Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: تېر کال ۴۳ پاکستاني وګړي د ترهګریزو برېدونو ترسراوي په تور نیول شوي

مجاهد: د روسیې له هغه ګام هرکلی کوو چې غواړي د “طالبانو” نوم د ترهګرو له نوملړ وباسي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/03

د سرپرست حکومت چارواکو د روسیې د هغه ګام هرکلی کړی چې غواړي د منع شویو ترهګرو ډلو له نوملړه د “طالبانو” نوم لرې کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد له ټاس خبري آژانس سره مرکه کې ویلي، دا ډول ګامونه کولی شي د کابل او مسکو تر منځ ډېپلوماټیکې اړیکې لا پراخې او باوري کړي.

مجاهد زیاته کړې: « موږ په دې ټینګ باور لرو چې د مسکو او کابل تر منځ د اړیکو پراخولو لپاره اړتیا ده چې دا ډول ګامونه پورته شي. دا ډول مثبت ګامونه کولی شي د دواړو هېوادونو او خلکو ترمنځ اړېکې لا پیاورې او نږدې کړي. دا یو ډېر ارزښتناک او مهم ګام دی چې د روسیې له خوا پورته شوی دی.»

د روسیې رسنيو د راپورونو له مخې، ټاکل شوې د روسیې ستره محکمه به راتلونکې میاشت د منع شويو “ترهګرو” ډلو له نوملړه د “طالبانو” نوم ايستلو په اړه پرېکړه وکړي.

د روسيې ټاس خبري آژانس د سترې محکمې د مطبوعاتي څانګې په حواله راپور ورکړی چې ستره محکمه به د اپریل پر ۱۷مه له ياد لېسته د “طالبانو” نوم ايستلو په اړه خپل دريځ روښانه کړي.

اټکل کېږي چې د روسيې لوی څارنوال د دفتر له خوا له قانوني غوښتنې وروسته به د تړلو دروازو تر شا پر “طالبانو” دغه لګېدلی بنديز لرې کړل شي.

د روسيې سترې محکمې مطبوعاتي څانګه وايي: « د روسیې لویې څارنوالۍ د خپل هېواد سترې محکمې ته هغه ادعا د یوه لیک له مخې سپارلې چې د “طالبانو تحریک“ فعالیتونه د منع‌ شویو ترهګرو ډلو له نوملړه وباسي او یا یې په اړه غور وکړي. د روسیې سترې محکمې هم په دې اړه هڅې پیل کړې دي. په دې لیک کې د یو شمېر نورو ډلو نومونه هم راغلي چې د روسیې ستره محکمه یې په اړه غور کوي.»

د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي، روسیه ورو ورو هڅه کوي چې له سرپرست حکومت سره سیاسي تعامل ته را وړاندې شي.

 د دوی په خبره، د مسکو ورته تازه ګامونه ښیي چې له اسلامي امارت سره په اړیکو کې پراختیا غواړي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « د دې مانا دا ده چې روسان غواړي ورو ورو له افغانانو سره ځان نږدې کړي، ترڅو تعامل ته لاره هواره شي. له دې سره په یوه وخت به اقتصادي اړیکو ته هم پراختیا ورکړل شي، ترڅو دواړه هېوادونه له یوبل په مناسبه توګه ګټه پورته کړي، روسیه سوېلي آسیا ته لاره پیدا کړي او افغانستان منځنۍ آسیا ته؛ دلته افغانستان د یوه پل حیثیت لري.»

د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین په ډسمبر کې د يوه قانون په لاسليکولو سره چې پارلمان هم تصویب کړی و، د منع شویو ډلو له نوملړه د “طالبانو” نوم د ایستلو قانوني زمینه برابره کړه.

د ياد هېواد د قانون له مخې، که چېرې يوې ډلې ترهګريز فعاليتونه پرې اېښې وي، محکمه کولی شي د لوی څارنوال د غوښتنې پر بنسټ ترې د بنديز د لرې کولو پرېکړه وکړي او امنيتي ادارې یې د ممنوعه ډلو له نوملړه وباسي.

له دې ټولو سره، د روسيې حکومت وړاندې ويلي، د ترهګرو ډلو له لېسته د “طالبانو” نوم ايستل به د دوی د حکومت د رسميت پېژندلو په مانا نه وي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي
افغانستان

اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist