Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي: د سيمه ‌ييز پيوستون پر نقطې د افغانستان بدلېدو شرايط برابر شوي

متقي: د سيمه ‌ييز پيوستون پر نقطې د افغانستان بدلېدو شرايط برابر شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/20

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د تهران خبرو اترو په فورم کې د امنيت، ثبات او د ترهګرۍ او نشه ‌يي توکو پر اړوند مسايلو غږېدلی.

ملوي امیر خان متقي د داعش په ځپل کېدو سره امنيت تامين ګڼلی او دغه راز يې ياد امنيت د افغانستان ترڅنګ د سيمې پر ګټه هم ياد کړی.

متقي د نشه ‌يي توکو کښت او کاروبار پديده بللې او ډاډ يې ورکړی چې سرپرست حکومت په افغانستان کې د يادو توکو کر او توليد صفر کړی.

دغه راز متقي د هلمند سيند د اوبو تړون په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، سرپرست حکومت د ایران حق ‌‌آبې په تړاو بد نیت نه ‌لري او په خبره يې کابل له تهران سره په دې اړه د ستونزو حل ته ژمن دی.

متقي زیاته کړې: « د ایران اسلامي جمهوریت خلک چې زما غږ اوري، باید پوه شي چې موږ هېڅ ډول بد نیت نه لرو، حتا د اسلامي امارت رییس الوزرا ښاغلي عراقچي ته وویل، که تړون هم نه وي، موږ دا خپل مسوولیت ګڼو چې د سیستان او بلوچستان بېچاره او تږیو خلکو ته اوبه ورسوو، همدا زموږ پالیسي ده.»

متقي دا ادعا هم کړې چې په تېرو شاوخوا ۴ لسيزو کې د افغانستان بهرني سياست انډول نه درلود او په خبره يې له همدې کبله د قدرتونو د سياليو ښکار شوی.

نوموړي ډاډ ورکړی چې د واقعيتونو درک او اقتصاد محوره پالیسۍ پر بنسټ د افغانستان بهرنی سياست متوازن شوی او په دې توګه يې د سيمې پيوستون پر نقطې بدلول غواړي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دې اړه ویلي: « افغانستان له ۴۷ کاله بېنظمۍ او په ځانګړې توګه له تېر ۲۰ کالن بهرني اشغال وروسته د خپل سیاسي ژوند نوي پړاو ته داخل شوی او کولی شي د همپالنې، د توکو ټرانزیټ او انرژۍ د څلورلارې په توګه د سیمې او نړۍ په تحولاتو کې مثبت رول ولوبوي. موږ په څه کم وروستیو څلورو کالو کې په دې بریالي شوو چې په ټول هېواد کې امنیت ټینګ کړو، داعش او نورو فتنه اچوونکو ډلو ته د پای ټکی کېږدو. کله چې موږ متوازن سیاست ته مخه کړې او دا موجوده حالت د ټولو ګاونډیانو، سیمې او نړۍ پر ګټه دی، ښکاره خبره ده چې هغوی هم هڅول کېږي چې له موږ سره ښې اړیکې ولري.»

بله خوا د ایران ولسمشر له ګاونډیو او په ځانګړې توګه له افغانستان سره د ښو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او په ټولو برخو کې يې د يادو اړيکو د پراخولو لپاره چمتووالی ښودلی.

مسعود پزشکيان دغه راز په ايران کې مېشتو افغان کډوالو ته د اسانتياوو رامنځته کولو ډاډ هم ورکړی. د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي چې د کډوالو ستونزو په حلولو کې د پرمختګ له لارې د کابل او تهران اړيکې لا ښې کېدای شي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « موږ په تېرو درې څلورو کالو کې زیاتې لاسته راوړنې لرو. له ترهګرو سره مبارزه، د نشه يي توکو کنټرول، د خلکو ترمنځ د اتحاد او اتفاق لپاره کار، د دې سیاستونو او پالیسیو نتیجه ده.»

د سیاسي چارو شنونکی محمد سلیم پیګیر وايي: « ښاغلي متقي په دې ناسته کې وکولی شول چې د افغانستان د خلکو غږ په ټولو برخو کې د نړۍ تر غوږونو ورسوي. پاتې شوه د حق آبې موضوع، دا حالاتو ، شرایطو او ورښتونو ته په کتو له ایران سره معامله شي.»

د ايران او افغانستان ترمنځ د متقابلو همکاريو پر پراختيا د دواړو هېوادونو چارواکو بحثونه داسې مهال دي چې ټاکل شوې نن سه شنبه په بېجينګ کې د چين، پاکستان او فغانستان درې اړخيزه ناسته وشي.

په دې ناسته کې به هم پر شريکو اندېښنو د بحث ترڅنګ د همکاريو زياتولو پر لارو چارو د درې ‌واړو هېوادونو چارواکي وغږېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist