Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مایکل مک‌کال پر اسلامي امارت د مرستو بندولو غوښتنه کړې

مایکل مک‌کال پر اسلامي امارت د مرستو بندولو غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/01

د امريکا استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مايکل مک‌کال ويلي، د امريکا کانګرس ته د احمد مسعود د وربللو ملاتړ کوي او تمه لري، چې د سپټمبر په ۱۰ مه د اسلامي امارت د مخالفې جبهې له مشر او غړیو سره وګوري.

مک‌کال پر اسلامي امارت تور پورې کړی، چې د بشر حقونو په برخه کې يې د پرمختګ مخنیوی کړی دی.

هغه زیاته کړې: « طالبانو په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې ټول پرمختګونه له منځه وړي. زه له تېرو څو کلونو راهیسې په دوامداره توګه له احمد مسعود او د هغه له نورو همکارانو سره اړيکه لرم.»

په ورته وخت کې د امریکا پخواني پوځي، شاين رايان د یوه غوښتنليک په لړ کې کانګرس ته د مسعود د ورغوښتلو او پر اسلامي امارت د مالي مرستو د درولو غوښتنه کړې.

په داسې حال کې، چې د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان په  پن۵۰ مه غونډه کې د خبرو پرمهال هيله ښودلې، چې د جګړې د وخت چلن د سولې پړاو ته را ونه لېږدول شي.

متقي زیاتوي: « زموږ غوښتنه ده، چې د جګړې د وخت چلن د سولې پړاو ته را ونه لېږدول شي. زموږ بله غوښتنه دا ده، چې د اسلامي همکاریو سازمان غړي او نور هېوادونه د ګډو او مشروع ګټو په چوکاټ کې له افغانستان سره اقتصادي او سوداګریزې ملګرتیا ته داخل شي.»

د سیاسي چارو تحليل کوونکي کانګرس ته د سرپرست حکومت د مخالفې جبهې د مشر تګ په اړه بېلابېل نظرونه لري، ځينې وايي، افغانستان کې جګړه د حل لاره نه ده او هغه ډلې، چې د نورو هېوادونو له خوا تمويلېږي د هېواد په خير نه دي.

د سیاسي چارو شنوونکی ډاکټر حکمت الله حکمت وايي: « د امریکا او ناټو د ۱۵۰ زره وسله والو ځواکونو ترڅنګ د دوی جاسوس او وطن پلورونکي ځواکونه ولاړ وو او افغانان یې ځورول، خو بالاخره د ملت په قربانیو دا هېواد خپلواک شو. که امریکایان بیا ځل د افغانستان پر خپلواکۍ باندې د تعرض او له افغانانو سره د بلې ځان ازموینې لپاره چمتو نه وي، هغه څه چې امریکایان یې جرئت او قدرت نه لري؛ نو بیا د دا خپل لاسپوڅي نه ورغواړي، نه دې په کانګرس کې پرې وینا کوي نه کوم بل ځای. ښه دا ده، چې دا کسان راشي او په افغانستان کې له خپلو وروڼو سره کېني، سیاسي او حقوقي جګړه وکړي او خپل حقونه پر خپل ټغر د جرګې له لارې ترلاسه کړي. د امریکا د کانګرس دا ډول پرېکړه په حقیقت کې یو ځل بیا په افغانستان کې لاسوهنه ده.»

د اسلامي امارت د مخالفې جبهې مشر د سپټمبر پر ۱۰ مهال کانګرس ته بلل کېږي، چې تازه ځينو نړیوالو رسنيو خبر ورکړی، چې د امریکا استخباراتو د مرکزي ادارې مرستیال ويلي،  سي.آي.اې په تېرو درېیو کلونو کې له سرپرست حکومت سره د خپلو اړیکو ساتلو لپاره بېلابېلې لارې کارولې دي. امریکايي رسنیو د ډېوېډ کوهن له خولې ویلي، هغه خبرداري ناسم وختل، چې ویل کېدل افغانستان به د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په نړۍ کې د ترهګريزو بریدونو لپاره په مرکز بدل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist