Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امیر خان متقي: اسلامي امارت له هېڅ لوري سره د ناندریو غوښتونکی نه دی

متقي: له نړۍ سره ټکر د افغانانو لپاره ښې پایلې نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/13

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي دغه وزارت کې دیني علومو د زده کړې یوې غونډې کې د وینا پر مهال د وزارت کارکوونکو ته د بهرنیو چارو وزارت اصلي دندې په ډاګه کړې.

امیر خان متقي وايي، نړۍ ته د افغانستان ښه تصویر وړاندې کول او له افغانستانه د هېوادونو  د خطر احساس اندیښنې رفعه او همدا راز له نړیوالو سره د رسمي اړیکو ټینګښت پرمټ مثبت اتصال رامنځ ته کول  د بهرنیو چارو وزارت مهمې دندې دي.

همدا راز متقي زیاته کړه چې له نړۍ سره ټکر د افغانانو لپاره ښې پایلې نه لري او دا د بهرنیو چارو وزارت اصلي دنده  ده چې افغانستان له نړۍ سره د ټګر له ګواښه وژغوري.

متقي وايي:«  د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او نړۍ د وصل کېدو مسوولیت لري، له افغانستانه د ضرر رفع کېدو مسوولیت لري او د ښه تصویر وړاندې کولو مسوولیت لري.»

امیرخان متقي وايي په بهر کې د افغانستان ۳۸ سیاسي استازوالۍ یې ترکنټرول لاندې دي او نږدې له ټولې سیمې سره تعامل لري او اوس باید د نړۍ هغه هېوادونه چې لا تراوسه د افغانستان له نظام سره تعامل نه لري باید د سیاسي اړیکو ټینګښت لپاره ور وړاندې شي.

هغه زیاتوي:« بهرنیو چارو وزارت سره د نړۍ په بېلابېلو برخو کې ۳۸ استازوالۍ په اړیکه کې دي او په اطاعت کې دي. له سیمې سره مثبت تعامل لرو، هم مو امنیت مثالي دی، پولې مو خوندي دي، د نشه يي توکو مخه نېول شوې، د ترانزیټ لپاره مو ښه سهولتونه رامنځته کړي او هم په ټول هېواد کې مخالفت نه شته، فساد له منځه تللی، ورځ په ورځ د پرمختګ نوي خبرونه اورو، نو د نړۍ هغو هېوادونو ته هم پیغام لرو، چې تر اوسه تعامل ته نه دي راوړاندې شوي، تعامل ته راوړاندې شي. د افغانستان ثبات لکه څنګه چې د افغانستان پر ګټه ده، د سیمې هم پر ګټه ده، د سیمې ثبات د نړۍ پر ګټه ده.»

دغه لوړپوړي افغان چارواکي له نړۍ سره د تعامل په برخه کې د خپل مشرتابه درېځ هم په ډاګه کړ چې په وینا یې له ټولو سره ښې او مثبتې اړیکې غواړي او نړیوال باید د اسلامي امارت دغه درېځ ته درناوی ولري .

متقي وايي:« زموږ د مشرتابه پالیسي دا ده چې له ټولو سره مثبت تعامل غواړو. موږ له ټولو سره سیاسي اړیکې غواړو، له ټولو سره اقتصادي اړیکې غواړو، نو دغه درېځ باید وستایل شي، ددې باید قدر وشي، باید پر درنه سترګه ورته وکتل شي. نن موږ خوشاله یو، چې نړۍ کې داسې کوم ځواک نه غواړي چې مخالفین تقویه کړي. دا د افغانستان لپاره یو ښه زیری دی. نن موږ خوشاله یو چې د افغانستان هېڅ یو مخالف له دې امله له افغانستانه نه دی شړل شوی چې په افغانستان کې ځای نه لري، بلکې هرڅوک راتللی شي،چې هېواد کې ازادانه ژوند وکړي.»

په ورته وخت کې متقي دا هم وویل چې نه غواړي افغانستان د سیمې هېوادونو د سیالیو په ډګر بدل شي.

دغونډې په پای کې امیرخان متقي د بهرنیو چارو وزارت له ټولو کارکوونکو وغوښتل چې د هېواد د ډيپلوماتانو په توګه باید د دیني علومو زده کړو زده کړو ته زیاته توجه وکړي او دا کار کولی شي چې په چارو کې ورسره مرسته وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول
افغانستان

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی
افغانستان

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو
افغانستان

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي
افغانستان

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي
افغانستان

کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

جون 18, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist