Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

لوېډ اسټن: د افغانستان روان حالت سیاسي حل لپاره نړیوالو فشارونو ته اړتیا ده

admin by admin
2021/07/11

د امریکا دفاع  وزیر لوېډ اسټن وايي،د افغانستان روان امنيتي حالت د سياسي حل په موخه نړيوالو فشارونو ته اړتيا ده.

په ورته وخت کې لویډ هېله  وښودله،چې د نړۍ هېوادونه په دې برخه کې مرسته کولائ شي.

اسټن زیاته کړه:« د افغانستان امنيتي حالت سياسي حل په موخه نړيوال فشار ته اړتېا ده،چې دا جګړه ختمه شي او افغانانو ته هغه حکومت په لاس ورشي، چې غواړي يې او ارزښت يې لري. ټوله نړۍ کولائ شي، چې په دې برخه کې همکاري وکړي.»

اخوا د  سیاسي چارو  شنونکی نجیب ازاد  وايي،  د ملګرو ملتونو له تور نوملړه د درې مياشتو لپاره د طالبانو مشرانو نومونو لرې کېدل، نړيوالو او افغان حکومت سره د دغې ډلې له لوري د راتلونکي حکومت طرحې شریکول، د قطر او ملګرو ملتونو منځګړيتوب د دې ښکارندويي کوي، چې ښايي د افغانستان ستونزه په راتلونکو درې مياشتو کې په يوه معتبر سټيج حل شي.

ازاد زیاته کړه:« له نوملړه د طالبانو مشرانو د درې نورو میاشتو لپاره له بندیزونو اېستل، همدارنګه طالبانو دا ویل، چې په یوه میاشت کې به د سولې یا راتلوونکي حکومت طرحه له افغان حکومت او بهرنیانو سره شریکه کړي. دا بحث او د دې ترڅنګ د  امریکا ولسمشر خبرې، چې دوی د افغانستان له حکومت سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي. د دې ترڅنګ بین افغاني مذاکراتو کې د ملګرو ملتونو او د قطر مداخله  د منځګړي په توګه، چې هلته لابي وشي او دواړو  لورو ته قناعت ورکړل شي، ترڅو یوه معتبره نړیواله ناسته ترسره شي. دا ټول د دې ښکارندويي کوي،چې ښايي په دوه یا درې میاشتو کې د افغانستان قضیه په نړیوال ستیج او یوه معتبره ناسته کې د ملګرو ملتونو تر رهبرۍ لاندې  حل شي.»

 بل خوا د افغان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد وايي، په دې باور دی، چې ځينې وختونه د سولې خبرو پر مهال هڅه کېږي، چې دريځ پياوړي کولو په موخه پوځي فشار زيات شي.

خلیل زاد زیاته کړه:« ځینې وختونه هڅه کېږي،چې د روغې جوړې په خبرو کې د دریځ د پیاوړي ښودلو په موخه پوځي فشار زیات شي. زه تعجب نه کوم،چې جګړه خورا سخته شوې، خو زه د طالبانو پرمختګ حیران کړی یم. هیله کوم،چې افغان وسله وال ځواک به د خپلو متحدینو په مرسته دغه پرمختګ پر شاه  وتمبوي.»

خليلزاد همدا راز وايي، که طالبان غواړي له پوځي لارې واک ته ورسېږي، نو دا به د دوی هغه ټولې غوښتنې له ګواښ سره مخ کړي،  چې له نړيوالو يې لري او نړیوال هر هغه حکومت په رسميت نه پېژني، چې د زور له لارې واک ته رسېږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist