Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي: افغانستان له لارې د مرکزي او سوېلي اسیا نښلولو لپاره باید له ګډو پروژو ملاتړ وشي

متقي: افغانستان له لارې د مرکزي او سوېلي اسیا نښلولو لپاره باید له ګډو پروژو ملاتړ وشي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/17

د افغانستان، منځنۍ اسیا هېوادونو او ازربایجان د څېړنیزو مرکزونو ناسته کابل کې د بهرنیو چارو وزارت د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز په کوربه توب او نوښت جوړه شوه.

په دې ناسته کې د افغانستان، اذربایجان، تاجیکستان، ترکمنستان، اوزبېکستان، قرغیزستان او قزاقستان هېوادونو د څېړنیزو مرکزونو مشرانو او متخصصانو برخه لرله.

د یادې ناستې موخه د منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ سیمه ییز اتصال، انرژي، اقتصادي همکارۍ، سوداګري او ثبات ګڼل شوي دي.

بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ناستې ته خبرو کې وايي: «د افغانستان او د اذربايجان په شمول د منځنۍ اسیا هېوادونو تر منځ اړیکې په عملګرایانه، فرصت‌محوره او همکارۍ ‌محوره روایت ولاړې او له بل هر وخت ډېرې پیاوړې او پراخې شوې دي.»

متقي ناستې ته خبرو کې دغه راز ویلي چې له شته اقتصادي او ټرانزیټي فرصتونو باید ګټه پورته شي؛ دا ځکه چې افغانستان د مرکزي او سوېلي اسیا د اتصال لپاره ستر ظرفیت لري او اړتیا ده چې سترې ګډې سیمه ییزې اقتصادي او ټرانزیټي پروژې لکه کاسا زر، ټاپي، د اوسپنې پټلۍ پروژه، لاجوردو لار او افغان – ټرانس په څېر پروژو ملاتړ وشي.

بهرنیو چارو وزیر په دې اړه وايي: « اقتصادي او ټرانزیټي فرصتونه؛ افغانستان د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د طبیعي نښلوونکي پله په توګه د سیمه‌ییز نښلون لپاره ستر ظرفیت لري. اړتیا ده چې د کاسا-۱۰۰۰، ټاپي، ټاپ، د لاجوردو لار، د افغان– ټرانس د اوسپنې پټلۍ پروژه او نورې ګډې سیمه‌ییز ټرانزیټي لارې او پروژې د دقیقو اقتصادي مطالعاتو، راتلونکي لید او څېړنیزو ارزونو له لارې ملاتړ وشي. څېړنیز مرکزونه باید د دې پروژو ګډې ګټې روښانه کړي، ترڅو د هېوادونو ترمنځ متقابل باور پیاوړی شي.»

امیرخان متقي په سیمه کې د روانو جګړو او شخړو په تړاو اندېښنه وښوده او زیاته کړه چې په سیمه ییزه فضا کې روانو جګړو او شخړ د اقتصاد، تګ راتګ، خواړو، انرژۍ او امنیت د تامین په برخه کې ژور بدلونونه راوستي او په داسې شرایطو کې مطالعاتي اوڅېړنیز مرکزونه نه یوازې اکاډمیک رول لري بلکې د دغو ستونزو او شخړو د ښه مدیریت لپاره د علمي او عملي حل لارو وړاندې کول هم د دوی مسوولیت دی.

متقي په دې اړه زیاته کړې: « په ګډه سیمه‌ییزه فضا کې روانې جګړې او شخړې د اقتصاد په ځنځیر، تګ راتګ او د خواړو او انرژۍ د امنیت په تامینولو کې ژور بدلونونه راوستي دي. په داسې شرایطو کې د مطالعاتي او څېړنیزو مرکزونو رول یوازې اکاډمیک نه دی بلکې کولی شي د فکري همکارانو او د سیمه‌ییزې ډېپلوماسۍ د هڅوونکي په توګه د دغو شخړو د مدیریت او د سیمه‌ییزې همغږۍ د پیاوړتیا لپاره علمي او عملي لارې چارې وړاندې کړي.»

بهرنیو چارو وزیر دغه راز د امریکا او ایران ترمنځ له شوې هوکړې هم هرکلی وکړ او زیاته کړه چې په سیمه کې د جګړو پای ته رسېدل د ټولو په ګټه دي.

امیرخان متقي هیله وښوده چې د ایران او امریکا ترمنځ د شوې هوکړې ټولې ژمنې عملي شي.

نوموړي زیاته کړې: « دا چې د ایران اسلامي جمهوریت او د امریکا متحده ایالتونو له اوږدو خبرو وروسته توافق ته رسېدلي، که پر دغو توافقاتو عمل وشي، نو دا یو مثبت پرمختګ دی. په دې کې هېڅ شک نه شته چې سیمه کې جګړه د ټولې سیمې په زیان ده؛ امن او سوله د ټولې سیمې او نړۍ په ګټه دي. موږ امېد لرو چې دغه توافقات عملي شي.»

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر د خپلو خبرو په دوام زیاته کړې چې د کابل په کوربه توب د دې سیمه ییزې ناستې اصلې موخه دا ده چې د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د راتلونکو سیمه ییزو همکاریو د موضوعاتو په اړه د تحلیلي بحثونو او تخصصي نظریاتو تبادلې او د پالیسي محوره حل لارو وړاندې کولو لپاره یو مناسب بستر رامنځته شي.

امیرخان متقي د غونډې ګډونوالو ته په ډاګه کړه چې افغانستان له منځنۍ اسیا هېوادونو سره د ژورو دیني، تمدني او جغرافیايي اړیکو او پرګډو اقتصادي فرصتونو باور لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist