Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي: رسنۍ باید د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي

متقي: افغانستان کې داعش ډله ځپل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/20

له تېرو درېیو کلونو راهیسې په وار وار د سیمې او نړۍ یو شمېر هېوادونو سیاسي او پوځي چارواکو ادعاوې کړي، چې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې فعالیتونه د پراختیا په حال کې دي هغه ادعا چې اسلامي امارت په کراتو رد کړي او ویلي، یې دي چې یاده ډله په افغانستان کې سخته ځپل شوې او د سر راپورته کولو توان نه لري.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي له نړۍ والې ټولنې او ملګرو ملتونو غوښتې چې په سیمه کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو مرکزونو په له منځه وړلو کې له جدي اقدماتو کار واخلي.

متقي زیاتوي:« په همدې خاطر موږ پر نړیوالو غږ کوو چې له افغانستانه بهر په سیمه کې د داعش او ورته ډلو مرکزونه له منځه یوړل شي، که دا کار ونه شي، زیان یې ټولو ته رسیږي، له څنګه چې مو ولیدل ولې یې مرکزونه فعالیت کوي.»

امیرخان متقي د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی، خو په خبره یې ځینې هېوادونه له افغانستانه بهر ترهګرو ډلو ته د فعالیت اجازه ورکوي.

 متقي زیاته کړې، چې د امنیت په برخه کې افغانستان کې هېڅ ستونزه نشته او یو ځل بیا ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره به د هېچا پر ضد ونه کارول شي.

هغه زیاتوي:« ولې د هغو کسانو مخه نه نیول کېږي، چې داسې ډلې ترې استفاده کوي، ولې کسان ورکوي، ولې خام مواد په اختیار کې ورکوي، ولې یې ټرانزیټ ته پاملرنه نه کېږي، ولې یې د تګ راتګ پر لارو غور نه کېږي. افغانستان کې هېڅ ستونزه نشته. که چېرې ستونزه شته، نو له افغانستان بهر ده او باید پاملرنه ورته وشي.»  

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د عاشورا په مراسمو کې له ځانګړو تدابیرو خوښي ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې اسلامي امارت د هېوادوالو ترمنځ توپیر نه کوي او په خبره یې په تېرو ۲۰ کلونو کې له عاشورا مراسمو سیاسي ګټه پورته کېده او سرپرست حکومت ته بیا د اهل تشیع هېوادوالو ژوند مهم دی او هېچته اجازه نه ورکوي، چې د دوی له ژوند څوک سیاسي ګټه پورته کړي. 

مقتي وايي:« د اسلامي امارت د استخباراتو اطلاعات دا وو، چې له یوه کال دمخه د داعش او د هېواد او خلکو د دوښمنانو موخه دا وه، چې څنګه د عاشورا په ورځو کې خونړي بریدونه ترسره کړي، خو الحمدلله هغه تدابیر چې نیول شوي وو، دا یوه لویه لاسته راوړنه ده. ځینې کړۍ تبلیغ کوي چې محدودیتونه وضعه شوي وو، خو دې ته متوجه نه دي، چې له ۲۰ کلونو راهیسې له دې مراسمو سیاسي استفاده کېدله. تاسې لیدل چې په سړکونو کې یوې خواته د وېرجنو غونډې وې او بلې خوا ته یې امبولانسونه وو چې مړي او ټپيان یې لېږدول او له هغې یې سیاسي او اقتصادي استفاده کوله.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ۱۴۰۳ کال د غویي میاشتې په شپږمه د  بهرنیو چارو سرپرست مولوي امیر خان متقي د افغان-قزاق سوداګرۍ فورم د پرانیستې مراسمو کې ویلي، په یوه ګاونډي هېواد کې داعش ته بشري ځواک تیارېږي، له دویم ګاونډي را تېرېږي او درېیم ګاونډي هېواد کې یې د پلان جوړوني او تمویل مرکزونه دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist