Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: که اسلامي هېوادونه اسلامي امارت پر رسمیت نه پېژني ملاتړ دې وکړي 

مجاهد: د امریکا بهرنیو چارو وزارت راپور نیمګړی او له حقیقت لېرې دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/06

د امریکا متحده ایالتو د بهرنیو چارو وزارت وړمه ورځ د نړۍ په۲۰۰ هېوادونو کې له څېړنو وروسته د مذهبي تاوتریخوالي په هکله تازه کلنی راپور خپور کړ. 

په راپور کې ویل شوي، په افغانستان  کې د اسلامي امارت له واکمن کیدو را وروسته مذهبې خپلواکي له منځه تللې او په دې هېواد کې د لږکیو مذهبي او مدني حقوق خوندي نه دي.

د امریکا متحده ایالتو د بهرنیو چارو وزیر انتونیو بلېنکېن ویلي، هر څوک حق لري، ازاد ژوند وکړي،خو په افغانستان کې د دین او مذهب په نوم د محدودیتونو له امله ښځې او نجونې له خپلو حقونو بې برخې شوي او د زده کړو مخه یې نیول شوې.

بلېنکین  همداراز زیاته کړې،په دي وروستیو کې په مذهبې ځایونو او جوماتونو هم بریدونه زیات شوي،چې د مذهبي تاوتریخوالي د زیاتوالي لامل شوي دي.

 هغه زیاتوي:«په افغانستان کې، د طالبانو په واکمنیدو سره د مذهبي ازادۍ شرایط په ډراماتیک ډول خراب شوي دی، په ځانګړې توګه ډېر وخت دوی د مذهب او دین تر بیرغ لاندې د ښځو او نجونو اساسي حقونه تر پښو لاندې کوي .په ورته مهال کې داعش د مذهبي لږکیو او  په ځانګړې توګه د شیعه وګړو پر وړاندې په زیاتیدونکي ډول له تاوتریخوالي ډک بریدونه ترسره کوي.» 

 د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا  د امریکا   متحده ایالتو د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې بې بنسټه بولي او وایي،په افغانستان کې د ټولو اقلیتونو مذهبي او مدني حقونه په بشپړه توګه خوندي دي او هیڅ مذهبي تاوتریخوالی نه شته دی. 

مجاهد زیاته کړې:« په افغانستان کې د ټولو اقلیتونو مذهبي او مدنې حقونه خوندي دي. په دې تړاو د امریکا متحده ایالتو د بهرنیو چارو وزارت راپور بشپړ نه دی او په ناسمو مالوماتو ولاړ دی. زموږ ټول اهل سنت، اهل تشیع، سیکهـ او اهل هنود هېوادوال په ازاد ډول خپلې مذهبي چارې ترسره کوي. موږ د امریکا متحده ایالتو د بهرنیو چارو وزارت راپور په بشپړ ډول رد وو.» 

د امریکا په ګډون نړیوال بنسټونه داسې مهال په افغانستان کې د مذهبي او قومي لږکیو پر وړاندې د تاوتریخوالي خبره کوي،چې اسلامي امارت دا تورونه ردوي او وايي،افغانستان کې د شریعت په چوکاټ کې د هر وګړي مذهبي او مدني حقونه خوندي دي.

د لږکیو د حقونو دخوندیتوب ترڅنګ نړیوال دا هم غواړي،چې د افغانستان لږکیو ته په حکومت کې هم ونډه ورکړل شي، هغه څه چې دوی یې ټول شموله حکومت بولي.  

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist