Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
 متقي د ملګروملتونو سرمنشي له مرستیال مارټيڼ ګریفیټس سره کتلي

متقي: د افغانستان اوسني بهرني سیاست معیار اسلامي ارزښتونه او ملي ګټي دي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/07

د افغانستان  اسلامي امارت  د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي ویلي، هېڅ کله به هم د نورو ګټو لپاره خپل ولس او هېواد قرباني نه کړي او د هېوادونو ترمنځ په متوازن بهرني سیاست باور لري

متقي ویلي، د بهرني سیاست معیار یې اسلامي ارزښتونه او د هېواد ملي ګټې ټاکلي دي او له متقابلو لوریو سره پر همدې اساس مخکې ځي. 

متقي زیاته کړې:« موږ له هېڅ چا سره کار نه لرو. غوره متوازن بهرنی سیاست موږ په کار اچولی دی او خپلې اسلامي او ملي ګټو مو معیار ګرځولي دي، نه د افغانستان خاوره ،حکومت او ولس د چا د ګټو لپاره قرباني کوو او نه د هغوي  د ګټو لپاره د بل پرخلاف  اقدامات کوو .» 

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي، ورځې بلې ته کابل کې د هېوادونو سفارتونو شمېر زیاتیږي او ګڼو هیېادونو ژمنه کړې ده،چې خپل سیاسي استازي به کابل ته رالیږي. 

دغه راز متقي ویلي،کله چې افغان ډیپلوماتیک پلاوی بهر ته ځي او یا هم بهرنیان کابل ته راځي ،تعامل یې ورسره رسمي دی. 

هغه زیاته کړې:« له نړۍ سره مو تعامل داسې دی،چې ورځ په ورځ کابل کې سفارتونه خلاصیږي،سربېره په هغو سفارتونو،چې د اکسټ ۱۵ مې له تحولاتو وروسته هم په کابل کې پاتې شول،د سعودي عربستان ،متحده عرب اماراتو سفارت کابل ته راغی، په دې وروستیو کې د هندوستان سفارت راغی،همداسې نورو هېوادونو هم ژمني کړي دي،چې سفارتونه به یې کابل ته راځي. دا یو پرمختګ دی. زموږ او ستاسو پلاوي که بهر ته ځي او که څوک له بهره راځي تعامل مو له یوبل سره رسمي دی.» 

متقي چې په بهرنیو چارو وزارت کې افغان دیپلوماتو ته وینا کوله وویل ټول سوداګریز بندرونه مو خلاص دي اوسوداګري په سمه توګه پرمخ روانه ده  او د افغانستان ترانزیټ د ځواکمنتیا په حال کې ده،چې دعواید له زیاتوالي سره مرسته کوي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist