Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
 متقي د ملګروملتونو سرمنشي له مرستیال مارټيڼ ګریفیټس سره کتلي

 متقي د ملګروملتونو سرمنشي له مرستیال مارټيڼ ګریفیټس سره کتلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/01/25

د ملګرو ملتونو سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټس د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی او د اسلامي امارت له مشرانو سره یې لېدلي دي. 

د دغه پلاوي په ترکیب کې د پاملرنې نړیوال بنسټ، یونېسف او د ماشومانو خوندیتوب موسیسې چارواکې شامل دي. 
د مارټین په مشرۍ د ملګرو ملتونو پلاوي د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره لیدلي او د ښځو کار پربندیز او  د دوی پر چارو یې اغیزې او همدا راز  د نجونو زده کړو پر ځنډ یې اندیښنې ښودلي دي.

مارټین ډاډ ورکړی دی،چې په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې به له ۲۸ میلیونو افغانانو سره د ۴،۶ ملیاردو ډالرو په ارزښت مرستې ووشي. 

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمدتکل وايي:« د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال مارټين ګریفیټيس د یوه لوړ رتبه پلاوي په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت له بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره وکتل. نوموړي په  ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې افغانستان ته د ۴، ۶ میلیارده ډالرو په ارزښت د مرستو د راجلبولو او په ۲۸ میلیونه افغانانو یې د ویش خبر ورکړ. د ملګرو ملتونو مرستیال د ښځو کار او زده کړو په اړه خپلې اندیښنې او د دوی پر کاري برخه یې اغیزې هم شریکې کړې.»

بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان  متقي دلیدنې پرمهال ویلي، افغانستان د نړیوالې ټولنې برخه ده او ملګري ملتونه مسوولیت لري،چې د افغانستان او نړۍ په نږدې کولو کې سالم رول ولوبوي. 

متقي له ملګرو ملتونو غوښتي دي،چې نیوکې دي وکړي،خو په افغانستان کې شته فرصتونه او وروستۍ لاسته راوړنې دې په ریښتیني توګه له نړیوالو سره شریکې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وايي:« افغانستان د نړیوالې ټولنې برخه ده او ملګري ملتونه لوی مسوولیت لري،چې د افغانستان او نړۍ په نږدې کولو کې رغنده رول ولوبوي، متقي له راغلي پلاوي غوښتنه وکړه،چې د نیوکو او خلاو ترڅنګ په افغانستان کې وروستۍ لاسته راوړنې او فرصتونه په ریښتیني توګه له نړیوالې ټولنې سره شریک کړي.» 

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا کابل ته پرله پسې د ملګرو ملتونو لوړپوړي پلاوي راتګ یو ښه فرصت یادوي،چې اوس  اسلامي امارت ته په لاس ورغلی او باید ګټه ترې واخېستل شي او پر خپلو وروستیو کورنیو پریکړو له سره غور وکړي. 

د پوهنتون استاد جنت فهیم وايي:« د اسلامي امارت لپاره ښه فرصت په لاس ورغلی دی،چې د ملګرو ملتونو مرستیال افغانستان ته راغلی دی.د دې مانا داده،چې د نړۍ او افغانستان ترمنځ د خبرو لپاره یوه نوې دروازه لاهم خلاصه ده،کله چې نړۍ له افغانستان سره نږدې کیدو لپاره یو ګام  اخلي نو اسلامي امارت باید دوه ګامونه اوچت کړي.» 

ځينې نور بیا وايي، اوس د افغانستان په تړاو د سیمې او نړۍ نظر مثبت بدلون کړی،که اسلامي امارت  د تفاهم لاره غوره کړي،نو د رسمیت پیژندنې ستونزه به ژر حل شي. 

د سیاسي چارو کارپوه قریب الرحمان شهاب وايي:« اوس طالبانو ته یو غوره فرصت برابر شوی دی،چې د تفاهم له لارې د نجونو زده کړو، د ښځو کار او ځينو نور مسایل دي،چې دا حل کړي.

د ملګرو ملتونو او له خپلو افغانانو سره تفاهم ته ورسیږي،چې دا به د افغانستان د بحران لا ژورېدو مخه ونیسي او که دغه مسله اوږدیږي، بیا به څوک مذاکرې ته زړه نه ښه کوي او نه به هم څوک راځي. نو بنآ دا یو غوره فرصت دی،چې باید استفاده ترې وشي، اوس داسې نښې شته دي، که طالبان لږ د تفاهم لاره غوره کړي،د رسمیت پیژندنې مسیر په لندېدو ښکاري،ځکه دسیمې او نړۍ په نظریاتو کې ځينې بدلون لیدل کیږي.»

د ملګرو ملتونو مرستیال مارټین ګریفیټس د رئیس الوزرا له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره هم لیدلي او په دغه لیدنه کې یې د بشري مرستو لپاره د ښځنیه کارکوونکو شتون اړین بللی دی او غوښتنه یې کړې،چې اسلامي امارت باید ښځو ته د کار اجازه ورکړي. 

له هغې وروسته چې اسلامي امارت په کورنیو او بهرنیو غیر دولتي موسسو کې د ښځو پرکار بندیز ولګاوه او د نجونو ټولې زده کړې یې وځنډولې، دا د ملګرو ملتونو درېیم لوړپوړی پلاوی دی،چې کابل ته راځي او له حکومتي مشرانو سره ګوري.

کتوونکي دغو تګ راتګونو ته د فرصت په سترګه ګوري او غوښتنه یې دا ده،چې باید استفاده ترې وشي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist