Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
توماس وېسټ له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په تړاو خبرې کړې

مجاهد: دوه نیول شوي بهرني خبریالان بېرته خوشې شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/13

د افغانستان اسلامي امارت،هغه دوه بهرني خبریالان خوشې کړل،چې پنځه ورځې وړاندې یې له خپلو افغان همکارانو سره یوځای نیولي ول. 

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، یادو کسانو پیژندپاڼې،جوازنامې او اړین اسناد نه درلودل، چې د اړوندو مرجعو له  تائید وروسته،خوشې شوي دي.

مجاهد زیاته کړې:« هغه بهرني اتباع،چې ځانونه یوې نړیوالې موسسې ته منسوب کول، له دې امله چې پیژندپاڼې،جوازنامې او لازم اسناد یې نه درلودل، توقیف شوي ول.  هغوی په ښه حالت او له خپلو کورنیو سره اړیکه کې ول، د هویت د تثبیت او له مسوولې مرجع څخه تر ډاډ وروسته خوشې شول.»

د ژورنالیستانو د ملاتړ بنسټونه وایې،افغانستان ته د بهرنیو خبریالانو راتګ ګټور دی،خو دوی دې په اصولې او قانوني توګه دلته خپلې چارې مخته یوسي.

د ژورنالېستانو د ملي ټولنې مشر حفیظ الله بارکزی وايي:« کله چې بهرني خبریالان راځي، د بهرنیو چارو وزارت له لوري باید ځانته ثبت نام وکړي او بیا د افغانستان د رسنیو او خبریالانو له فدراسیون سره همغږي وکړي.

که دوی غواړي،چې یو ښه بې طرفه راپور جوړ کړي،څه چې نړیوال اصول وايي، دا به د افغانستان پر ګټه تمامېږي.»

د رسنیو او خبریالانو فدراسیون غړی حجت الله مجددي بیا وايي:« زموږ غوښتنه له بهرنیو رسنیو او خبریالانو دا ده،کله چې افغانستان ته سفر کوي او په ځانګړي ډول کله چې د رسنیز کار لپاره سفر کوي،باید د افغانستان اصول په پام کې ونیسي.»

خبریالان وایې،د دوې د مالوماتو له مخې، تر اوسه نیول شوي خبریالان د خبریالۍ له امله نه بلکې د یو شک پر اساس نیول شوي دي، نو په کار ده،چې اسلامي امارت کورنیو او بهرینو خبریالانو ته د پېژندنې ځانګړي کارتونه ورکړي.

افغانت خبریال یوسف ظریفي وايي:«اسلامي امارت باید پر داسې تګلاره کار وکړي،چې یو مشخص کارت جوړ کړي،یا یو مشخص مکتوب وي،هغه خبریالان چې له بهرنیو هېوادونو دلته د کار لپاره راځي، دا د هغوی حق دی،چې دلته راپور جوړ کړي.  د خلکو ستونزې منعکسې کړي.»

اسلامي امارت په ټینګار ویلي، د رسنیو ازادۍ ته ژمن دي،خو د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته لسګونه رسنۍ د بېلابېلو لاملونو  له امله تړل شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist