Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: امریکا د دوحې تړون نقض کړی

مجاهد: د امريکا ولسمشر د افغانستان په اړه ناسم مالومات خپروي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/03

د افغانستان په اړه د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له څرګندونو يوه اوونۍ وروسته، سرپرست حکومت په دې اړه غبرګون ښودلی.

ولسمشر ټرمپ ويلي وو چې په افغانستان کې د امريکا پر امکاناتو سمبال د بګرام هوايي اډه سټراټيژيک ارزښت لري، خو دا مهال د چين په واک کې ده.

خو د اسلامي امارت وياند له ملي ټلوېزيون سره په مرکه کې ټرمپ د دې څرګندونو له امله د افغانستان په اړه د ناسمو مالوماتو په خپرولو تورن کړی.

 ذبيح‌الله مجاهد وايي، اسلامي امارت د بګرام هوايي اډې په اړه له هېچا سره تړون نه لري او نه هم د کوم هېواد له لوري نيول شوې ده.

مجاهد زیاته کړې: « زموږ غوښتنه دا ده چې د ټرمپ نږدې ټیم باید دی پوه کړي، ترڅو د افغانستان په اړه خپل مالومات کره کړي. ټرمپ ادعا کوي چې بګرام د چینایانو په لاس کې دی، حال دا چې بګرام د اسلامي امارت د ځواکونو په لاس کې دی. دلته هېڅ مسلح چینايي نه شته او نه موږ له کوم هېواد سره داسې تړون لرو. ټرمپ ولې په دومره لوړه سویه غلط مالومات خپروي، باید معالومات یې مکمل شي؛ ځکه د امریکا په سویه هېواد ولسمشر باید ډېرې دقیقې خبرې وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په اړه د امريکا تګ‌لاره تراوسه نه ده څرګنده شوې، خو د سیاسي چارو کارپورهان وايي، د ډونالډ ټرمپ په شمول نور امريکايي چارواکي د افغانستان په اړه د بې بنسټه ادعاوو حق نه لري.

د سیاسي چارو کارپوه ادریس محمدي ځاځی وايي: « زما په اند، د افغانستان اسلامي امارت به هېڅکله هم داسې پرېکړه ونه کړي چې  د دوی حیثیت تر پوښتنې لاندې راشي.» 

اوس پوښتنه دا ده چې د امریکا لپاره ولې بګرام پوځي هوايي اډه ځانګړی اهمیت لري؟

د پوځي چارو کارپوه اختر محمد راسخ وايي: « بګرام په نظامي، سیاسي او اقتصادي ډګر کې ډېر له ارزښتونو ډک دی. غربي نړۍ غواړي په مختلفو بهانو بګرام هوايي اډه یو ځل بیا تر خپل نظامي او استخباراتي چتر لاندې راولي او له همدې چتر وکولی شي د چین نظامي او هستوي تأسیسات وڅاري.»

د بګرام هوايي اډه د امریکايي ځواکونو د۲۰ کلن حضور پر مهال تر ټولو لویه نظامي اډه وه او له همدې کبله يې ټرمپ په مکرره توګه په اړه څرګندونې کوي.

ټرمپ د ټاکنيزو کمپايونو پرمهال هم د يادې اډې د بېرته ترلاسه کولو خبره کړې وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist