Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

متقي: حکومت مو ټول شموله دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/13

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی امیر خان متقي، چې د یو لوړپوړوي دولتي پلاوي پر مشرۍ پاکستان ته تللی، د ترویکا ناستې د غړو هېوادونو له استازو سره تر لیدنو وروسته یې پرون  پلازمېنه اسلام‌اباد کې د سټراټیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ کې د وروستي تحول، نوي حکومت بهرنۍ پالیسۍ، پاکستان سره پر اړیکو او سیمه ییز اتصال خبرې وکړې.

 متقي د سیمې اتصال لپاره افغانستان مهم بللی او ټینګار یې کړی، چې د سوېلي او مرکزي اسیا د وصل لپاره کار کوي.

متقي وايي:«موږ نه غواړو، هېواد مو د لویو قدرتونو د سیالۍ او مقابلو قرباني شي. موږ باور لرو، چې اقتصادي راکړه ورکړه او اقتصاد کې همګرایي د سیمې ثبات کې رول لري. افغانستان د خپل ځانګړي موقیعت له امله د سیمې په اتصال کې مثبت رول لوبولی شي او د سیمې اتصال کې د پل رول لوبولی شي. له ازبکستان، پاکستان ته د سوداګریزو توکو کاروان ورسېد. موږ به دې ته وده ورکړو.»

متقي د ګاونډ او سیمې هېوادونو د اندېښنو په اړه وايي، د دوحې تړون له مخې ژمن دي، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارېږي او په افغانستان کې داسې ډله نه شته، چې د پاکستان ضد فعالیتونه دې وکړي.

متقي زیاتوي:« افغانستان کې اوس داسې ډلې نه شته، چې د پاکستان خلاف دې فعالیت ولري. موږ هم  په دې هم خوشاله یو، چې د پاکستان حکومت او ټي ټي پي ترمنځ مذاکرات شوي او اوربند شوی دی. موږ هڅه کوو، چې دې ته ودوه ورکړو، ترڅو دا اوربند او مذاکرات دایمي شي. د دې عوامل پیدا نه شي، چې سبا لپاره ستونزه رامنځته کړي.»

داسلامي‌ امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر خپلو خبرو کې پر افغانستان د نړیوالو فشارونو ته هم اشاره وکړه، او زیاته یې کړه، چې کابینه خو ټول شموله ده، د هر قوم او سیمې خلک په کې شته، نړۍ دې له موږ نه غواړي، چې مخالف په کې ومنو.

متقي دغه راز غوښتنه وکړه، که نړۍ داسې اصلاحات غواړي، چې د افغانستان پر ګټه وي، نو د ګډ کار او همکارۍ له لارې دې ورسره مخته ولاړ شي او په وینا یې که بیا هم فشارونه راوړي، دا په دې مانا ده، چې له تېرو تجربو نه یې درس نه دی اخېستی.

امیر خان متقي د اسلام ‌اباد ستراتېژيکو مطالعاتو مرکز کې له وینا وروسته، هلته مېشتو افغان کډوالو سره لېدنه کې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه اورېدلي او د حل ډاډ یې ورکړی دی.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist