Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
 متقي د ملګروملتونو سرمنشي له مرستیال مارټيڼ ګریفیټس سره کتلي

متقي: احمد مسعود او اسماعیل خان ته مو هېواد ته د راتګ بلنه ورکړه 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/11

د افغانستان  بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي تهران کې له ایراني چارواکو سره تر لېدنو وروسته احمد مسعود او د هرات له پخواني والي اسماعیل خان سره لېدلي دي.

امیرخان متقي ملي ټلویزیون ته ویلي،احمد مسعود او د هرات پخواني والي اسماعیل خان سره یې لېدنه کې هغوی ته ډاډ ورکړی دی،چې پرته له کومې اندېښنې خپل هېواد ته راشي او له  افغانانو سره ګډ ژوند وکړي.

متقي زیاته کړه:« هو! له قوماندان اسماعیل خان او احمد مسعود سره هم مې په ایران کې ولیدل او نورو افغانانو سره مو هم ولیدل. ټولو ته مو ډاډ ورکړ،چې هرڅوک راتلی شي افغانستان کې ډاډه ژوند تیرولی شي. دلته د هرچا خپل کور ده،موږ چاته ستونزې نه رامنځته کوو. هرڅوک په ازادۍ سره راتلی شي او خپل هېواد کې وخت تیرولی شي.»

د مقاومت جبهې مشر سره د ناستې همکاري باور کېږي،چې د ایران سپاه پاسداران برابره کړې ده.

تهران ته د متقي له سفر وړاندې دافغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی کابل ته راغلی و او ښایي هغه د اسلامي ‌امارت د سیاسي مخالفینو پیغام راوړی وي.

دایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده  هیله‌ مندي ښودلې ده،چې دغه ناسته به ښيې پایلې ولري.

خطیب ‌زاده وايي:« ایران د افغانستان په تړاو ټولییز لیدلوری لري. موږ سمت او سیمې ته نه ګورو او د افغانستان د ټولو قومونو په اړه مو لید لوری یو ډول دی. ایران د بېلابېلو افغاني ډلو کوربه وو. تهران له دې وړاندې هم په دې تړاو نوښت کړی دی او د دواړو ډلو ترمنځ اوسنۍ خبرې هم ډېرې ښې وې. موږ  تمه لرو،چې د افغانستان ثبات لپاره به ګټورې تمامې شي.»

ایران دوه لسیزې وړاندې هم د اسلامي اماررت پرخلاف د شمال ټلوالې ملاتړ کاوه او اوس هم داسې ښکاري چې پالیسي یې هماغه پخوانۍ ده.

د خلاصون لارې شورا مشر  اکبر اغا وايي:« په داسې حلاتو کې چې افغانانو له ایران سره لویه همکاري وکړه،چې د امریکایانو تګ  له افغانستانه، دا له ایرن سره همکاري وه، نو باید مثبت رول ولري،خصوصا د افغانستان مخالفې ډلې،چې هغه ایران اوس ځای ورکړی،باید ایران د دې پرځای چې  افغانستان کې مخالفت ایجاد کړي،مخالفین خپل کور ته راشي.»

اخوا د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا وايي، ایران د خپلو ګټو په درشل کې دی او که اسلامي امارت تعامل ونه کړي، پر رسمیت پېژندل به ستونزمن شي.

د سیاسي چارو شنونکی  ویس ناصري  واي:« طالبانو په حپل سیاست ټینګار به د افغانستان مسله حل نه کړي. دا سفرونه به اوس پایله ونه لري،خو په اوږد مهال کې به طالبان د نړیوالو تر فشار لاندې تنازل وکړي او یو پراخ حکمت به رامنځ ته کړي.»

اوس به څرګنده شي،چې د اسلامي امارت او د مقاومت د جبهې ترمنځ د بندو دروازو ترشاه  په کومو مسایلو توافق ته رسېدلي دي.

له دې وړاندې مقاومت په حکومت کې د پراخې ونډې غوښتنه کړې وه،هغه څه چې اسلامي‌ امارت له وړاندې رد کړې ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist