Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: تېر کال ۴۳ پاکستاني وګړي د ترهګریزو برېدونو ترسراوي په تور نیول شوي

مجاهد اسلام اباد ته؛ پرافغانستان تورونه مه لګوئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/26

اسلامي امارت د شانګهای همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحق ډار هغه اندېښنې بې بنسټه بللي، چې کواګې له افغان خاورې پاکستان ته امنیتي ګوښونه متوجه دي.


د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له ملي ټلویزیون سره په تازه مرکه کې د اسحق ډار دغه څرګندونې له واقعیتونو سره په ټکر کې بللي او زیاته کړې یې ده، چې هېوادونه دې د کره شواهدو او مالوماتو پر بنسټ ادعاوې وکړي.


مجاهد څرګنده کړه:« کومې ادعاوې چې د یاد سازمان په غونډه کې شوې موږ یې ناسمې بولو، هغه سم مالومات نه دي. افغانستان د خپلو ستراتېژیکو اصولو له مخې اجازه نه ورکوي، چې نورې وسله والې ډلې دې په کې فعالیت ولري او یاد دې د افغانستان خاوره د نورو هېوادنو پر ضد وکارول شي او تاسې باید په یاد ولرئ هغه هېوادونه چې له مخکې یې ستونزې درلودې نو افغانستان ته د دې ستونزو نسبت نه کېږي.»


تېره ورځ د قرغزستان په کوربتوب  د شانګهای همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحق ډار یو ځل بیا تور پورې کړ، چې د افغانستان له خاورې پاکستان ته د ترهګرۍ  ګواښونه  وجود لري.


 یو شمېر پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې ډار دغه ګواښونه د پاکستان لپاره جدي اندېښنه بللې او دغه راز د سیمه ییز ټیکاوو او دوه اړخیزو همکاریو په اړه یې له چینايي سیال وانګ یي سره یوه  بېله ناسته کړې ده.


 بلخوا د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي چې د پاکستان پوځي رژیم تل  د خپلو کورنیو ستونزو پړه پر ګاونډیو هېوادونو اچولې.


د دوی په وینا، اسلام اباد  په کوردننه د سیاسي او اقتصادي ننګونو پر وړاندې تبعیضي چلن کړی چې دې چارې نه یوازې مخالفتونه زیات کړي بلکې په لویه کچه یې ناامنیو ته لاره هواره کړې ده.


د سیاسي چارو کارپوه  روح الله هوتک وایي: « دا د پاکستان حکومت له لوري د دواړو خواوو پښتنو زورونه ده چې ناامنۍ ته یې زمینه برابره کړې ده، پاکستان په تاریخي لحاظ افغانستان کې لاسوهنه درلودلې او بیا یې هم د افغانستان او سیمې د ناامنۍ کولو لپاره ملا تړلې ده؛ ځکه داخلي ستونزې قومي او اقتصادي ستونزې خپل پټې کړي او له همدې امله هم (ټي.ټي،پي) پیاوړي شوي دي. اسلامي امارت په هېواد دننه د داعش پر ضد عملیات ترسره کړي او دا په سیمه کې د ثبات لپاره مرسته کوي او دا د پاکستان د اوسني رژیم او چې پخوا یې هم مخینه درلودله او اوس هم ورته مخه کړې د مخدره موادو قاچاق، کر او نور مافیایي برخو کې د فساد له امله ښکېل پاتې شوی دی نو پاکستان خپل ملت له ځانه بې زاره کړی دی.»


د سیاسي او پوځي چارو کارپوه، احمد خان اندړ: « پاکستان نه یوازې افغانستان ته بلکې د شانګهای همکارۍ سازمان غړو هېوادونو ته هم ترهګر پخوا هم روزلي او اوس یې هم روزي. دلته دوی کمېشنونه اخلي له خپلو بادارانو نه او نوې پروژې ترلاسه کوي؛ پاکستان په نړۍ کې د سرطان هغه دانه ده چې د دې درملنه په کار ده.»


د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحق ډار وروستۍ څرګندونې داسې مهال مطرح شوي چې د شانګهای همکاریو سازمان په همدې ناسته کې د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د سیمه ییز ټیکاو لپاره د افغانستان پر ثبات ټینګار درلود.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist