Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امیر خان متقي: اسلامي امارت له هېڅ لوري سره د ناندریو غوښتونکی نه دی

متقي: د ټاپي پروژې عملي چارې به ژر پيل شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/29

که څه هم په تېرو درېیو کلونو کې څو ځله د افغانستان له خاورې پاکستان ته له ترکمنستان څخه د  ګازو نل لیکې یا پایپ لین اړوند ټاپي پروژې د پیل په اړه خبرې وشوې، خو  تر اوسه د دې پروژې عملي کار نه دی پيل شوی.

تازه د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي وايي، د ټاپي پروژې تخنيکي کارونه وروستي پړاو ته رسېدلي او ژر به یې د پیل خبر هم ورکړل شي.

د متقي په خبره، دا مهال په افغانستان کې د ټاپي پروژې د عملي کار پيل کېدو ته بشپړه زمينه برابره شوې.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست زیاته کړې: « ټاپي د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان ترمنځ د ګازو د لېږد نل لیکه ده، چې ټول اوږدوالی یې یو زر ۸۴۰ کیلو مټره دی. د دې نل لیکې ۲۱۴ کیلومټره د ترکمنستان په خاوره کې روغول شوې او د پاتې کار به له دې وروسته پيل کېږي.»

متقي دغه راز وايي، د ترکمنسان له چارواکو سره يې د هرات – تور غونډۍ ترمنځ د ريل پټلۍ پر غځولو هم هوکړه کړې ده.

د ټاپي نل ‌ليکه، د ترکمستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هندوستان ته لېږدوي او د معلوماتو له مخې، ټولټال ۱۰ ميليارده امریکايي ډالره لګښت به ولري.

متقي وايي: « د ټاپي پروژې ټول لګښت ۱۰ میلیارده ډالر اټکل شوی. هر کال به شاوخوا ۴۵۰ میلیونه امریکايي ډالره افغانستان ته د ټرانزیټ فیس ورکوي. دا نل لیکه به د رغونې او له هغه وروسته د کارونې پرمهال د ساتنې او مراقبت په برخو کې زرګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړي.»

ټاپي پروژه له ترکمنستانه پېلېږي او د افغانستان او پاکستان له خاورې په تېرېدو سره هند ته رسېږي، چې د دې پروژې په عملي کېدو سره به زرګونه کسانو ته د کار کولو زمینې پر برابرېدو سربېره به، افغانستان په کال کې څه باندې ۴۰۰ میلیونه ډالر حق‌العبور هم تر لاسه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist