د بلوڅانو د یوالې کمېټې مشرې چې تازه د تېرې جون میاشتې په ۲۲مه د بلوچستان د پوځي محکمې له خوا په عمري بند سزا محکومه شوې، له زندانه په استولي پیغام کې ادعا کړې چې ګواکي د افغانستان د تېر نظام ځینې پوځیان له پاکستاني هغو سره په ګډه په بلوچستان کې د دوی د جنګیالیو پر وړاندې جنګېږي.
ماهرنګ بلوڅ د اېکس په یوه بیان کې تور پورې کړی چې په دې وروستیو کې یې داسې راپورونه ترلاسه کړي چې وايي، یاد کسان د پاکستان پوځ سره په ګډه په ګڼو پوځي عملیاتو کې لاس لري.
نوموړې زیاته کړې، دغه کار په بلوڅانو کې د کرکې او غم لامل شوی او په خبره یې ژورې اندېښنې یې زیږولې دي.
د بلوڅانو د یوالي کمېټې مشرې ویلي: « له تېرو څو میاشتو راهیسې د بلوچستان له ګڼو سیمو داسې راپورونه ترلاسه شوي چې د افغانستان د مخکیني پوځ اړوند ځینې کسان له پاکستاني پوځیانو سره یوځای په ګڼو پوځي عملیاتو او د هغوی په ناوړه انساني کړنو کې لاس لري. دې کړنې په بلوڅانو کې شدیده کرکه، غم او اندېښنې زیږولې دي.»
نوموړې د افغانانو او بلوڅانو ترمنځ اړیکې ژورې او تاریخي بللې چې همدې ته په کتو د دې کار تمه ځکه له افغان ولسه نه کیږي چې دواړو ملتونو په تاریخي لحاظ تل په سختیو کې د یو بل ترڅنګ درېدلي او د ظالم پر وړاندې يې د یوه او بل ننګه کړې.
هغې دغه راز ویلي، افغان ولس ځکه د بلوڅانو اوسنی حالت ښه درک کولی شي چې دوی هم په خپله د ازادي خواهۍ او وطنپرستۍ لپاره وینې او خولې تویې کړې دي.
د بلوڅانو د یووالي کمېټې مشرې د تېر نظام له رهبرۍ په دې اړه د څېړنو غوښتننه کړې.
ماهرنګ بلوڅ ویلي: « زه د افغانستان د تېر حکومت پر رهبرۍ غږ کوم، ترڅو دې مهمې مسئلې ته پام واړوي.»
شنونکي د بلوڅانو د یووالي کمېټې مشرې دغو څرګندونو ته یوازې د یوې ادعا په سترګه ګوري چې په نسبي او احتمالي ډول هم د تېر نظام د ټولو پوځیانو او عامو افغانانو لیدلوری نه منعکسوي.
د دوی په باور، د پاکستان استخباراتي ادارې قصدا ً داسې کسان په شعوري ډول ښايي د دې کار لپاره استخدام کړي وي، ترڅو بلوڅ ازادي غوښتونکو ته داسې ذهنیت ورکړي چې ګني افغانان د پاکستاني استعمار او روانې کړې مبارزې خلاف دي.
دوی دغه کار هم د پاکستان استخباراتي ادارې(آیاېسآی) هغه پروژه ګڼي چې غواړي د دواړو ملتونو ترمنځ د اړیکو چاود رامنځته کړي.
د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « پاکستان کوښښ کوي چې په هره وسیله کېږي، د افغانانو او بلوڅو ازادي غوښتونکي غورځنګ ترمنځ فاصله جوړه کړي. په تاریخي او سیاسي لحاظ کله هم داسې نه دي شوي چې بلوڅانو او افغانانو دې داسې څه کړي وي چې د یو بل د کرکې سبب شي. پاکستان او د دوی استخباراتو تل هڅه کړې چې دغې بې اتفاقۍ ته لمن ووهي.»
د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « د پاکستان حکومت اوسمهال له هر ډول ممکنه امکاناتو کار اخلي، ترڅو افغانستان بې ثباته کړي مګر د افغانستان ولس پوه شوي او د دوی په دسیسو نه خطا کېږي.»
د دوی په اند، پاکستان چې دا مهال د بلوڅ ازادي غوښتونکي غورځنګ ورځ تر بلې نفوذ او ځواکمنتیا ورخطا کړی، اوس یې په نویو تکتیکونو لاس پورې کړی چې ښايي دا هم د همدې لړۍ دوام وي.
دوی زیاتوي، افغانانو د تاریخ په اوږدو کې تل د جابر او ظالم پر وړاندې د مظلوم لاسنیوی کړی او تر وسه وسه یې ترې ملاتړ هم څرګند کړی.