Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي: پرافغانستان لګیدلي بندیزونه له افغان ولس سره ظلم دی

متقي: پرافغانستان لګیدلي بندیزونه له افغان ولس سره ظلم دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/06/01

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي وايي،هغو هېوادونو چې پرافغانستان بندیزونه وضع کړي، دا کار یې پرافغان ولس ظلم دی.

متقي وايي، پ رافغانستان د نړیوالو لګېدلي بندیزونه د ټولو نړیوالو نرمونو خلاف دي او داسې بندیزونه یې لګولي،چې افغانان نه درمل او نه هم خوراکي توکي را انتقالولی شي.

متقي له نړیوالو پوښتي،چې له یوه لوري د بشري حقونو خبره کوي او بل خوا بیا پر افغان ولس چې هم بشر دی، بندیزونه لګوي.

هغه زیاته کړه:« هرهغه لوري او هېواد چې پر افغانستان بندیزونه لګولي دي، هغوی له دې ولس سره ظلم کوي. په نړیوالو نرمونو کې داسې ماده، چې په ولس دې داسې بندیزونه ولګول شي،چې تجار او ولس هم ترې متاثره وي داسې بندیزونه لګول شوي چې نه بشر ته غذا او دوا راانتقال کیدای شي، نه حیواناتو ته او نه هم نباتاتو ته.  له نړیوالو دا پوښتنې کوو، چې ایا دا بشري حقوق دي؟ بشري اصول دي؟ ایا افغانان بشر نه دی؟ »

په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا د کابل پر وړاندې د واشنګټن پالیسي ناکامه یادوي او غوښتنه یې داده، چې نړیوال باید  د افغانستان له نظام سره د تقابل پر ځای د تعامل لار غوره کړي.

دوي وايي، ښه به دا وي، چې نړۍ د افغانستان حکومت او افغان ولس د یو ازاد ملت په توګه ومني، چې دا کار هم د نړۍ او هم  د افغانانو پر ګټه دی.

د سیاسي چارو شنونکی هاتف مختار وايي:« د امریکا ستراتیژي د افغانستان په هکله په بشپړه توګه ناکامه شوې او د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو ستراتیژي بې پرې نه ده. له نړیوالو مو غوښتنه داده، چې له اسلامي امارت سره دې د تفاهم او تعامل لاره خپله کړي. غوره لار داده، چې د افغانستان نظام او ملت منحیث د یوه خپلواک ملت ومني.»

په همدې حال کې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي  وايي، ټول افغانان د دې حق لر، چې په خپل هېواد کې با عزته ژوند ولري.

دغه راز متقي له نړیوالو غواړي،چې په دې پلمه دې نور افغانانو ته کیسونه نه جوړوي،چې ګواکې په خپل هېواد کې له ګواښ سره مخ دي، دلته هېچاته ګواښ نه شته دی، امنیت خوندي دی او ټول خلک ارام ژوند لري.

متقي زیاته کړې:« دا هېواد د ټولو افغانانو دی، که د چا حکومت خوښ وي او که نه وي، خو په دې هېواد کې د ژوند حق لري. د تجارت حق لري او د لوړ عزت حق لري، دا پیغام باید نړیوال واوري،چې افغانانو ته دې په دې نوم کیسونه نه اچوي،چې دلته یې سر ته ګواښ دی. د افغانستان استعدادونو، علمي کادرونو  او افتخاراتو ته دې صدمه نه اړوي، هغه دې له دې هېواد نه باسي. نور دې ظلم نه کوي بس دی.۲۰ کاله یې په دې ولس بمونه وغورځول .»

په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي،چې یوازې د کابل پوهنتون په سلګونه استادانو هېواد پریښی دی او بهر ته تللي دي،چې دې کار اندیښنې زیاتې کړي.

اوس اسلامي امارت ډاډ ورکوي،چې ټول هغه افغانان چې د ځينو شایعاتو او تبلغاتو له امله یې هېواد پرېښی دی، بهر تللي دي کولی شي، چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي او ډاډمن ژوند ولري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist