Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي له عراقچي سره خبرو کې د سیمې ثبات او امنیت د ټولو په ګټه بللي

متقي له عراقچي سره خبرو کې د سیمې ثبات او امنیت د ټولو په ګټه بللي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/21

د افغانستان او ایران بهرنیو چارو وزیرانو په ټیلفوني خبرو کې پر ګڼو مسایلو خبرې کړې. د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې خبر پرمهال د افغانستان بهرنیو چارو وزیر په ايران کې د روان وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ، هلته د لاریونونو د منفي اغېزو پر مخنیوي خوښي ښودلې او سیمه‌ییز امنیت او ټیکاو یې د ټولو هېوادونو په ګټه بللی.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په دې اړه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، متقي په ايران کې له ټولو اړخونو سره د ډېپلوماسۍ او خبرو اترو پر لومړیتوب ټینګار کړی او دا څه یې هلته د ټولو جهتونو لپاره غوره انتخاب یاد کړی.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي: « د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په ایران کې د روانو حالاتو د ناوړه پایلو پر مخنیوي خوښي وښوده او د سیمې امنیت او ثبات یې د ټولو په ګټه وباله. امیرخان متقي ډېپلوماسۍ او خبرو اترو ته د لومړیتوب پر ورکړې د ټینګار ترڅنګ د تعامل او د ډېپلوماسۍ مسیر دوام د ټولو اړخونو لپاره غوره انتخاب یاد کړ.»

د اعلامیې له مخې، د ایران بهرنیو چارو وزیر په دې هېواد کې د روان سیاسي وضعیت په تړاو د افغانستان دریځ ستایلی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې دوه اړخیزې اړیکې مخ پر ودې یادې کړې دي.

سیدعباس عراقچي د افغان او ایراني لوړ پوړو چارواکو تګ راتګ او لیدنې مثبتې ارزولې او د سوداګریزو همکاریو له پياوړتیا یې خوښي څرګنده کړې.

د سیاسي چارو شنونکی روح‌الله هوتک وايي: « د افغانستان اسلامي امارت په وروستیو څو کلونو کې له ایران سره ښې سیاسي او تجارتي اړیکې لري او دا د افغانستان اسلامي امارت د بهرني سیاست له اساسي لارښونو سره سمون لري. له ګاونډیو هېوادونو سره ښه تعامل ته لومړیتوب ورکول، د سیمې امنیت او ثبات ټینګول د دوه اړخیزو ګټو پر بنسټ اړیکې جوړوي. په ۲۰۲۱ کال د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې په سیاسي برخه کې له ایران سره عملي تعامل رامنځته کړی.»   

شنونکي د افغانستان او ایران اړیکې تاریخي او فرهنګي ګڼي او وايي، دواړه هېوادونه ګڼ خپلمنځي مشترکات لري او دا هغه څه دي چې دواړه هېوادونه له یو بل سره د ښو او نږدې اړیکو پاللو ته رابولي.

د دوی په باور، که له ایران سره سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پیاوړې شي، کولی شي له پاکستان سره د افغانستان د سوداګرۍ بندښت ډېره برخه جبران او د پر اسلام‌اباد سوداګریزه تکیه، تهران او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته ولېږدوي.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل‌احمد نادم وايي: « ایران او افغانستان ګاونډي هېوادونه دي او ګڼ فرهنګي او تاریخي مشترکات لري. افغانستان په وچه پورې تړلی هېواد دی او له همدې امله ایران ته ډېره اړتیا لري. وروسته له هغې چې پاکستان سره اړیکې خرابې شوې، ټول افغانان اوس د ایران له بندرونو ګټه اخلي.»     

لوړ پوړو افغان او ایراني چارواکو داسې مهال له یو بل سره د اړیکو پر لاټینګښت ټینګار کړی چې په تېرو نږدې پنځو کلونو کې د کابل او تهران اړیکې ښې ګڼل شو دې.

د دې ترڅنګ، په دې موده کې د دواړو خواوو د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه سفرونه او لیدنې هم ترسره شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist