Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: امریکا د دوحې تړون نقض کړی

مجاهد: امریکا د دوحې تړون نقض کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/01

د دوحې تړون د پنځمې کالیزې په پوره کېدو سره د اسـلامـي امـارت ویاند ذبیح الله مجاهد نیوکه کوي چې د بندیزونو د لرې کولو او له افغانستان سره د اړیکو د عادي کولو په برخو کې امريکا د دوحې هوکړه نقض کړې ده.

د مجاهد په خبره،  د دې بندیزونو له امله بېلابېلو هېوادونو ته د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو سفرونه له خنډ او ځنډ سره مخ شوي دي.

هغه زیاته کړې: « موږ او تاسو شاهدان یو چې د دوحې تړون په نتیجه کې افغانستان د استقلال او آزادۍ پړاو ته ورسېد او په پایله کې یې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل؛ دا یوه لویه لاسته راوړنه وه. په دې تړون کې له مقابل جهت یا امریکایانو سره دوې اساسي خبرې وې: یوه دا چې امریکايي ځواکونه به له افغانستانه وځي او دویم دا چې د افغانستان حکومت به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د امریکا پر ضد استعمال شي. دا دواړه کارونه شوي او زه فکر کوم د تړون اساسي خبرې حل دي. مګر په تړون کې ځینې داسې برخې هم وې چې امریکایانو باید عملي کړې وای، خو تر اوسه یې نه دي عملي کړې. د مثال په توګه، د تحریم لېستونه پای ته رسېدل او له افغانستان سره د ښه تعامل ګامونه اخیستل، دا نه دي شوي. موږ دعوت ورکوو چې دا برخې هم باید تکمیل شي.»

د اسلامي امارت ویاند د خپلو خبرو په دوام ویلي، د دوحې تړون د یوه پړاو لپاره و او نور اعتبار نه لري.

دغه راز مجاهد زیاتوي، اسلامي امارت اوس د خپلو اصولو له مخې وړاندې ځي نه د دوحې تړون له مخې.

مجاهد په دې اړه وايي: « همدارنګه د تړون عمومي محتویات هم د افغانستان اسلامي امارت له خوا مراعات شوي او موږ په دې اړه کومه ستونزه نه لرو. دا تړون د یوې مرحلې لپاره و، له دې وروسته د امارت خپل حاکمیت دی، موږ د تړون پر اساس مخکې نه ځو، بلکې د خپل نظام د اصولو له مخې مخکې ځو. دا له امریکایانو سره یو تړون و چې په یوه مقطع کې پای ته ورسېد.»

د اسلامي امارت ویاند له امريکا غوښتنه کړې چې پر سرپرست حکومت لګول شوي محدودیتونه لرې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist