Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي: افغانستان کې داعش ډله په بشپړه توګه ځپل شوې

متقي: افغانستان کې داعش ډله په بشپړه توګه ځپل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/08/28

د ایران پارلمان یو اووه کسېزه پلاوی کابل ته راغلی دی او د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره یې کتلي دي.

د یاد وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل وايي، د دواړو خواوو ترمنځ کتنه کې پر امنیتي وضعيت، د نشه‌يي توکو پر ضد پر مبارزې، د قاچاق پر مخنیوي، د پولو پر امنيت خونديتوب او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سوداګرۍ خبرې اترې وشوې.

تکل زیاته کړې: « د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په دغه ناسته کې وویل چې د ا.ا.ا په راتګ سره سم، هېواد کې بشپړ امنیت ټينګ شوی دی او افغان امنیتي ځواکونه توانېدلي دي چې د داعش ترهګرو ډله له منځه یوسي. دغه سرتا سري امنیت نه یوازې د افغانتسان بلکې د سیمې او نړۍ په ګټه هم دی.»

متقي زياته کړې، له نشه يي توکو سره د مبارزې په اړه اغېزناک ګامونه پورته شوي او د کوکنارو کښت نږدې صفر ته راښکته شوی او په خبره یې افغانستان اوس مهال د هېوادونو تر منځ د اتصال پر مرکز بدلېدونکی دی.

ایراني پلاوي بیا ویلي، د قاچاق مخنیوي، د سرحدي ستونزو مدیریت او په ناقانونه توګه دواړو خواوو ته د خلکو تګ راتګ مخنیوي په اړه باید دواړه لوري پر ګډه سره کار وکړي.

ضیاء احمد تکل وايي: « د ایران استازو په دغه ناسته کې وویل چې د قاچاق د مخنیوي، سرحدي ستونزو د مدیریت اوغیر مجاز لرونکو خلکو د تګ راتګ مخنیوي په اړه دواړه لوري باید کار وکړي او حل لار ورته پیدا کړي.»

د ایران د مهر دولتي خبرې اژانس ویلي، د ايران بهرنيو چارو وزير حسین امير عبداللهیان له امیر خان متقي سره په ټلیفوني خبرو کې یو ځل بیا په هلمند سیند کې د ایران پر حقابې ټینګار کړی او افغانستان ته یې د ایران د تخنیکي ډلې سفر ته په اشارې ویلي، چې د اوبو په تړاو د ۱۳۵۱ کال د تړون پر بنسټ دا ډول کتنې د لا ډېرې روڼتیا له رامنځته کولو سره مرسته کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼې یوه برخه:« حسین امیر عبداللهیان په ایران کې په پراخه کچه د افغانستان د اوسېدونکو حضور ته په اشارې زیاته کړې، تهران د افغانستان د امنیت، ثبات او د خلکو د هوساینې لپاره په افغانستان کې دننه د ټولو خواوو پر همکارۍ ټینګار کوي.»

 په همدې حال کې د سیاسي چارو کارپوهان د متقي او ایراني پلاوي ترمنځ ليدنې او د بهرنيو چارو له وزير سره د ټليفوني خبرو په تړاو بېلابېل لیدلوري لري.

 د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی وايي: « زما هېله دا ده چې زموږ ګاونډیان په دغه شته مسایلو کې له افغانانو سره مرسته وکړي او د افغانانو لاسنوی وشي. دلته مثبت ګامونه پورته کړي څو افغانستان کې سوله او امنیت راشي، سوله او امنیت نه یوازې د افغانستان په ګټه ده بلکې زموږ د ګانډیانو په ګټه هم ده.»

 د سیاسي چارو کارپوه احمد خان اندړ بیا وايي: « افغانانو د تاریخ په اوږدو کې له ګاونډيانو سره ډېرې ښې اړیکې ساتلي دي.»

په دې ټلیفونې مکالمه کې مولوي امیر خان متقي د هلمند سیند  اوبو د وېش په ګډون د یو لړ مسایلو پر سر بحث ترڅنګ عبداللهیان کابل ته بللی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist