Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
 متقي د ملګروملتونو سرمنشي له مرستیال مارټيڼ ګریفیټس سره کتلي

متقي: افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون په اړه اندېښنې بې ځایه دي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/25

 د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو متلونو ۷۷ یمې اسمبلۍ  ته په خپله وینا کې، تور پورې کړ،چې افغانستان د وسله‌ والو ډلو  په خوندي ځای بدل شوی دی.

شریف داعش،د پاکستان طالبانو تحریک، القاعده،د ختیځ ترکستان او د ازبکستان اسلامي حرکتونه هغه ډلې بللي،چې د هغه  په باور افغانستان کې دي.

هغه زیاته کړې:« پاکستان د سترو ترهګرو ډلو د خطر په تړاو چې افغانستان کې فعالیت لري،د نړیوالې ټولنې مهمه اندېښنه له تاسو سره شریکه کوي، په ځانګړي ډول د داعش، د پاکستان طالبانو تحریک، القاعدې، د ختیځ ترکستان او د ازبکستان اسلامي حرکتونو. اړتیا ده،چې د دې ټولو سره د اوسنیو افغان چارواکو په ملاتړ په موثره او بشپړه توګه معامله وشي.» 

د اسلامي امارت بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په یوه ناسته کې د شهباز شریف څرګندونو ته په اشارې سره  وویل، د نړۍ مغرضې کړۍ او استخبارات په دې بوخت دي،چې افغانستان نړۍ ته د تروریزم مرکز معرفي کړي.

متقي زیاتوي:« زموږ امنیت نن تر هغې کچې پورې پیاوړی دی،چې دښمن مو یوازې او یوازې د سړک پر سر یا جومات کې برید کولی شي، پر یوه پوسته یا دولتي ودانۍ باندې د برید جرات نه شي کولی او نه هم امکانات لري. دا د ښه امنیت نښه ده. د نړۍ مغرضې کړۍ او استخبارات پر دې بوخت دي، چې افغانستان نړۍ ته د تروریزم مرکز معرفي کړي.» 

د افغانستان پخواني ولسسمشر حامد کرزي د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف څرګندونې،چې ګواکې تروریستي ډلې په افغانستان کې مرکزونه او فعالیت لري، نا سمې او له واقعیته لرې بللي. 

هغه زیاته کړې:«له کلونو کلونو پېښو دا ثابته شوې،چې د مسئلې حقیقت کاملاً برعکس دی، یعنې افغانستان د تروریزم قرباني دی او د تروریستي ډلو ځالې له لسیزو راهيسې ترننه پورې په پاکستان کې دي او د پاکستان د حکومت تر مستقیم ملاتړ لاندې له هغه ځایه د افغانستان پر خلاف استعمال کېږي.» 

په ټولنیزو رسنیو کې هم د پاکستان د لومړي وزیر څرګندونې غندل شوي او پاکستان د ترهګرو پټن ځای بلل شوی دی.

د سیاسي چارو شنونکي وايي، په تیرو شلو کلونو کې شواهد او اسناد ښي،چې وسله والې ډلې تل د پاکستان استخباراتو روزلي او افغانستان کې یې د خپلو ګټو لپاره جنګولي دي او د افغانستان او سیمې امنیت او ثبات تل د پاکستان د خاورې څخه ننګول شوی دی.

د پاکستان چارواکو چې دندې یې پرېښې په دې اړه اعتراف کړی دی،چې افغانستان کې د وسله والو ډلو ملاتړ پراساس دوی خپلې ګټې خوندي کړي دي.

دغه راز شنونکي وايي، پاکستان تل هڅه کړې،چې افغانستان په نړیواله انزاو کې وساتي.

د دوی پر وینا،د  پاکستان ګټې د افغانستان په جګړه دي او تل پاکستاني چارواکي هڅه کوي، افغانستان له یوې بلې جګړې سره مخ کړي.

د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي:«  دوی( پاکستان) تل داسې سیاست لوبولی دی،چې نړۍ ته یې داسې ښکاره کړي،چې پاکستان د تروریزم ضد دی او په افغانستان کې تروریزم روزل کېږي. افغانانو تر اوسه پورې خپل ابدي دښمن نه دی پېژندلی دی.د پاکستان استخبارات،جنرالان او د پاکستان نظام  د افغانانو او د افغانستان ابدي دښمن دی.» 

د شنونکو په باور،پاکستان د افغانستان په تړاو تل جګړیز دریځ نیولی او بهرنۍ تګلاره یې د افغانستان پر بې ثباتۍ ولاړه ده.

دوی وايي،اسلامي امارت باید د پاکستان پر وړاندې خپل سیاست سخت کړي او افغانستان کې د دوی لاسوهنه بنده کړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist