Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: تېر کال ۴۳ پاکستاني وګړي د ترهګریزو برېدونو ترسراوي په تور نیول شوي

مجاهد: افغانستان له قانوني تشې سره مخ نه دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/11

د اسلامي امارت ویاند له ملي ټلوېزیون سره په یوه تازه مرکه کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ، د اساسي قانون د اړتيا پر څرنګوالي هم خبرې کړې دي.

ذبيح‌الله مجاهد دا نه مني چې ګني سرپرست حکومت د اساسي قانون نه لرلو له امله قانوني خلا سره مخ دی او په خبره يې، شريعت د اوسني حکومت قانون دی او پر بنسټ يې په محاکمو کې پرېکړې کېږي.

مجاهد اساسي قانون د سیاسي جنبې لرونکی او د وخت غوښتنه يادوي او وايي، د زمينې له برابرېدو سره به يې د جوړولو په اړه سرپرست حکومت اقدامات وکړي.

هغه په دې اړه وايي: « اساسي قانون د وخت غوښتنه او سیاسي موضوع ده، کله چې زمینه برابره شوه ګامونه به واخیستل شي، خو اوس مهال د وزارتونو لپاره د قوانینو جوړول، د محاکمو قوانین، د خلکو د روزمره ژوند لپاره د اسانتیاوو جوړېدو په قوانینو باندې جدي کار روان دی او دا چې د حکومت عرابه چلېږي او روان دی، دا تکمیل شي. اساسي قانون همیشه سیاسي وي او د زمینې په مساعدېدو سره به کار پرې وشي.»

د سرپرست حکومت رسميت پېژندنه د نوموړي د مرکې يوه بله برخه وه او تمه يې ښودلې چې ښايي نور هېوادونه به هم په دې برخه کې د روسیې پر قدم پل کېږدي او سرپرست حکومت به پر رسمیت وپېژني.

مجاهد زیاتوي، له هېڅ هېواد سره ستونزه نه لري او سرپرست حکومت اوسمهال له زياتو هېوادونو سره په تعامل کې دی.

مجاهد زیاته کړې: « له نورو هېوادونو هم غواړو چې د روسیې په پله پل کېږدي او شاجاعانه ګامونه واخلي او له افغانستان سره خپلې اړیکې اعلان کړي. موږ له ګڼو هېوادونو سره تعاملات لرو، تګ راتګ لرو، سفرونه او راکړه ورکړه لرو، مګر ځینې هېوادونه په اعلان کې تر اوسه ساکت دي، موږ هیله کوو چې ټول دې اړیکې ښکاره کړي او له افغانستان سره سیاسي تعامل ولري.»

خو د سیاسي چارو تحليل کوونکي په بېړه روسيې ته ورته د سرپرست حکومت په اړه د هېوادونو پرېکړه له امکان لرې ګڼي او زياتوي، د وخت په تېرېدو سره ښايي هېوادونه د خپلو ګټو په پام کې نيولو سره د افغانستان سرپرست حکومت د رسميت پېژندنې او ورسره د اړيکو پرېکړه وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی محمد سلیم پیګیر وايي: « د روسیې له فډراټیف جمهوریت وروسته، زه باور لرم چې د منځنۍ آسیا هېوادونه، چین، هند، ایران، انډونیزیا او یو شمېر نور هېوادونه چې دا مهال له اسلامي امارت سره ډېر تعامل لري، د افغانستان اسلامي امارت پر رسمیت وپېژني، خو دغه کار به له هغو سترو هېوادونو سره تر مشورو وروسته وکړي چې د رسمیت پېژندلو مخه نیسي.»

په همدې حال کې اسلامي امارت وايي، له امریکا سره هم اړیکې لري او وخت ناوخت یې پلاوي سره خبرې هم کوي او ان تر دې چې له واشنګټن یې د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې غوښتنه کړې، خو لا هم په دې برخه کې کومې پایلې ته نه دي رسیدلي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist