Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

مجاهد: د درو وهلو پر سزا د نړیوالې ټولنې نیوکې اسلام ته سپکاوی دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/11/27

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی،چې په  لوګر ولایت کې یې د درو وهلو سزا غندلې او هغه یې غیر انساني عمل بللی وه .

د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا ویاندې راوینا شامداساني دغه سزا یې غیر انساني یاده کړې او له اسلامي امارته یې غوښتي دي،چې په دې برخه کې ټولو هغو نړیوالو کنوانسینونو ته ژمن پاتې شي، چې افغانستان یې برخه دی.

هغې زیاته کړې:« لوګر ولایت کې په درو د خلکو وهل یوه غیر انساني او ظالمانه سزا ده. دا  خواشنیونکې ده،چې نیول، د محکمې پړاونو طی، محاکمه او جزا ټول په یوه ورځ ورکول کیږي. دا کړنې د ځورنې او ربړونې پر ضد د ټولو هغو نړیوالو کنوانسینونو خلاف دي،چې افغانستان یې برخه دی.» 

اسلامي امارت د شامداساني دا څرګندونې غندلي او دا یې اسلام ته سپکاوی یاد کړی دی. 

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد غوښتنه کړې،هېوادونه او نړیوال سازمانونه باید اجازه ورنه کړي،چې اشخاص د دوی له ادرسه د اسلام احکامو په اړه غیر مسوولانه څرګندونې وکړي.

مجاهد زیاته کړې:«  د ا.ا.ا. د اسلام مبارک دين د جزا قانون د تطبيق په اړه د ملګرو ملتونو د بشر حقونو د عالي کمېشنرۍ د وياندې او د نورو غربي هېوادونو استازو څرګندونې چې د درو وهلو مجازات يې په کې غير انساني، ظالمانه او توهېنوونکي بللي، د اسلام مبارک دين  بې احترامي او د نړيوالو صولو مخالفت بولي.» 

له  دې سربېره  د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي  ریچارډ بېنېټ هم په یوه خبرپاڼه کې د افغان نجونو او ښځو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او له ځنډ پرته یې د نجونو منځنیو او لیسو بیا پرانېستل غوښتي.

بېنېټ زیاته کړې:« طالبان دې د ښځو کار، د نجونو ښوونځیو او د ژوند په نورو برخو کې ښځو ته د برخې ورکولو په اړه ټولو هغو نړیوالو بشري حقونو ته ژمن پاتې شي،چې افغانستان ورته مکلف دی، ژر تر ژره دې د نجونو ښوونځي پرانیزي او ډاډ دې ورکړي،چې پوهنتونونو ته لاړې شي.» 

بېنېټ  له نړیوالو هم غوښتي دي،چې افغانستان کې د بشري او په ځانګړې ډول د ښځو فعالانې یوازې نه پریږدي.

هغه زیاته کړې:« نړېواله ټولنه دې له طالبانو د ټولو هغو محدودیتونو له منځه وړل وغواړي،چې د ښځو حقونه په کې نقض کیږي. داسې ګامونه دې واخلي،چې پر بنسټ یې افغانستان کې هغه خلک محاکمه شي،چې د  ښځو ځورول کوي او صحرایي محاکمې یې کوي.» 

دغه راز بېنېټ ویلي، په کورونو کې د ښځو محدود ساتل، پارکونو او ورزشي کلپونه ته اجازه نه ورکول، د دوی د زنداني کولو په مانا دي،چې کورني تاوتریخوالي او رواني ناروغۍ یې زیاتې کړي دي.

زابل او لوګر ولایتونو کې مجرمین یوه اوونۍ وروسته له هغې په درو وهل کیږي،چې د اسلامي امارت مشرتابه تېره اوونۍ له قاضیانو سره لېدنه کې هغوی ته د هغو قضیو چې شرایط یې پوره دي، پر مجرمینو یې د حدودو او قصاص جاري کولو سپارښتنه وکړه.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026
ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026

وروستي خبرونه

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist