Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مایکل مک‌کال یو ځل بیا افغانستان کې د داعش ډلې حضور پراخېدو په اړه اندېښنه ښودلې

مایکل مک‌کال یو ځل بیا افغانستان کې د داعش ډلې حضور پراخېدو په اړه اندېښنه ښودلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/31

په افغانستان کې واک بیا ځلې د اسلامي امارت له رسېدو سره سم، د سیمې ځېنو هېوادونو په ګډون نړیوالې ټولنې او په تېره بیا امریکا د داعش ډلې د حضور او پراخېدو په تړاو اندېښنې ښودلي.

تازه د امریکا د استازو جرګې بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مک‌کال ویلي، د سرپرست حکومت له راتګ او د بګرام په ګډون د افغانستان د یو شمېر زندانونو له ماتېدو وروسته د داعش زرګونه جنګیالي په افغانستان، پاکستان او تاجکستان کې خواره شوي دي.

 د مک‌کال په خبره، دغه ډله اوس په دې هڅه کې ده، چې د سیمې په ګډون هېوادونه وګواښي او د مکسیکو له لارې امریکا ته دننه شي.

هغه زیاته کړې:« هغه څه، چې زه یې سخت اندېښمن کړی یم، دا دي، چې تاسو د افغانستان پرځېدل تجربه کړي او د اسلامي دولت ډلې یا داعش زرګونه وسله‌وال د بګرام له زندانه ازاد شوې او ځانونه یې د خراسان په نوم سیمې ته چې پاکستان، افغانستان او تاجکستان رانغاړي؛ رسولي. دوی د ځان لپاره لاره جوړوي او غواړي د مکسیکو له لارې امریکا ته دننه شي.»

مک‌کال د سرحدي تګلارو په برخه کې د بایډن پر تګلارو نیوکه کړې او دا یې پر امریکا د داعش ډلې په څېر د وسله والو ډلو د برېد یو چانس بللی.

د اسلامي امارت مرستیال حمدالله فطرت وايي، داعش ډلې په افغانستان کې د امریکا د حضور پر مهال پراخ حضور درلود او په لویه کچه یې سربازګیري کوله؛ خو د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د داعش ډلې پر وړاندې جدي اقدامات شوي او د دې ډلې ریښې یې وچې کړي دي.

هغه زیاتوي:« دا یو واقعیت دی، چې د امریکایانو په شتون کې افغانستان کې داعش ډله په قوت کې وه، دوی( داعش) دلته ځالې لرلې، سرباز ګیري یې کوله او پراخې سیمې یې تر واک لاندې وې، د افغانستان اسلامي امارت له بیا ځلې واکمنېدو وروسته، کوم داعشیان چې په افغانستان کې ول، هغه ځپل شوي، د داعش ډله نوره په افغنستان کې له منځه تللې. دغه راز له افغانستانه د دوی د خطر کچه صفر ته ښکته شوې.»  

له وړاندې هم د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي ول، داعش ډلې ته یې په افغانستان کې د سر پورته کولو وخت نه دی ورکړی.

بل پلو د سیاسي چارو شنونکي بیا داعش او ورته وسله‌والې ډلې په خپله د امریکا د لاس ایجاد ګڼي، چې په خبره یې وخت ناوخت په سیمه او نړیواله کچه ترې خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره ترې کار اخلي.

دا داسې مهال ده، چې له دې وړاندې هم د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مک‌کال له افغانستانه  د امريکا پر بېړنۍ بڼه وتلو د بایډن پر ادارې تندې نیوکې کړي او دغه مساله یې په افغانستان او سیمه کې د داعش د حضور او ګواښ متوجې کولو لوی لامل ګڼلې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي
افغانستان

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026

وروستي خبرونه

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist