Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ماو نینګ: د چین، افغانستان او پاکستان درې اړخېزو خبرو مثبتې پایلې لرلي

ماو نینګ: د چین، افغانستان او پاکستان درې اړخېزو خبرو مثبتې پایلې لرلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/23

له ۲۰۲۲ زېږدیز کال راپدې خوا چین د سیمې سیاسي، اقتصادي او امنیتي ثبات لپاره هڅې پیل کړې دي، چې د دغو هڅو په لړ کې د اګست پر ۲۰ مه د چهارشنبې په ورځ کابل د بېجینګ او اسلام آباد استازو د دری اړخیزې ناستې کوربه و.

په دغه ناسته کې  د سیاسي او اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا بحثونه شوي دي.

د چین بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ وايي د چین، افغانستان او پاکستان ترمنځ دری اړخیزو خبرو اترو مثبتې پایلې لرلې دي.

هغې زیاته کړې:« د اګست پر ۲۰مه د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي افغانستان ته د سفر په لړ کې د چین، افغانستان او پاکستان د درې اړخیزو بهرنیو چارو وزیرانو په شپږمه غونډه کې ګډون وکړ. چین د ټولو افغانانو لپاره د ملګرتیا بهرنۍ تګلاره تعقیبوي، د افغان ولس د انتخاب درناوی کوي، د افغانستان له حکومت سره د ښې حکومت‌ولۍ، د پرمختګ پر تمرکز، د ترهګرۍ پر ضد کلکې مبارزې او  ګاونډیانو سره د دوستانه اړیکو په پراخولو کې ملاتړ کوي. له هغه وخته چې درې اړخیزې خبرې اترې په ۲۰۲۲ کې بیا پیل شوې، مثبتې پایلې یې لرلې دي. چین چمتو دی چې له افغانستان او پاکستان سره د نېک ګاونډیتوب او متقابل باور د ژورولو لپاره کار وکړي، او په خپلو اساسي ګټو کې یو بل ته ملاتړ ورکړي.»

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت لا له وړاندې ویلي وو چې دغه دری اړخیزه میکانیزم دری واړو هیوادونو ته فرصت ورکوي چې د همکاریو پراختیا پر لارو چارو هر اړخیز بحثونه ولري.

ورته وخت کې د سیاسي چارو شنونکي ټنیګار پر دې کوي چې له افغانستان سره د چین او پاکستان سره اړیکې تعریف شوې اووسي او له چین تمه لري چې پاکستان دې ته وهڅوي او قانع یې کړي څو په سیمه کې سیاسي، اقتصادي او امنیتي وضعیت لپاره کار وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي:« چین هڅه کوي چې افغانستان او پاکستان سره نږدې اړیکې ولري، خو باید تعریف ولري چې څه ډول اړیکې؟ ایا دواړو سره یو شان او که له افغانستان سره جدا او پاکستان سره جدا، ځکه موږ دوه مستقل هېوادونه یو.»

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي:« د چین په منځګړیتوب دا ځل امید شته دی چې له پاکستانه قوي ضمانتونه واخیستل شي، ترڅو پر خپلو ژمنو باندې ودرېږي او په سیمه کې سیاسي، اقتصادي او امنیتي اوضاع لپاره کار وکړي.»

که څه هم تر دې وړاندې د افغانستان له خاورې د سیمې او ګاونډ هېوادونو له خوا دوی او نړۍ ته د متوجه ګواښونو په اړه اندېښنې مطرح شوې، هغه څه چې اسلامي امارت یې وار له مخه رد کړې دي او ډاډ یې ورکړی چې افغان خاوره به د هیچا پر ضد نه کارول کیږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist