Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي له ایراني چارواکو سره د اړیکو پر پیاوړتيا خبرې کړې

متقي له ایراني چارواکو سره د اړیکو پر پیاوړتيا خبرې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/05

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د ایران د بهرنیو چارو د وزیر له سلاکار محمد رضا بهرامي او په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بیګدلي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو کې د نوي فصل، وروستیو پرمختګونو، د اوبو او ایران کې مېشتو افغان کډوالو د وضعیت په تړاو خبرې کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سلاکار تهران سره د کابل اړیکې پیاوړي بللې دي او ټینګار یې کړی چې دواړه هېوادونه باید دوه اړخېزې اړیکې په ښه ډول مدیریت او پیاوړې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل وايي: « د هېواد د بهرنيو چارو وزير ايران سره د افغانستان اړيکې مخ پر ودې وبللې او ټينګار يې وکړ چې دواړه هېوادونه له شته فرصتونو بشپړه ګټه پورته کړي. ښاغلي بهرامي پر خپل وار کابل ته د ايران د بهرنيو چارو د وزير له وروستي سفر وروسته دوه اړخيزو اړيکو کې نوی پړاو ياد او ټينګار يې وکړ چې دواړه هېوادونه وکولی شي دوه اړخيزې چارې په ښه ډول مديريت کړي.»

له ایراني چارواکو سره دا لیدنې داسې مهال دي چې ایران تل د افغانانو د ناقانونه کډوالۍ او د نشه ‌یي توکو د قاچاق اړوند مسایلو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.

د نړیوالو اړیکو کارپوه سمیر انګار وايي: « لاهم ځینې ستونزې شته لکه د کډوالو وضعیت او د اوبو مساله چې باید بنسټیزې حل لارې ورته پيدا شي.»

د پوځي چارو کارپوه صادق خان شینواری وايي: « له دې فرصت باید هراړخیزه ګټه واخیستل شي؛ ځکه د دواړو هېوادونو اړیکې د سیمې په ثبات هم اغېز لري.» 

د سیاسي او پوځي چارو کارپوهان دا ډول لیدنې د دواړو هېوادونو د ډېپلوماټیکو اړیکو پیاوړتیا لپاره مهمې ګڼي او ټینګار کوي چې اسلامي امارت بايد د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې له داسې سياسي تګلارې ګټه واخلي چې د تعامل په برخه کې نوي پرمختګونه رامنځته کړي.

د پوځي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي:« د دې لپاره باید د افغانستان حکومت او افغانان هوښیار شي، ترڅو له دې وروسته د نړیوالو او ګاونډیو هېوادونو د سیاسي موخو قرباني نه شي.»

د نړیوالو اړیکو کارپوه ابولحسن صالحي وايي:« ځینې مسایل شته چې خبرو اترو او مذاکراتو ته اړتیا لري. په ایران کې د افغان کډوالو او د افغانستان د اوبو مسایل هغه څه دي چې باید د مذاکراتو له لارې د نړیوالو حقونو او دواړو هېوادونو د نافذه قوانینو په چوکاټ کې حل شي.»

بل پلو، چارواکي نړۍ سره د افغانستان د سرپرست حکومت تعامل کې د پرمختګونو یادونه کوي او وايي، اسلامي امارت هېواد کې د ثبات ټینګښت او ملي ګټو د خوندي کولو په موخه د ایران په شمول د سیمي او نړۍ له ګڼو هېوادونو سره اړیکې ټینګې کړې او تراوسه۵۰ هېوادونو کې د افغانستان کونسلګرۍ اسلامي امارت ته سپارل شوې دي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وايي: « روان کال به جدي هڅې وشي او موږ تمه لرو چې له نړۍ سره زموږ اړیکې لا پراخې شي. له نېکه مرغه موږ دا اوس هم د سیمې له هېوادونو سره ښې اړیکې لرو او نږدې ۵۰ هېوادونه له موږ سره پراخې اړیکې لري. دا لړۍ ورځ تر بلې لا پراخېږي، خو ښکاره خبره ده چې دا لړۍ به ستونزې او ننګونې هم ولري؛ ځکه ځینې هېوادونه داسې وو چې د اشغال په برخه کې یې ونډه لرله.»

دا په داسې حال کې ده چې دوې میاشتې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، کابل ته د خپل سفر پر مهال ویلي وو چې ایران د افغانستان له حالاتو اغېزمنېږي او له همدې امله ایران باید د افغانستان د برخلیک، بدلونونو او سیاستونو په تړاو حساس وي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist