Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي د قزاقستان بهرنیو چارو وزیر سره پر دوه اړخیزو همکاریو او سیمه ییزو فرصتونو خبرې کړې

متقي د قزاقستان بهرنیو چارو وزیر سره پر دوه اړخیزو همکاریو او سیمه ییزو فرصتونو خبرې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/12

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د قزاقستان جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر مرات نورتلیو سره په کابل کې کتلي.

بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، اقتصادي همکاریو، سیمه ‌ییزو فرصتونو، ټرانزیټي پروژو او د سیاسي تفاهم پر زیاتوالي خبرې کړې.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل وایي، متقي د افغانستان په وړاندې د قزاقستان جمهوریت د مثبت دریځ ستاینه کړې او هیله یې څرګنده کړې چې د سیاسي او اقتصادي تعامل د لا پراختیا لپاره له رامنځته شویو فرصتونو مثبته ګټه واخیستل شي.

تکل په دې اړه وايي: «د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د قزاقستان جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي مرات نورتلیو سره وکتل. په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، اقتصادي همکاریو، سیمه ‌ییزو فرصتونو، ټرانزیټي پروژو او د سیاسي تفاهم پر زیاتوالي هر اړخیز بحث وکړ. د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان اړوند د قزاقستان جمهوریت له مثبت دریځ قدرداني وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې د سیاسي او اقتصادي تعامل د لا پراختیا په خاطر له رامنځته شویو فرصتونو مثبته استفاده وشي.»

تکل زياتوي، د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته په لومړي ځل له راتګ د امنیت د ډاډ ترڅنګ ویلي، قزاقستان غواړي په اوږد مهال کې د افغانستان په ثبات، ټرانزیټ د خوړو خونديتوب او په ټوله کې په هر اړخیز پرمختګ کې مثبت رول ولوبوي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند په دې اړه وايي: « همدا راز په ناسته کې ښاغلي مرات نورتلیو افغانستان ته په لومړي ځل راتګ له امنیت څ د اطمینان څرګندولو ترڅنګ وویل چې اراده لري له افغانستان سره سیاسي اړیکو، اقتصادي او علمي همکاریو ته توسعه ورکړي. هغه په ټینګار سره وویل چې قزاقستان غواړي په اوږد مهال کې د افغانستان په ثبات، ټرانزیټ د خوړو امنیت او په ټوله کي په هر اړخیز پرمختګ کې مثبت رول ولوبوي.»

بله خوا، د سیاسي چارو شنونکي بیا وایي، د سیمې له هېوادونو سره د اسلامي امارت سیاسي او اقتصادي اړیکې مهمې دي او له یادو هېوادونو یې هم غوښتنې دا دي چې له سرپرست حکومت سره له هر اړخیزو همکاریو سربېره، د روسیې په څېر رسمیت پېژندنې ته را وړاندې شي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « دا لاسته راوړنه د اسلامي امارت د بهرنیو پالیسیو له سترو لاسته راوړنو ګڼل کېږي. دوی وکولی شول په دې خېطه کې پرتو هېوادونو سره یا تر دې هم ها خوا هېوادونو سره اقتصادي تعاملات رامنځته کړل. زما نظر دا دی چې باید نور هېوادونه هم دې پروسې ته را ودانګي او له شته فرصتونو ګټه واخلي.»

د حقوقي چارو شنونکی اسماعیل ځدراڼ وايي: « زه فکر کوم که دا هېوادونه د افغانستان حکومت پر رسمیت هم وپېژني؛ ځکه چې روسیه یو نړیوال زبرځواک هېواد دی او اسلامي امارت یې پر رسمیت وپېژانده. نو دوی هم باید ورته ګام پورته کړي؛ په دې سره به راکړه ورکړه ډېره شي او د رېل پټلیو په څېر پروژې به هم دوی او هم افغانستان ته ګټه ورسوي.»

له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې په افغانستان بیا ځل اسلامي امارت واک ته ورسېده، په سیمه کې له نورو هېوادونو سربېره له قزاقستان سره یې سیاسي او اقتصادي اړیکو نوی شکل غوره کړی.

قزاقستان له سرپرست حکومت سره د عملي همکارۍ هڅې پیل کړې او دا اړیکې اوس مهال د متقابلې سوداګرۍ، ټرانزیټ، پانګونې او سیاسي تفاهم پر بنسټ ولاړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist