Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي: له امریکا سره اړیکه لرو، خو تعامل وخت ته اړتیا لري

متقي: له امریکا سره اړیکه لرو، خو تعامل وخت ته اړتیا لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/24

د دولتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پرګرام په لړ کې، د چهارشنبې په ورځ بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د دې وزارت د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور وړاندې کړ.

نوموړي د راپور وړاندې کولو پرمهال د کابل او واشنګټن د اړيکو موجوديت روښانه کړ او تایيد یې کړه چې سرپرست حکومت له امريکا سره وصل دی او وخت ناوخت د ځينو مسايلو په تړاو دواړه لوري ناستې هم کوي.

متقي د يادو اړيکو اډانه کې په واشنګټن کې د افغانستان سفارت د بيا فعالولو هڅو ته هم اشاره کوي او زياتوي، دغو هڅو له دې امله پايله نه ده ورکړې چې له امريکا سره تعامل او عادي کېدل وخت ته اړتيا لري.

متقي په دې  اړه وايي: « موږ د امریکا له متحده ایالتونو سره په اړیکه کې یو او مخامخ دوه اړخیزې ناستې لرو. په امریکا کې د افغانستان د سفارت په اړه مو هم خبرې کړې دي، په ځانګړې توګه د کونسلي خدمتونو په اړه؛ خو تاسو پوهېږئ چې د متحده ایالتونو په څېر هېوادونه طبعا ً له افغانستان سره د خپلو تعلقاتو عادي کولو لپاره وخت ته اړتیا لري.»

د روسيې له لوري د اسلامي امارت د سرپرست حکومت رسميت پېژندنه د متقي د خبرو بل مهم ټکی و. نوموړی  باوري دی چې دا رسميت پېژندنه هېڅکله د چا پر ضد عمل نه دی.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي:« د روسیې له خوا رسمیت پېژندنه له نورو سره د ضد مانا نه لري؛ موږ له ټولو هېوادونو سره تعامل غواړو.»

دوې ورځې وړاندې ځينو پاکستاني رسنيو دې هېواد ته د مولوي اميرخان متقي د احتمالي سفر راپورونه خپاره کړل او تازه نوموړی هم د اګسټ په لومړيو کې پاکستان ته خپل سفر تایيدوي او وايي، هلته به له چارواکو پر شريکو سياسي او اقتصادي مسايلو وغږېږي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په دې اړه وايي: « موږ پاکستان ته د اګست میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې سفر لرو او په دې سفر کې به د سیاسي مسایلو ترڅنګ، پر سیاسي او له پاکستان سره نورو تړلو مسایلو بحث کېږي او په تېرو مجالسو کې شویو پرېکړې به تعقیب شي.»

د بهرنیو چارو وزارت نور چارواکي وايي، په تېرو یوه کال کې څلورو هېوادونو جرمني، ناروې، هند او اندونیزیا ته ډېپلوماټان معرفي شوي او دا لړۍ د پراخېدو په حال کې ده.

د دوی په خبره، له هېوادونو سره د اقتصادي او سوداګریز تعامل په برخه کې هم پرمختګونه شوي او قناعت ورکړل شوی چې په سترو سیمه ‌ییزو پروژو کې له افغانستان سره مشترک کار وکړي.

 د دوی په خبره، افغانستان د آسیا د وصل پر نقطې د بدلېدو په حال کې دی.

د بهرنیوچارو وزارت د اقتصادي اړیکو رییس شفیع اعظم وايي:« د ټاپي پروژې عملي چارې په افغانستان کې روانې دي او تقریبا ً ۱۴ کیلومټره پایپ لین غځېدلی او تر ۶۰ کیلومټرو یې هوار کاري شوې ده. همدارنګه د کاسا زر پروژه هم شته ده.»

په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت  چارواکي وايي، د تېر کال پرمهال د کونسلي خدمتونو په برخه کې بېلا بېل خدمات وړاندې شوي او هڅه کېږي چې دا خدمتونه لا زیات او معیاري شي.

د دې وزارت د کونسلي چارو ریاست وايي، په تېر یوه کال کې له ۱۷۰ زیاتو هېوادونو وګړو لپاره تر ۲۵۰ زرو وېزې صادرې کړې دي.

د  بهرنیو چارو وزارت د کونسلي چارو رییس شعیب بریالی وايي: « د تېر کال په اوږدو کې موږ له ۱۷۶ هېوادونو اتباعو ته د افغانستان وېزې ورکړې دي. موږ یوازې تېر کال د افغانستان ۲۵۰ زره وېزې صادرې کړې دي.»

د بهرنیو چاو وزارت چارواکو دغه هم وویل چې په تېر یوه کال کې یې له هېوادونو سره د تعامل په برخه کې ګڼې لاسته راوړنې درلودې چې د روسیې له لوري د رسمیت پېژندنې ترڅنګ، د سیمې اکثریت هېوادونو په کابل کې  سفارتونه پرانیستي او ګڼ شمېر لوېدیځ هېوادونه هم نیمه فعالې سیاسي استازولۍ لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist