Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
 متقي د ملګروملتونو سرمنشي له مرستیال مارټيڼ ګریفیټس سره کتلي

متقي: هڅه کوو حکومت نور هم ټول شموله کړو 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/25

د ناورې ناستې په دویمه ورځ د اسلامي‌امارت پلاوي او د امریکا او اروپايي ټولنې او د یو شمیر نورو لویدیځو هوادونو له استازو سره ناسته کې په ټولشموله حکومت بحث شوی دی.

د بهرنیو چارو چارسبمالی امیر خان متقي، چې د اسلامي امارت پلاوي مشري کوي وايي،حکومت یې ټول شموله دی او په سرپرسته کابینه کې د ټولو قومونو او سمتونو استازي موجود دي او دندې لري .  متقي وايي،که نړیوال د محمد اشرف غني تیر حکومت ټول شموله ګڼي،نو د هغه حکومت ټول کارکوونکي په خپل ځای او نه دي بدل شوي.

متقي  زیاته کړه:« که چیرې د ټول شموله حکومت مانا همدا وي،چې ټول قومونه دې په حکومت کې وي،نو دا خو شته دی.  که مانا  یې دا وي،چې ټول ولایتونه او ټول سمتونه دې په حکومت کې وي،دا خو هم شته دی. که چیرې د اشرف غني مخکینی حکومت همه شمول و، د هغه حکومت هیڅ څوک موږ له دندنو  نه دي لري کړي،چې شاوخوا ۵۰۰ زرره  خلک یې موږ سره کار کوي،نو کله چې پخوانی حکومت هم په خپل ځای دی، د هېواد له ټولو برخونه خلک موږ سره په حکومت کې شامل دي دا یو ښه پرمختګ دی،خو موږ یې کافي نه ګڼو او هڅه کوو،چې نور هم حکومت ټول شموله شي او ښه شي چې ټول خلک قانع شي او په فعلي نظام کې ځان وګوري.» 

د دغې ناستې یوه  ګډونواله محبوبه سراج،چې له کابله اسلو ته ورغلې،له خبرو مالومیږي،چې په ناسته کې د ځينو هغو افغان لوریو له خوا چې اوس له افغانستانه تښتیدلي دي، د ټول شموله حکمت د بحث پرسر داسې مسایل مطرح شوي،چې ان د افغانستان ویش هم په کې یاد شوی دی.

میرمن سراج وايي،د یوې افغانې په توګه یې تاریخ د افغانستان تاریخ پورې تړلی دی او چاته به اجازه ورنه کړي،چې افغانستان په څو ټوټو وویشي .

 هغه زیاته کړه:« زه خو نه شم کولای،چې اجازه ورکړم،ترڅو افغانستان په پنځه برخو وویشل شي او  هره برخه یې یو مملکت ونیسي او بیا  به موږ خوشحاله یو،چې هېواد لرو،نه دا اجازه نه شته دی. زه د یوې میرمنې د یوې افغانې په توګه او د داسې یو چا په توګه چې زما تاریخ د دې هېواد تاریخ پورې تړلی دی نه شم کولی،دا اجازه ورکړم .» 

اسلامي امارت وايي، د امریکا، بریتانیا، فرانیسې ایټالیا او قطر هېوادونو له استازو سره یې په بشري مرستو، روغتیا، اقتصادي او  د ښځو او بشري حقونو پر موضوعاتو خبري کړي او په باور یې دغه خبرې هیله بښوونکې وې او تر ډېره یې قناعت هم ورکړی دی. 

په بهرنیو چارو وزارت کې  د اقتصاد رییس شفیع اعظم  وايي:«  په دې کې د امریکا دمتحده ایالتو د بریتانیا، فرانسې، ایټالیا او د قطر هېواد استازي دي او ښه مجالس مو ورسره درلودل. د بشري مرستو چټکتیا، اقتصادي مرستې،امنیتي مسایل بشري حقونه او  د ښځو حقونه هغه مهم موضوعاتو ول،چې دواړو لوریو پر دې باندې بحث او خبري وکړې. همدا راز  اسلامي امارت د ناستې له ګډون والو سره خپلې لاسته راوړونې او موجوده ستونزې شریکې کړې.»

اخوا د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي، اسلامي امارت باید د نړیوال رسمیت ترلاسه کولو لپاره  ټول هغه مسولیتونه په ښه توګه او پروخت عملي کړي،چې د ناورې په ناسته کې یې منلي دي او له دې سره به افغانستان له نړیوالې انزوا ووځي او د بشري ناورین مخه به هم ونیول شي. 

د سیاسي چارو کارپوه حکمت الله حکمت  وايي:«  په دې ناسته کې پریکړې نه دي شوي،ولې دندې اخیستل شوي دي او مسولیتونه ویشل شوي دي. زموږ هېله داده،چې د افغانستان اسلامي امارت چې کوم مکلفیتونه او دندې ترلاسه کړي دي، د نړیوال مشروعیت او د نړیوالې همکارۍ د راجلبولو لپاره هغه په ښه تو ګه او په کم وخت کې اجرا کړي .» 

د تېرو څو ورځو راهیسې د ناروې هیواد پلازمینې اسلو کې د امیرخان متقي پر مشرۍ د اسلامي امارت پلاوی د امریکا او اروپايي ټولنې له استازو سربیره له ګڼو نورو هېوادو استازو سره په خبرو بوخت دي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي
افغانستان

اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي

مې 13, 2026
یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري
افغانستان

یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist