Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت: امریکا د دوحې هوکړې ډېری موارد نقض کړي

مجاهد: د اسلامي امارت هېڅ غړی له القاعده شبکې سره اړیکې نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/20

شریک یې کړئ

د اسلامي امارت چارواکي وايي، له القاعده شبکې او یا له کومې بلې بهرنۍ ډلۍ سره د اړیکو ساتل د اسلامي امارت له تګلارې سره ټکر لري او دوی هغه ټولې ادعاوی ردوي چې ویل کېږي د اسلامي امارت یو شمېر چارواکي له القاعده شبکې یا کومې بلې ډلې سره اړیکې لري.  

د اسلامي امارت ویاند په دې اړه د منځني ختیځ انسټیټیوټ یوه راپور ته په غبرګون کې ویلي، دوی دغه شان ادعاوې په کلکه ردوي.

ذبیح الله مجاهد  په ورته وخت کې د دې انسټیټیوټ فعالیتونو په تړاو هم پوښتنې راپورته کړې او وايي، دا اداره د اذهانو د مغشوشیت لپاره کار کوي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: « موږ دا ادعا په کلکه ردوو، ناسمه او د اسلامي امارت د پالیسیو خلاف ده. د اسلامي امارت غړي له افغانستان څخه د باندې هېڅ یوې ډلې سره اړیکو ته ضرورت نه لري او نه هم ورسره ارتباط لري. بله موضوع دا ده چې دا ډول انسټیټیوټونه هم د اذهانو د تخریب لپاره کار کوي، فعالیت یې تر پوښتنې لاندې دی او مبهم حالت لري. موږ په خپل ټول عمر کې د یاد انسټیټیوټ همدا یو راپور لیدلی. په هر حال، موږ دا ادعا نه منو.»

د منځني ختیځ انسټیټیوټ تازه د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، د اسلامي امارت شاوخوا ۵۵ غړي له القاعده شبکې سره اړیکې لري.    

د دې انسټیټیوټ د معلوماتو له مخې، له القاعدې سره دا اړیکې تر ډېره د اسلامي امارت د لوړې او منځنۍ کچې چارواکو له خوا ساتل شوې دي.

یو شمېر شنونکي هم د مجاهد خبره تاییدوي او وايي، دا ډول ادعاوې تر ډېره د استخباراتي لوبو یوه برخه ده چې بهرنیان یې د خپلو پروژو پلي کولو په هدف ترسره کوي.

دوی زیاتوي، دا کړۍ تر ډېره له رسنیو او داسې نورو چوکاټونو کار اخلي، ترڅو دا ډول مسایل راپورته کړي او بیا ترې د فشار د یوې وسیلی په توګه کار واخلي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « که موږ دا فکر وکړو چې د اسلامي امارت چارواکي له القاعدې سره اړیکې لري، باید پوښتنه وکړو چې دغو اړیکو ته څه اړتیا لري؟ ځکه دوی اوسمهال دلته حکومت لري، خو القاعده یوه شکمنه او ترهګره ډله ده او څوک ورته په ښه سترګه نه ګوري. زه مطمئن یم که د حکومت کوم چارواکي له القاعدې سره اړیکه هم درلوده، اوس به یې شکولې وي؛ ځکه نه غواړي ځان ملامت کړي. د سیاست موخه هدف ته ځان رسونه ده او دوی اوس هدف ته رسېدلي او د افغانستان واک یې لاس کې دی. نبا ً، دا استخباراتي لوبې دي، تورونه دي او د بهرنیانو له خوا د فشار واردولو وسیلې دي، ترڅو  اسلامي امارت د غرب غوښتنې ومني.»  

د اسلامي امارت له بیا ځل واکمنۍ وړاندې په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په مذاکراتو کې چې د دوحې تړون په نامه یادیږي، یو اساسي شرط دا و چې طالبان باید له لقاعده شبکې او نورو بهرنیو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي.

له دې سره، د ملګرو ملتونو څارونکو هم د اسلامي امارت له غړیو غوښتي وو چې له القاعدې او داعش خراسان ډلې سره خپلې اړیکې پرې کړي.

د امریکا متحده ایالتونو او ملګرو ملتونو چارواکو د دغو شرطونو اساسي موخه دا ښودلې چې افغانستان باید یوځل بیا د دوی په وینا، د ترهګریزو فعالیتونو لپاره په یوه خوندي ځای بدل نه شي.

خو د حکومت ویاند بیا وايي، اسلامي ا مارت په اصل کې له داسې ډلو سره د  اړیکو ساتلو اړتیا نه لري او د ده په خبره، د اسلامي امارت پالیسي هم د دې کار اجازه نه ورکوي.  

دا چې د دې مسئلې تر شا کوم اهداف تعقیبږي، اوس یې په اړه څه ویل له وخت نه مخکې ښکاري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي
افغانستان

د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

جون 3, 2026
اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي
افغانستان

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

جون 3, 2026
افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

جون 3, 2026
افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي
افغانستان

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

جون 3, 2026
یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist