زغم نه دی .

مجاهد زیاتوي تر هغې چې د افغانستان په تړاو د پاکستاني پوځ په ستراتیژۍ کې بدلون نه وي راغلی انعطاف ورسره ناممکن دی او نتیجه هم نه ورکوي.

د اسلامي امارت ویاند په دې اړه وايي:« موږ اوس یوې نتجې ته رسېدلي یو، دا ده چې د پاکستان ولس، د پاکستان احزاب، د پاکستان ملکي حکومت، پوځ کې هم اکثریت د دې ناخوالو طرفدار نه دي، له افغانستان سره ښې اړیکې غواړي او موږ هم د دې طرفدار یو.  متاسفانه هلته یوه حاکمه کړۍ ده چې په پوځ کې هم حاکمه ده او ډېره وړه کړۍ ده، دا کړۍ ممکن د ځينو قدرتونو د خوشالېدو لپاره دا کار کوي یا نورې شومې موخې لري چې د افغانستان بې ثباتي، ناامني او د افغانستان یو ډول په نړیواله کچه غلط معرفي کولو ته یې کار ویلی دی. کله چې دوی دغه ستراتیژي تغیر نه کړي، نو له دوی سره انعطاف نه شي کېدی او نتجې ته هم نه شو رسېدلی. زموږ غوښتنه هم دا ده چې دوی دغه پالیسي په جدي توګه تغیر کړي.»

له هغې وروسته چې د پاکستان له لوري د افغانستان هوايي حریم نقض شو او په ځينو سیمو یې بریدونه وکړل، اسلامي امارت د پاکستان لوړ پوړي پلاوي ته چې غوښتل یې  راپورته شویو ستونزو په تړاو خبرو لپاره کابل ته راشي د راتګ اجازه نه ده ورکړې.

د اسلامي امارت د مالوماتو له مخې، د پاکستان په پوځ  کې ځانګړې حاکمې کړۍ په دغه هېواد کې داعش ډلې ته پټنځایونه ورکړي او د افغانستان او سیمې د ناامنه کولو په موخه یې کاروي او همدا راز د دغه هېواد پوځ په پاکستان کې زرګونه جریبه ځمکه کوکنارو کرکیلی رایج کړی چې ټولنې نړۍ ته ګواښ دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist