Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: افغانستان له امریکا سره ډېپلوماټیکواو اقتصادي اړیکو ته اړتیا لري

مجاهد: افغانستان له امریکا سره ډېپلوماټیکواو اقتصادي اړیکو ته اړتیا لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/09/03

«حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» هغه پروګرام چې له لارې یې د اسلامي امارت حکومت د تېر کال کړنې او لاسته راوړنې له خلکو سره شریکوي.

د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد د خپلو خبري کنفرانسو په لړ کې د سولې او امنیت اوونۍ ترسرلیک لاندې غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت، ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او زندانونو چارو د سمون ادارې یو کلنې لاسته راوړنې او پرمختګونه له رسنیو سره شریک کړل.

ذبیح الله مجاهد وايي: « د اسلامي امارت په تړاو د سیمې د ځينو مطرحو هېوادونو د لیدلوري مثبت بدلون، په سیمه او نړۍ کې د روانو بې ثباتیو سربېره، د سیمې له هېوادونو سره د اسلامي امارت د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا، د کونسلي خدمتونو عصري کول او شفافیت. د ګاونډ، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د ډېپلوماټیکو اړیکو پراختیا او تعاملاتو رامنځته کېدل ښيي چې په دې برخه کې مهم پرمختګونه ترلاسه شوي دي.»

د حکومت ویاند له هېوادونو سره د سیاسي اړیکو ټینګښت او په دې برخه کې د افغانستان بهرني سیاست دستګاه د لاسته راوړنو تشرېح پرمهال وویل چې امریکا  د نړۍ له اغېزناکو هېوادونو ده  او افغانستان ورسره ډېپلوماټیکو او اقتصاي اړیکو ته اړتیا لري.

مجاهد زیاته کړې، اسلامي امارت د  امریکا ترڅنګ د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د مثبتو سیاسي اړیکو ټینګښت غواړي.

د اسلامي امارت ویاند په دې اړه وايي: « موږ له امریکا سره هم ښې اړیکې غواړو، ځکه امریکا د نړۍ یو مؤثر هېواد دی او له هېوادونو سره یې اړیکې د دواړو خواوو په ګټه تمامېږي. افغانستان دېته اړتیا لري چې له امریکا سره ډېپلوماټکې او اقتصادي اړیکې ولري. موږ له هغو ټولو هېوادونو سره هم ښې اړیکې غواړو چې تر اوسه ورسره اړیکې نه دي جوړې شوې.»

ذبیح الله مجاهد دغه راز وایي، د تېر یوه کال په موده کې له کوېټ هېواد سره ډېپلوماټیکې اړیکې په رسمي توګه پیل شوې دي او د دې هېواد او دغه راز د جرمني پلازمېنه برلین سربېره چې د افغانستان سفارتونه په کې فعاله شوي، د جرمني په بن ښار کې د افغانستان جنرال کونسلګرۍ هم په فعالیت پیل کړی.

نوموړی زیاتوي، په تېر یوه کال کې د بېلاروس، نایجریا او ګانا جمهوریتونو د غیر مقیمو سفیرانو  له منلو سره هوکړه شوې.

مجاهد زیاتوي: « په ۱۴۴۷ هـ ق کال پرمهال د ډېپلوماټیکو اړیکو د پراختیا په برخه کې له کوېټ هېواد سره ډېپلوماټیکې اړیکې رسما ً پیل شوې. د افغانستان اسلامي امارت درې سیاسي او کونسلي استازولۍ په بهرنیو هېوادونو کې فعالې شوې. د هغوی له ډلې څخه په کوېټ او برلین کې د افغانستان سفارتونه او په بن ښار کې جنرال کونسلګرۍ پر فعالیت پيل وکړ. همدارنګه د بېلاروس، نایجریا او ګانا هېوادونو د غیر مقیمو سفیرانو اګریمان منل شوي.»

د حکومت د ویاند په خبره، د کونسلي خدماتو پرمټ د ایران، اوزبېکستان، اذربایجان او متحده عربي اماراتو له زندانونو نږدې دولس سوه افغان بندیان را خوشي او افغانستان ته انتقال شوي دي.

ذبیح الله مجاهد زیاتوي چې په ګڼ شمیر هېوادونو کې د افغان اتباعو د لادرکۍ ۲۶۷ پېښې تعقیب شوې چې له ډلې ۷۲ لادرکه افغانان پیدا او کورنیو سره یې یوځای شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند زیاته کړې: « د کونسلي چارو ریاست په بهر کې د افغانستان اسلامي امارت له سیاسي او کونسلي استازولیو سره په همغږۍ، له ایران هېواد څخه ۱ زر ۲۷ تنه او له اوزبېکستان، ازربایجان او عربي متحده اماراتو له زندانونو څخه، ۱۲۷ تنه افغان زندانیان ازاد او هېواد ته را انتقال کړي دي.»

ذبیح الله مجاهد دغه راز وايي چې بهرنیو چارو وزارت په تېر یوه کال کې د کونسلي خدماتو له لارې بهر مېشتو افغانانوته  له ۳۱۳ زرو زیات پاسپورټونه وېشلي او له ۱۷۰ زرو زیات پاسپورټونه ورته تمدید کړي دي.

د اسلامي امارت ویاند دا هم ویلي چې په همدې موده کې  بهرنیو وګړو ته د افغانستان ۲۰۳ زره او ۶۹۳ وېزې صادرې شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د حکومت ویاند: لاریونونه مو ځکه بند کړي چې په اسلامي قانون کې ځای نه لري
افغانستان

د حکومت ویاند: لاریونونه مو ځکه بند کړي چې په اسلامي قانون کې ځای نه لري

سپتمبر 3, 2026
د هرات خلکو شکایت: د تېلو بیو لوړېدو له امله، ولایتونو ته د تګ راتګ کرایې هم لوړې شوې
افغانستان

د هرات خلکو شکایت: د تېلو بیو لوړېدو له امله، ولایتونو ته د تګ راتګ کرایې هم لوړې شوې

سپتمبر 2, 2026
د جمعه خان فاتح له خوا د یوې سنګسار شوې مور زوی د عدالت غوښتنه کوي
افغانستان

د جمعه خان فاتح له خوا د یوې سنګسار شوې مور زوی د عدالت غوښتنه کوي

سپتمبر 2, 2026
انټونیو ګوټرېش او امام علي رحمان د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې
افغانستان

انټونیو ګوټرېش او امام علي رحمان د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې

سپتمبر 2, 2026
شکېب: افغانستان دا نه مني چې د پاکستان نا امني پر افغانستان د برید لپاره بهانه وګرځول شي
افغانستان

شکېب: افغانستان دا نه مني چې د پاکستان نا امني پر افغانستان د برید لپاره بهانه وګرځول شي

سپتمبر 2, 2026
د امریکا یوې محکمې په زور د رحمان الله لکڼوال د اعتصاب ماتولو امر کړی
افغانستان

د امریکا یوې محکمې په زور د رحمان الله لکڼوال د اعتصاب ماتولو امر کړی

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

د حکومت ویاند: لاریونونه مو ځکه بند کړي چې په اسلامي قانون کې ځای نه لري

د حکومت ویاند: لاریونونه مو ځکه بند کړي چې په اسلامي قانون کې ځای نه لري

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
مجاهد: افغانستان له امریکا سره ډېپلوماټیکواو اقتصادي اړیکو ته اړتیا لري

مجاهد: افغانستان له امریکا سره ډېپلوماټیکواو اقتصادي اړیکو ته اړتیا لري

سپتمبر 3, 2026
د هرات خلکو شکایت: د تېلو بیو لوړېدو له امله، ولایتونو ته د تګ راتګ کرایې هم لوړې شوې

د هرات خلکو شکایت: د تېلو بیو لوړېدو له امله، ولایتونو ته د تګ راتګ کرایې هم لوړې شوې

سپتمبر 2, 2026
د جمعه خان فاتح له خوا د یوې سنګسار شوې مور زوی د عدالت غوښتنه کوي

د جمعه خان فاتح له خوا د یوې سنګسار شوې مور زوی د عدالت غوښتنه کوي

سپتمبر 2, 2026
انټونیو ګوټرېش او امام علي رحمان د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې

انټونیو ګوټرېش او امام علي رحمان د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې

سپتمبر 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist