Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متیو میلر: له عامو افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوو

متیو میلر: له عامو افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/06

په هېواد کې له سیاسي تحول وروسته د بې‌روزګارۍ کچې لوړېدل، طبيعي پېښې، پراخه کډوالي، اقلیمي بدلون او يو لړ نور عوامل د بې‌وزلۍ زياتېدو او پر بهرنيو مرستو د اتکا لامل شوي.

تازه د امريکا بهرنيو چارو وزارت ویاند متیو میلر ويلي، که څه هم امريکا د اوس لپاره په افغانستان کې هېڅ ډول حضور نه  لري؛ خو دې هېواد ته د زياتو بشري مرستو لېږلو له امله له ټولو مرستندويه هېوادونو مخکې ده.

میلر له افغانستان سره د امریکا له لوري د څه باندې دوه میلیارد ډالرو بشري مرستو یادونه کړې او زياته کړې يې ده، چې دا مرستې واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو راهيسې له افغانانو سره شوي.

میلرزیاتوي: « امریکا له افغانانو سره خپل ملاتړ ته دوام ورکوي. د دې لپاره یوه لار د لویو اقتصادي موضوعاتو حلول دي، چې کولی شي په افغانستان کې د روان بشري وضعیت غبرګون ته ثبات برابر کړي، اغېزناک ثابت شي او د هغو مواردو په کابو کولو کې مرسته وکړي، چې دا مهال په افغانستان کې بشري وضعیت لا پسې خرابوي.»

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بيا د امريکا بهرنيو چارو وزارت مسوولینو دې څرګندونو ته په غبرګون کې وایي، امریکا خپلې مرستې د بهرنيو موسسو له لارې پر افغانانو وېشلي دي.

مجاهد د امريکا له لوري د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو غوښتنې ترڅنګ ادعا کوي، چې ياد هېواد نه یوازې دا چې د افغانستان شتمني یې کنګل کړې، بلکې له لوېديځو هېوادونو سره يې د حکومت د رغنده اړيکو مخه هم نيولې.

هغه زیاتوي: « لویه موضوع دا ده چې د افغانسان د خلکو پیسې چې دوی کنګل کړي باید خلاصې کړي او غصب یې نه کړي، ځکه هغه افغانستان ته له هغو مرستو ډېره ګټه لري چې دوی یې کوي. بله دا چې د بندیزونو په لړۍ دې له سره غور وشي، ځینې بانکي سېستمونه بند دي، د سوداګرۍ مخه نیسي، کله کله یې د یوه ډیپلوماټيک فعالیت مخه نیولې ده، له نورو هېوادونو په ځانګړې توګه له غربي هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو د رغېدا مخه یې نیولې ده او همداراز د ملګرو ملتونو په سازمان کې یې د افغانستان د څوکۍ سپارلو مخه نیولې ده.»

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وايي، د نړيوالو بنسټونو له لوري له افغانستان سره کېدونکې مرستې د مرستندويه موسسو له لوري پر پراختيايي پروژو لګول کېږي او په دې توګه هڅه کېږي، چې په افغانستان کې د لوږې او بې‌وزلۍ ګراف ټيټ شي.

نظري زیاتوي: « هغه پیسې چې د نړیوالې ټولنې له لوري له افغانستان سره مرسته کېږي، زیاتره یې د زیربنايي پروژو، د بې وزلۍ کموالي، د کار زمینې برابرولو او د هېواد په ځان بسیاینې لګول کېږي او یوه برخه یې په بشر دوستان چارو کې زموږ د خلکو اړتیاوو پوره کولو لپاره لګول کېږي.»

کارپوهان د امریکا مرستې د لوږې او بې‌وزلۍ په کمولو کې موثرې ګڼي او وایي، حکومت باید دې هدف ته د رسېدو لپاره له افغانانو سره کېدونکې مالي مرستې پر پراختيايي پروژو ولګوي.

 د اقتصاد چارو کارپوه شاکر یعقوبي وايي: « هڅه دې وشي چې د افغانستان حکومت کورنیو ظرفیتونو ته په پام سره د بې وزلۍ د مدیریت کولو لپاره مناسبې داخلي حل لارې ولټوي او د بهرنیو مرستو په ځانګړ توګه د امریکا د مرستو کچه دې را ټيټه کړي.»

له دې وړاندې د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا د څار ځانګړې ادارې يا سيګار غوښتنه کړې، چې له افغانستان سره دې د واشنګټن مرستې د دغه هېواد د وزارتونو پر کار کړنو پورې مشروطې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist