Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امیر خان متقي: اسلامي امارت له هېڅ لوري سره د ناندریو غوښتونکی نه دی

متقي: نه غواړو افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو زبرځواکونو دمنفي سیالیو په ډګر بدل شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/15

د زمري ۲۴مه؛ په افغانستان کې واک ته د اسلامي امارت د دویم ځلي رسېدو له درېیمې کلیزې سره برابره ده.

په دې تړاو د چهار شنبې په ورځ ( د ۱۴۰۳ کال د زمري پر ۲۴) د باګرام هوايي اډه کې جوړې شوې غونډې ته د  اسلامي امارت چارواکو د وینا پر مهال دغه ورځ د افغانانو د بریالیتوب ورځ وبلله او ټول خلک يې د شل کلنې مبارزې په سرته رسېدنه کې شریک وګڼل.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي وویل، سرپرست حکومت له ټولو هېوادونو سره د متوازنو سیاسي اړیکو په لټه کې دی او نه غواړي، چې افغانستان بیا ځلې د هېوادونو په منفي رقابتي ډګر بدل شي.

متقي زیاته کړه: «لکه څرنګه چې په کور د ننه زموږ پالیسي دا ده، چې ټول په ټولو ویاړونو کې شریک بولو، بهر ته مو هم اعلان دا دی، چې له ټولنې نړۍ سره متوازن سیاست او اړیکې غواړو او نه غواړو، چې افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو د منفي رقابتونو ډګر شي.»

بل پلو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، د سرپرست حکومت له واکمنېدو سره په ټول هېواد کې سرتاسري امنیت ټینګ شوی او د ټولو افغانانو سر و مال خوندي دی.

د عبدالکبیر په خبره، په هېواد کې د عمومې بښنې له اعلان وروسته هېچا ته زیان نه دی اوښتی او که دغه کار نه وای شوی، په هېواد کې به د وینې لښتي بهیدلي وای.

هغه زیاتوي: « واک ته له رسېدو وروسته اسلامي امارت په غچ اخیستلو لاس پورې نه کړ، بلکې خپلو ټولو مخالفینو ته یې بښنه وکړه. په دې بښنه کې ټول سیاسي چارواکي او نظامیان شامل دي. که چېرې زموږ مشر دغه بښنه نه وای کړې، په افغانستان کې به یو ځل بیا وینې بهېدلې وې.»

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست نورالله نوري وايي، د اسلامي امارت له بیاځلې واکمنۍ سره په هېواد کې هراړخیزه آزادي راغلې او خلک کولی شي، چې د قانون او شریعت په اډانه کې خپلې چارې ترسره کړي.

د نوري په خبره، یو شمېر هېوادونه په افغانستان کې رامنځته شوې آزادي او اسلامي نظام نه شي زغملی او پر وړاندې یې بېځایه مخالفتونه کوي.

نوري زیاتوي: «د افغانستان د خاورې او حکومت دوښمنان دلته راغلی اسلامي نظام، امنیت، آزادي او اقتصادي پرمختګ نه شي زغملی او منفي تبلیغات کوي.»    

پوره درې کاله وړاندې د زمري (اسد) پر ۲۴مه نېټه، د اسلامي امارت له شاوخوا شل کلنې مبارزې او جګړې وروسته جمهوري نظام را وپرځاوه او د دویم ځل لپاره واک ته ورسېد.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist