Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: پاکستان له سیاسي پلوه د ناورين ژورو ته د ننوتو په حال کې دی

متقي پاکستان ته؛ دا ځل به مو پر فضايي حریم تېری بې ځوابه پاتې نه شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/30

له تېرو درېیو کالو راهیسې پاکستان پرله پسې پرافغانستان تورې لګوي چې په افغان خاوره کې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي.ټي.پي) او ځینې نورې بهرنۍ وسله والې ډلې فعالې دي او له هغه ځایه پاکستان ته ګواښونه جوړوي.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، له دې سره پاکستان غواړي د خپلو داخلي مسایلو او ناکامیو پړه پرافغانستان واچوي او نړۍ ته ځان سپین وښي.

دوی زیاتوي، افغانان د پاکستان لپاره ګواښ نه دي بلکې د پنجاب سیاستونو اسلام آباد له ګواښ سره مخامخ کړی.

د دوی په خبره، د پاکستاني چارواکو او سیاستوالو له خوا پرافغانستان د تورونو پورې کول ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لاپسې خرابې کړي.

د سیاسي چارو کارپوه زمان ګل دهاتي وايي: « پر افغانستان دغسې تورونه لګول نه یوازې تهمت دی بلکې د دواړو هېوادونو اړیکې لا خرابولی شي. موږ غوښتنه کوو پاکستان پر خپلو پالیسیو له سره کتنه وکړي، کنه د پېښېدونکو حوادثو مسوولیت به خپله د همدوی پر غاړه وي.»

د سیاسي چارو کارپوه حکمت الله حکمت وايي: «دا د پنجاب هغه سیاست دی چې غواړي نړۍ ته قناعت ورکړي چې افغانستان کې داسې ډلې شته چې د دوی لپاره تهدید دی. زه وایم د پاکستان لپاره تهدید د دوی خپل سیاست دی، انسان وژنه ده او د پاکستاني وګړو حقونه تر پښو لاندې کول دي. افغانان د ټولو ګاونډیو پرتله د پاکستان لپاره خوندي خلک دي.»

د اسلامي امارت چارواکو ویلي،  ټي.ټي.پي او ناامني د پاکستان داخلي موضوع ده او پاکستان د بې ځایه او ناسمونو تورونو په پورې کولو سره غواړي د یوه باثباته او ځان بسیا افغانستان مخه ونیسي.

یو شمېر کارپوهان په دې اند دي چې پاکستان په افغانستان کې له مېشتو بهرنیو ځواکونو د دې لپاره پیسې واخیستې چې پر ډيورنډ فرضي کرښه د اغزن تار له تېرولو سره به پرکرښې د وسله والو اوښتو مخه ونیول شي، نو اوس چې اغزن تار بشپړ شوی، نو د وسله والو مسوولیت هم پاکستاني لوري ته ورګرځي.

د سیاسي چارو کارپوه عمر نهضت وايي: « دا هر څه په دوی پورې اړه لري او پر ګاونډیو هېوادونو یې ور اچول یوه پوچه او بې بنسټه ادعا ده. پاکستان نه غواړي په افغانستان کې تلپاتې ثبات راشي بلکې دلته یو ضعیف نظام غواړي ترڅو دوی په کې سوداګري وکړي.»

د سیاسي چارو کارپوه سید اکبر آغا وايي: « پاکستان په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو ته ډاډ ورکړی و، که دوی د اغزن سیم تېرولو لګښت ورکړي، دا د پاکستان مسوولیت دی چې له دې خوا افغانستان ته د اوښتونکو کسانو مخه ونیسي.»

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له یوې روسي رسنۍ سره په تازه مرکه کې پاکستان ته خبرداری ورکړی.

مولوي امیرخان متقي ویلي، د پاکستان له لوري د افغانستان د فضايي حریم نقض غندي او که د پاکستان پوځ بیا ځل د افغانستان پر هوايي حریم تېری وکړي، بې ځوابه به پاتې نه شي.

هغه زیاته کړې:« که د پاکستان حکومت د افغانستان هوايي حریم نقضوي یا یې نقض کړی دی، موږ دغه کار غندلی او ځواب مو هم ورکړی او که راتلونکي کې دغه کار تکراریږي، بیا یې هم غندو او ځواب ورکوو.»

پر افغانستان د پاکستاني چارواکو د تورونو لګولو په داوم تر ټولو تازه تور د دې هېواد لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې ولګاوه او یوځل بیا یې ادعا وکړه چې د پاکستاني طالبانو تحریک په ګډون د پاکستان د حکومت ضد ګڼې ډلې په افغانستان کې حضور لري، هغه څه چې اسلامي امارت یې ردوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist