Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: واخان دهلېز د افغانستان تر واک لاندې او خوندي دی

مجاهد: د افغانستان خاوره له داعش ډلې پاکه شوې خو له پاکستانه فعالیت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/10

د اسلامي امارت ویاند له یوې ایرانۍ رسنۍ سره په مرکه کې پر یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې کړي.

ذبیح الله مجاهد په هېواد کې د داعش خراسان ډلې بریدونو اړوند پوښتنې ته په ځواب کې ویلي، د افغانستان خاوره د دې ډلې له شتون په بشپړ ډول پاکه شوې او په دې توګه ياده ډله په پاکستان کې د مرکزونو جوړولو ته اړه شوې ده.

مجاهد زیاته کړې، د کره مالوماتو او ثبوتونو له مخې، د داعش خراسان ډله دا مهال له پاکستانه خپل عملیات تنظیموي او د افغانستان سرپرست حکومت په دې تړاو څو ځله خپلې اندېښنې له پاکستاني چارواکو سره شریکې کړې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: « د هغوی ځالې ګاونډیو هېوادونو ته انتقال شوې دي، متأسفانه باید ووایم چې پاکستان ته لېږدول شوې. موږ څو ځله د پاکستان له چارواکو سره خبرې کړې او د داعش لپاره د جوړو شویو ځالو په اړه مو مالومات ورکړي، خورا موثق اسناد مو وړاندې کړي چې داعش یوه ناوړه پدیده ده، هلته پټنځایونه او فعالیت لري او باید مخه یې ونیول شي. موږ په دې اند یو چې هېڅ یو هېواد باید له داعش د خپلو ناوړه موخو لپاره کار وا نه خلي.»     

د اسلامي امارت ویاند د مرکې په دوام په افغانستان کې د پاتې شویو امریکايي پوځي تجهیزاتو د پلور او پر بګرام پوځي اډې د چین د ولکې په تړاو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې بې اساسه او د مالوماتي تشې زېږنده بللې دي.

مجاهد دغه وسلې او پوځي تجهیزات جنګي غنیمت ګڼي چې په خبره یې په کلکه ترې ساتنه کېږي او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او امنیت ساتنې په موخه ترې کار اخیستل کېږي.

د اسلامي امارت ویاند په دې اړه ویلي: « د امریکايي وسلو د پلور موضوع، امنیتي مسایل، د بګرام موضوع او ځینې نور مسایل چې دوی مطرح کړي، ټول ناسم او غلط دي. اسلامي امارت پر خپله خاوره حاکم دی، بګرام هم زموږ د خپلو امنیتي ځواکونو په لاس کې دی او هغه وسلې چې له امریکا په غنیمت نیول شوې، خوندي دې او موږ د دغو وسلو په وسیله د خپل هېواد ساتنه کوو. باید ووایم چې امریکا لاهم د افغانستان د خلکو قرضداره ده؛ په دې مانا چې ۲۰ کاله یې د افغانستان خلک وځورول، زموږ هېواد یې ویجاړ کړ، په خلکو یې ظلم وکړ او باید د دې حساب ورکړي. دا چې اوس دوی د وسلو د بېرته اخیستلو خبره کوي، دا ناسمه او نا سنجول شوې خبره ده.»

د سیاسي چارو شنونکي له امریکا او ناټو پاتې پوځي تجهیزات د افغانستان ملکیت بولي او په تړاو یې د امریکايي او پاکستاني چارواکو څرګندونې د هېڅ راز توجیې وړ نه ګڼي.

دوی دغه ‌راز په بشپړه توګه د داعش خراسان ډلې له منځه وړلو په تړاو وايي، که څه هم د یادې ډلې د ځپنې په برخه کې د اسلامي امارت پر لاسته راوړنو سترګې نه شي پټېدای، خو وخت نا وخت بریدونه يې په هېواد کې حضور تاییدوي.

د سیاسي چارو شنونکی شېرحسن حسن وايي: « دا وسلې او تجهیزات د افغانانو دي. دا په کومه دښته او شاړه کې پاتې نه دي بلکې دلته پرې حاکمیت موجود دی. دا وسلې د ترهګرو پر وړاندې د افغانستان او سیمې د امنیت لپاره کارول کېږي.»

د سیاسي چارو شنونکی خلیل ‌احمد نادم وايي: « دا به ډېره مشکله وي چې ووایو داعش په بشپړه توګه له منځه تللی؛ ځکه چې تاسو نه شی کولی د پاکستان استخبارات (آی.اېس.آی) له منځه یوسی. هر وخت چې موږ آی.اېس.آی له منځه یوړ، هغه وخت ویلی شو چې داعش له منځه تللی.»     

د اسلامي امارت ویاند په دې مرکه کې د سرپرست حکومت د چارواکو ترمنځ د هر راز اختلافونو موجودیت په کلکه رد کړی او دا د اسلامي امارت پرخلاف د فکري جګړې او پروپاګنډا یوه برخه بولي.

نوموړی دغه راز له ایران سره هراړخیزې اړیکې ښې یادې کړې او ترڅنګ یې له امریکا او د نړۍ له نورو هېوادونو سره د متقابل درناوي پربنسټ پر تعامل ټینګار کړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026
د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist