Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي: د سیمې په ځینو هېوادونو کې د داعش روزنیزو مرکزونو په اړه اندېښنه لرو

متقي: د سیمې په ځینو هېوادونو کې د داعش روزنیزو مرکزونو په اړه اندېښنه لرو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/08

د مسکو فارمټ د ۷مې غونډې ګډونوالو هېوادونو استازو په يوه ګډه اعلاميه کې ټینګار کړی چې افغانستان او شاوخوا هېوادونو کې د هېڅ هېواد پوځي حضور د منلو نه دی او دا د سیمې امنیت او ثبات ته زیان رسوي.

دوی له هغو هېوادونو چې د افغانستان د اوسني وضعیت مسوول دي غوښتنه کړې چې د افغانستان بیارغونې او راتلونکي پرمختګ په برخه کې خپلې ژمني عملي کړي.

د مسکو فارمټ په دې غونډه کې ګډونوالو د یوه خپلواک، یو موټي او سوله ییز هېواد په توګه د افغانستان د ملاتړ اعلان کړی.

په دې غونډه کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ويلي، په افغانستان کې وسله ‌والې ډلې ځپل شوې او له ګډونوالو هېوادونو يې غوښتي چې له دې فرصت څخه د سيمې دايمي ثبات او امنیت لپاره ملاتړ وکړي.

بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي زیاته کړې: « لومړی باید دا واضحه وي چې زموږ او ستاسو سیمه کې د امنیت موضوع د اسلامي امارت له راتګ سره نه ده را پیدا شوې. د دې سیمې امنیتي موضوعات تر څلورو لسیزو زیات تاريخ لري. تېر شل کاله په افغانستان کې بهرنی حضور او له دې غیر مشروع حضور سره د سیمې د ځینو هېوادونو همکاري د امنیتي ستونزو د جوړېدلو اساسي لامل وو چي له نېکه مرغه په تېرو څلورو کلونو کي د ناامنۍ ټول عوامل په افغانستان کي له منځه تللي. زموږ نظر دا دی چې دې مثبت پرمختګ سره همکاري وشي او لا ښه مدیریت شي؛ تر څو بیا پخوانۍ تېروتنې تکرار او دغه راز زموږ سیمه بیا د تېرو محاسبو او نیمګړو پالیسیو له امله د ناامنۍ قرباني نه شي.»

د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د وسله والو ډلو شتون په کلکه در کړی او ویلي یې دي چې ځینې هېوادونه غواړي خپل مسوولیت پر افغانستان بار کړي او نړۍ ته یې د یوه خطر په توګه معرفي کړي.

‌د بهرنیو چارو وزیر په دې اړه زیاته کړه: « تاسي ته معلومه ده چې څه موده وړاندې د څو هېوادونو ګډه اعلامیه خپره شوه چې په کې افغانستان کې د بېلا بېلو ډلو د شتون موضوع مطرح شوې وه.‌ غواړم په ډېر واضح ډول ووایم چې افغانستان کې هېڅ داسې ډله شتون نه لري چې د افغانستان له خاورې په استفادې نورو هېوادونو ته ستونزې جوړې کړي. هیله ده چې له ناامنۍ د ځورېدونکو هېوادونو مسوولین خپل مسوولیت په خپله اوږه واخلي. زه په ډېر تأسف سره وایم چې ځینې لوري فعاله هڅه کوي چې په تېرو څلورو کلونو کې د راغلې ارامۍ او امنیت د ستایلو پر ځای، افغانستان سیمې ته د خطر په حیث معرفي کړي. زه دغه هڅې په کلکو ټکو غندم او له ټولو هېوادونو غواړم چې د افغانستان په قضیه کې د عیني واقعیتونو او خپلو معلوماتو په رڼا کې مستقل دریځ خپل کړي؛ تر څو وتوانېږو د سیمې مشکلاتو ته عملي او مؤثره تګلاره خپله کړو.»

د بهرنیو چارو وزیر د داعش او نورو وسله والو ډلو د مرکزونو په اړه وویل چې د دغو مرکزونه د سیمې په نورو هېوادونو کې دي او افغانستان له دې امله اندېښنه لري.

متقي زیاته کړه: « زموږ اطلاعات دا دي چې په دې وروستیو کې داعش او ځینو نورو ډلو د سیمې په نورو هېوادونو کې د تجهیز او روزنې مراکز جوړ کړي چې د افغانستان حکومت ته د نګرانۍ او تشویش وړ دي.»

د بهرنیو چارو وزیر د نشه يي توکو پر کرکیلې بندیزونو ته هم اشاره وکړه او وویل، په افغانستان کي د مخدره موادو د کښت له بندیدو سره له افغانستانه د باندي په بیساري ډول د مخدره موادو کښت، تولید او قاچاق زیات شوی او د سیمې هیوادونه باید په خپلواکه توګه د دغو موضوعاتو په اړه څېړنې وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist