Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
 متقي د ملګروملتونو سرمنشي له مرستیال مارټيڼ ګریفیټس سره کتلي

متقي: افغانستان د ځان بسیاینې لپاره مرستو ته اړتیا لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/21

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي وايي،اسلامي امارت د  رسمیت پېژندنې لپاره د نړیوالو ټولې غوښتنې پوره کړي دي.

 له  ۷ میاشتو زیاته موده کېږي،چې افغانستان له یوې اوږدې خونړۍ جګړې راوتلی دی.

له جګړې وروسته افغانستان د نړیوالو اقتصادي او سیاسي بندیزونو سره مخ شو،چې ورځ تربلې په کې اقتصادي کړاو په زیاتېدو دی او دلته بیا هم ټولې سترګې د نړۍ مرستو ته اوړي.

نړیوالو اسلامي امارت ته یو لړ شرایط په مخکې ایښي،چې اسلامي امارت یې د پوره کېدو ډا‌ډ ورکوي.

نړۍ له افغان حکومت غواړي،چې ښځو ته د زده کړو،کار اود حکومت په اډانه کې نورو لوریو ته ځای ورکړي.

بشري حقونو ته درناوی هم یو له دې شرطونو دی.

اوس له دې ټولو سره سره د اسلامي امارت بهرنیو چارو سرپرست وزیر  امیر خان متقي وایي،د نړۍ غوښتنې پوره شوي، خو د ځان بسیاينې لپاره مرستې ته اړ دي.

متقي زیاته کړه:«اسلامي امارت ټولې هغه غوښتنې پوره کړي دي،چې نړیوال یې غواړي. د رسمیت پېژندنې ټولې اړتیاوې پوره شوي دي،د ځان بسیا لپاره موږ د پرمختګ په برخه کې مرستې ته اړیو.»

نړیوالو له افغانستان سره د مرستو بهیر جاري ساتلی دی،خو په دې موده کې وضیعت عادي شوی نه دی، بانکونو ته لاس رسی محدود دی او پانګونې لپاره پانګه وال لاس کې پیسې نه لري.

په سیمه کې د اوکراین او اوس په پاکستان کې سیاسي کشمکش د افغانستان پر وضیعت منفي اغیز کړی دی.

د سیاسي چارو شنونکی  طارق فرهادي وايي:« په حقیقت کې د افغانستان پېژندل د نورو هېوادونو کار دی،خپله افغانستان فشار نه شي راوستلی،خو زه دوو شیانو ته متوجې یم، یو د اوکراین روان جنګ،چې د هېوادونو سیاسي او جیوپولیټیک خطونه تغیروي، دا یو تاثیر لري بل پاکستان کې اوسنی وضیعت په دې ورځو کې،چې هلته بدلون راځي او که نه؟ دا اغیز لري.»

خو پوښتنه دا ده،چې څنګه کېدای شي، افغانستان په ځان بسیا شي او له اقتصادي کړکېچ راووځي؟

د سیاسي چارو شنونکی  عزیر پاچا تڼی وايي:« زما په نظر د افغانستان د مسلې حل په یو او بل منلو او وخت ورکولو کې دی، ملي مسایلو ته په درناوي کې دی، ترڅو چې  موږ ټول افغانان یو او بل ونه منو، د افغانستان د مسلې حل راته مشکل ښکاري.له هرڅه نه وړاندې اسلامي او دینې مسایل لومړي خط کې واچو، ځوانانو ته وخت ورکړو.»

ټاکل شوې  ده، چې په نږدې راتلونکې کې د ملګرو ملتونو پر مشرۍ افغانستان کې د اقتصادي او بشري ناورین د مخنوي لپاره لوی کنفرانس جوړ شي، هغه کنفرانس کې به له نړیوالو وغوښتل،چې افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي. 

اوس مهال نړیوال ډېر د اوکرین او روسیې په جګړې تمرکز کوي او د افغانستان لور ته لېوالتیا د اوس لپاره کمه لیدل کېږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist