Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
لوی درستیز: یفتل ولسوالۍ کې د تش په نوم جبهې غړي مهار او ونیول شول

لوی درستیز: یفتل ولسوالۍ کې د تش په نوم جبهې غړي مهار او ونیول شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/19

د بدخشان ولایت په یفتل ولسوالۍ کې د جمعې په ورځ د «سپاهي میهن» په نوم نوې وسله‌والې ډلې له بریدونو وروسته، د دې بریدونو ډېر عوامل نیول شوي دي.

اوسمهال په یاده ولسوالۍ کې وضعیت په نورمال حالت کې دی او حکومتي چارې هلته د امنیتي او استخباراتي ځواکونو په شتون کې منظمې روانې دي.

د اسلامي امارت د پوځ لوی درستیز هم له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د مقاومت، جبهه ازادي او سپاهي میهن په نوم ډلې تش په نوم فعالیتونه کوي او په خبره یې، نه شي کولی د اسلامي امارت له ځواکونو سره مقابله وکړي.

قاري فصیح الدین فطرت ویلي: « یو شمېر ډلې دي چې یوازې د نوم په اعلانونو سره خپل شتون ښيي او ځینې وختونه په لرې پرتو ځایونو کې بیرغونه پورته کوي. دا د مقاومت جبهه، د آزادۍ جبهه او اوس سپاهي میهن جبهه، دا ټول هڅه کوي تش په نوم غږ پورته کړي، خو هېڅکله د دې وړتیا نه لري چې زموږ له ځواکونو سره مقابله وکړي. دې خلکو دلته هم خپل نوم اعلان کړ، خو په ډېر لږ وخت کې مهار او تارومار شول.»

په ورته مهال، تازه بیا د یادې ولسوالۍ امنیه قومندان وایي چې  وضعیت اوس په دې ولسوالي کې په بشپړ ‌ډول تر کنټرول لاندې دی.

اظهار الدین نوري زیاته کړې: « په کوز یفتل کې امنیتي وضعیت په بشپړه توګه کنټرول دی، زموږ امنیتي او استخباراتي ځواکونه په بېلابېلو جزوتامونو کې ځای پرځای دي او د امنیت په اړه هېڅ ډول اندېښنه نه شته.»

د بدخشان امنیه قومندانۍ ویاند د جمعې په ورځ له شمشاد سره په خبرو کې ویلي وو چې دغو مغرضو او غیر مسووله وسله والو د چارواکو له نه شتون چې په رخصتۍ تللي وو، ناوړه ګټه پورته کړې او دا برید یې کړی،  خو په خبره یې امنیتي ځواکونه په وخت سیمې ته رسېدلي او وضعیت یې ډېر ژر تر خپل کنټرول لاندې راوستی دی.

د نظامي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « افغانستان کې یوې وړې امنیتي پېښې ته هماغه پخواني جنایت کاران، بهرنۍ رسنۍ او مخالفان دومره تبلیغات کوي چې هېڅ حد او اندازه نه لري. دا اووه یا اته کسان چې پر یفتل ولسوالۍ یې برید کړی و، نیول شوي او اعترافونه یې هم کړي چې په رسنیو کې نشر شول. موږ باید اوس د خپل راتلونکي نسل لپاره کار وکړو، نه د یوه بل نسل نا ارامه کولو لپاره.»

له دې هره وروسته، پوښتنه دا ده چې دې نوې وسله‌والې ډلې موخې څه وې چې دا ډول اقدامات یې ترسره کړل؟

د چارو شنونکی اسماعیل ځدراڼ وايي: « دا خلک شر پسند دی او نه غواړي په افغانستان کې امن، سوله او ثبات واکمن وي. افغانستان دا مهال ښه روان دی او ورځ تر بلې پرمختګ کوي. د سیمې هېوادونه او استخباراتي کړۍ نه غواړي چې افغانستان خپلواک او ناپېیلی وي. زموږ غوښتنه له امارت څخه دا ده چې دا ډول کس په جدي توګه وځپي.»

د معلوماتو له مخې، تر اوسه د دې نوې ډلې چې د یفتل ولسوالۍ پر ودانۍ یې وسله‌وال برید کړی وو، شاوخوا ۱۰ تنه غړي نیول شوي او سیمه‌ییزو ځواکونو د پاتې کسانو د نیولو له هڅو خبر ورکوي.

د ټولنیزو  رسنیو کاروونکو د بدخشان ولایت پر یفتل ولسوالۍ وسله وال برید ته توند غبرګونونه ښودلي او ویلي یې دي چې اسلامي امارت باید د داسې مغرضو کړیو پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي، ترڅو په افغانستان کې تامین امنیت ته خنډ جوړ نه شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist