Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په رسمي سفر چین ته تللی 

متقي: افغانستان به نور د هېوادونو د سیالیو ډګر نه وي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/16

د لویې جرګې تالار یوځل بیا د یوې سترې لمانځغونډې شاهد و، دغه لمانځغونډه واک ته د اسلامي امارت د څلورم کال د پوره کېدو په موخه جوړه شوې وه چې د بهرنیوچارو وزیر په ګډون ګڼ شمیر نورو وزیرانو او بهرنیو ډېپلوماتانو په کې ګډون درلود .

په دغه لمانځغونډه کې د بهرنیوچارو وزیر مولوي امیرخان متقي ډاډ څرګند کړ چې له دې وروسته افغانستان نور د هېوادونو د سیالیو ډګر نه وي.

متقي غربي او نړیوالو هېوادونو ته ډاډ ورکړ چې د سیمې هېوادونو سره یې د تعامل او اړیکې دا مانا نه لري چې نړیوالې ټولنې او غربي هېوادونو سره اړیکې نه غواړي.

هغه زیاته کړې:« له دې وروسته به موږ د یوه هېواد لپاره بل هېواد سره دوښمني نه کوو، له دې وروسته به افغانستان د منفي رقابتونو، لویو قدرتونو د منفي سیالیو ډګر نه وي، افغانستان به د اتصال، اقتصاد او د وصل ډګر وي. الحمد الله په دې کې تر اوسه ښه کامیابه شوې یو. الله (ج) دې نوره کامیابي هم را په برخه کړي. نړۍ ته هم دا وایو، که مو له ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې ښې دي، که مو د سیمې له هېوادونو سره اړیکې ښې دي، دا په دې مانا نه ده چې موږ له نورو هېوادونو او غربي هېوادونو سره مثبتې اړیکې نه غواړو، نه. زموږ سیاست متوازن دی، پالیسي مو همدغه پالیسي ده، متوازنې اړیکې، ښې اړیکې له ټولو سره غواړو. اقتصادي اړیکې غواړو، سیاسي اړیکې غواړو، راشه درشه غواړو، دا چې څوک نه رامخته کېږي، دا په هغوی پور اړه لري.»

همدا راز متقي وايي، اسلامي امارت د خپل متوازن بهرني سیاست پر بنسټ توانیدلی چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره په اقتصادي او سیاسي برخو کې اړیکې ټینګي کړي او په ګڼ شمېر هېوادونو کې له ۴۰ زیاتې سیاسي استازولۍ لري.

متقي زیاتوي، ځېنو غربي هېوادونو ته یې هم ډېپلوماتان استولي او په دغه برخه کې هم د پرمختګ په حال کې دي.

هغه په دې اړه وايي:« د اسلامي امارت د متوازن سیاست له برکته مو له ټولې نړۍ سره مثبتې اړیکې دي. د سیمې له هېوادونو سره مو فوق العاده اړیکې دي، اقتصادي اړیکې دي، سیاسي  اړیکې دي، د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ۴۱ فعاله سفارتونه او کونسلګرۍ لرو او د تجارت سلسله مو ورځ تر بلې پراخېږي او مختلفو سیمو ته غځېږي، تاسو به خبرېږئ چې ځېنو اروپايي هېوادونو ته هم زموږ ډېپلوماټان تللي دي او دا سلسله به نوره هم دوام کوي.»

د سیاسي چارو کارپوهان بیا په دې باور دي چې له هېوادونو سره د سیاسي اړیکو ټینګښت او تعامل رامنځ ته کولو په برخه کې له ستونزو سره سره اسلامي امارت پرمختګونه لري .

دوی وايي، د مسکو له لوري د اسلامي امارت رسمیت پېژنده له اقتصادي او سیاسي پلوه د افغانستان پر ګټه ده چې دا یوستر پرمختګ ګڼل کیږي.

د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي:« له نړۍ سره د اړیکو په سیاست کې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په ویاړ سره ویلی شي، هغو ستونزو ته په کتو چې د نړیوال استخبار لخوا د افغانانو پر وړاندې پرتې دي، بیا هم وکولی شو چې د نړۍ له ډېرو هېوادونو، نړیوالو سازمانونو سره خپلې اړیکې مثبت لوري ته سوق کړي او بلاخره په نړۍ کې یو زبرځواک د امنیت شورا غړی هېواد افغانستان پر رسمیت وپېژني.»

 د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« موږ له روسیې سره د رسمیت پېژندنې پرمختګ درلود چې هغه خپله په اقتصادي، ټولنیزه او سیاسي برخو کې لوی پرمختګ ګڼل کېږي.»

 اوس تمې دا دي  چې د منځۍ اسیا او په تېره بیا هغه هېوادونه چې له روسیې اغیزمن دي ښايي په نږدې راتلونکي له اسلامي امارت سره د رسمي ډېپلوماتیکو اړیکو د ټینګښت اعلان وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist