Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
لوی درستیز: هېڅ ډول یرغل نه زغمو او هر ګواښ ته ځواب ورکوو

لوی درستیز: هېڅ ډول یرغل نه زغمو او هر ګواښ ته ځواب ورکوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/23

د  دولتي ادارو د یوکلنو لاسته راوړنو د تشرېح په لړ کې د سې شنبې پر ورځ ملي دفاع وزارت د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو راپور وړاندې کړ.

د اسلامي امارت د وسله وال پوځ لوی درستیز فصح الدین فطرت د راپور وړاندې کولو پرمهال خبرداری ورکړ او زیاته کړه چې وسله واله پوځ د ځمکنۍ بشپړتیا او د هېواد د معنوي ارزښتونو ساتنې لپار چمتو دی او هېڅ یرغل به تحمل نه کړي او نه به هم ګواښ بې ځوابه پرېږدي.

فطرت په دې اړه وايي: « ملي دفاع وزارت د خدای په مرسته او د شته امکاناتو په کارولو او ستاسو با غیرته ملت په ملتیا، ژمنه کوي چې هېڅ ډول ګواښ به بې ځوابه نه پرېږدي او هېڅ ډول یرغل تحمل نه کړي. موږ له ټولو خلکو، متنفذینو، ځوانانو، علماوو، محصلینو، سوداګرو او رسنیو غوښتنه لرو چې د ملي یووالي د ټینګښت، د امنیت منلو ترویج او د خپلې خاورې د ساتنې لپاره د امنیتي ځواکونو تر شا ودرېږي؛ ځکه چې له اسلامي نظام ملاتړ د هر مؤمن او آزاد افغان دنده ده.»

فطرت زیاته کړه چې په تېر یوه کال کې څه باندې ۹۶۴ زره اوپراسوني فعالیتونه ترسره شوي چې امنیت، ګزمه، کمین، چک پاینټ او تلاشیانې په کې شامل دي او په پایله کې یې سلګونه عرادې موټر او موټرسایکلونو ترڅنګ، سيکې او درنې وسلې، چاودېدونکي او نشه يي توکي ترلاسه شوي دي.

د ملي دفاع وزارت لوی درستیز وايي: « د دغو فعالیتونو په پایله کې ۳۱۰ عرادي مختلف النوع وسایط، ۴۷۷ میله سپکې وسلې، ۶۸ میله درنې وسلې، ۳۷۱ کړۍ ماینونه، ۵۳ پایې مخابرې، ۴۸۱ قاب دربینونه، ۳۰۲ عرادې موټرسایکل، ۹۲ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي، ۱۲۸ قبضه لاسي بمونه، ۵ زره ۷۲۲.۹۳۴ کیلوګرامه نشه يي توکي، ۷۰۵ کیلوګرامه اومان، ۴ زره ۳۸۳ دانې ټابېلټ که، ۱۶۲ لیټر الکولي څښاک او د پام وړ اندازه مهمات ترلاسه شوي دي.»

د دفاع وزارت چارواکي دغه راز وايي، په دې وزارت کې د جنرالۍ تر بستونو ګڼ شمېر ګومارنې هم شوې دي او د یوه کال په موده کې سلګونه کسان چې د خدمت موده یې پوره شوې وه، تقاعد ته سوق شوي دي.

د ملي دفاع وزارت د سټراټیژۍ او پالیسۍ مرستیال هغه ګونګوسې هم رد کړې چې وايي، پخواني مسلکي کسان په سیسټماټیک ډول له دې وزارته حذفېږي.

د ملي دفاع وزارت د سټراټیژۍ او پالیسۍ مرستیال مولوي محمد قاسم فرید وايي: « د ملي اسلامي اردو شاوخوا ۹۵ زره تنو منسوبینو ګومارنه او بیا ګومارنه ترسره شوې او له امله یې په سوق او اداره او دندو ترسره کولو کې ښه والی رامنځته شوی. له منظور شوي تشکیل سره سم، په جنرالۍ بستونو کې د ۱۳۲ تنو مسوولینو ګومارنه او بیا ګومارنه ترسره شوي. د نظامي او مسلکي، تعلیمي او تحصیلي موسسو ۲۱۲ تنه فارغان تثبیت او رتبه شوي دي. تر معلومې مودې خدمت کولو وروسته ۳۰۸ تنه منصبداران او بریدملان تقاعد شوي دي.»

په همدې حال کې د اسلامي امارت د وسله وال پوځ لوی درستیز وايي، داعش د تبلغاتي جګړې او د خلکو ذهنیتونو د پرېښانه کولو لپاره جوړه شوې پروژه ده چې په افغانستان کې یې پاتې بقایا هم له منځه تللې.

فطرت په دې اړه وايي: « داعش خپله د تبلیغاتي او رواني جګړې یوه پروژه ده او له تبلیغاتو ها خوا څه نه ده. دا چې ویل کېږي افغانستان کې داعش ډله یا بهرني تروریستي ډلې دي، دا تبلیغاتي جګړه او د افغانستان د اسلامي امارت پر ضد تبلیغ دی او غواړي د خلکو ذهنتونه مغشوش کړي.»

ملي دفاع وزارت د خپل کلني راپور وړاندې کولو پرمهال وویل، په تېر یوه کال کې ۷ اېم.آی ۱۷ چورلکې او یوه هم اېم. آی ۳۲ الوتکه ترمیم شوې چې پرواز ته چمتو دي اوهوايي ځواک یې په دې موده کې له ۶ زرو ۳۰۰ زیاتې وظیفوي او تعلیمي الوتنې ترسره کړې دي.

د دې زوارت چارواکي زیاتوي، د هېواد ټول سرحدونه په سمه توګه تر کنټرول لاندې دي او د پولو ساتنې لپاره د ډیورنډ فرضي کرښې ترڅنګ له نورو هېوادونو سره پر ګډ سرحد ۱۵ سرحدي لواګانې، ۹۳ کنډکونه او ۷۶۵ پوستې ځای پرځای شوي دي.

چارواکي وايي، ګڼ شمېر هېوادونو ته یې نظامي اتشې استولي دي او هڅې روانې دي چې پاتې هېوادونو ته هم خپلې نظامي اتشې ولېږي.

د ملي دفاع وزارت په کلني راپور کې دغه راز راغلي، تر ۸۷ سلنه ورکړل شوې بودېجه یې هم مصرف کړې او ۲۴ معیوبو کسانو ته یې مصنوعي غړي ورجوړ کړي او د ۳۰ نورو لپاره کار روان دی.

د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي، په تېر کال کې له ټولو ګاونډیو هېوادونو ایران، پاکستان، تاجیکستان، ترکمنستان، اوزبېکستان او چین سره پر ګډه د همغږۍ ۱۸ مرکزونه جوړ شوي چې ۷ یې فعال دي او پر نورو کار روان دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist