Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: تېر کال ۴۳ پاکستاني وګړي د ترهګریزو برېدونو ترسراوي په تور نیول شوي

مجاهد: د دوو امریکايي اتباعو په ګډون ځېنې بهرنیان افغانستان کې بندیان دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/02

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تائیدوي، چې د دوو امریکایي اتباعو په ګډون ځینې بهرنیان ورسره بندیان دي.

نوموړي شمشاد سره په خبرو کې ویلي، دغه کسان یې د قوانینو د نقض او سرغړونې له امله نیولي او په خبره يې هغه بهرنیان چې افغانستان ته راځي، بايد ټولو قوانینو ته پابند و اوسي.

مجاهد زیاتوي، د نيول شویو امريکايي اتباعو په تړاو یې له امریکایي لوري سره خبرې کړې؛ خو د نوعیت په تړاو څه نه وایي.

هغه وايي: « له بهره چې څوک افغانستان ته راځي باید د افغانستان قوانینو ته پاملرنه وکړي، څوک چې له قوانینو سرغړونه کوي او هغه تر پښو لاندې کوي نو مجرم پېژندل کېږي او توقیف کېږي. ځېنې بهرني اتباع به توقیف شوې وي؛ په هغوی کې دوه تنه امریکایان هم شته چې جرم یې د افغانستان د قوانینو نه مراعت کول دي او په دې اړه له امریکایانو سره خبرې او بحثونه شوې دي.»

له دې وړاندې د امریکا ملي امنیت شورا دوو چارواکو (اېن.بي سي) نیوز ته ویلي و، چې دوه امريکايي وګړي یې په افغانستان کې له  اسلامي امارت سره بندیان دي.

په یادو کسانو کې یو یې ریان کوربېټ دی او د ۲۰۲۲ز کال په اګسټ میاشت کې نیول شوی او د بل کس مشخصات لا تر دې دمه څرګند نه دي.

د پوځي چارو شنونکو په باور، هر بهرنی وګړی چې افغانستان ته راځي، اړتيا ده چې د افغانستان ټول قوانین ومني او د سرغړونې په صورت کې يې کوربه هېواد د نیولو او ترې د پوښتنو ګروېږنو حق لري.

د پوځي چارو شنونکی اخترمحمد راسخ وايي: « امریکايي اتباع چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري بندیان شوې دي او طالبانو هم دا تائید کړې ده؛ نو زما په نظر دا نړۍ ته د فشار یو پیغام دی چې بهرنیو اتباعو یا د شرقي او غربي نړۍ اتباعو ته افغانستان د سیاحت د امن په کور نه دی بدل شوی.»

له دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوی نیول کېدل تېروتنه او غیرقانوني کړنه بللې وه او دغه چاره یې له سرپرست حکومت سره د تعامل په برخه کې یو لوی خنډ بللی و.

د نړيالو اړیکو شنونکی نجیب الرحمان شمال د ډېپلوماټیکو چینولو له لارې د دې موضوع د حل غوښتننه لري او زیاتوي چې دغه مساله باید د هېوادونو ترمنځ د لویو ستونزو د ایجاد لامل نه شي.

شمال وايي: « له دې مسالې باید د یوې سیاسي ضربې په توګه ګټه وا نه خېستل شي او په هغه صورت کې چې امریکايي اتباع په غیر قانوني ډول افغانستان ته راغلي وي یا یې کوم جرم ترسره کړی وي؛ نو د قانون له مخې دې د هغوی جرم تثبیت شي او که نه بیا دې د سیاسي او ډیپلوماټيکو لارو د دغو امریکايي اتباعو د خوشې کېدو په اړه اقدام وشي، ځکه په هېواد کې د بهرنیو اتباعو بې برخلیک پاتې کېدل کولی شي د امریکا او افغانستان اړیکې لا پسې خرابې کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې امریکايي رسنیو د راپور له مخې ریان کوربېټ چې مشخصات یې څرګند دي، لومړی ځل څوارلس کاله وړاندې په ۲۰۱۰ کال کې افغانستان ته راغلی او هغه په ۲۰۱۷ کال کې په کابل کې د بلوم په نامه د سوداګرۍ سلا مشورو کمپنۍ جوړه کړې وه، چې د خصوصي سکتور په برخه کې یې وړو کاروباري کمپنیو او شرکتونو ته سلامشورې ورکولې.

هغه د اسلامي امارت له بیاځلې واکمنېدو وروسته د خپلو پاتې کارونو پرمخ بېولو لپاره د ۲۰۲۲ز کال په لومړۍ میاشت افغانستان ته را ستون شو؛ خو د مالوماتو له مخې، کله چې نوموړی د همدې کال په اګست میاشت کې د دویم ځل لپاره کابل ته سفر وکړ له خپلو درېیو تنو نورو همکارانو سره چې یو جرمني تبعه او دوه نور افغانان وو؛ نیول شوی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist