Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

لوی ایتلاف دې د هېواد پر ځای، خپل ځان وژغوري!

admin by admin
2018/11/04

لوی ایتلاف دې د هېواد پر ځای، خپل ځان وژغوري!

جان محمد “مومند”
له هېواد نه بهر کې جوړ شوی (د افغانستان ژغورنې ایتلاف) چې اوس (د افغانستان لوی ملي ایتلاف) په نوم یادېږي؛ له پېل نه غیرقانوني، د هېواد په ضرر او کوږ روان دی.
د حکومت پر وړاندې د حکومت د لوړپوړو چارواکو لخوا د ایتلاف بنسټ اېښودل، هغه هم په بهر کې په ښکاره له قانون سرغړونه او د ایتلاف مشروعیت یې تر سوال لاندې راوستی دی.
د ایتلاف غړو په بهر کې دې مثلث ته د ملت تېر ایستلو لپاره (د افغانستان ژغورلو) نوم ورکړ، چې ګوندې ملت به پرې را ټول شي، خو په ټوله کې موخه د ځان بقا او له قانون د ځان ژغورل وو، ځکه چې د ایتلاف رهبري غړو چې په ترکیه کې یې اړولې وه، په جُرمونو تورن وو او له قانون یې فرار کړی و، چې د حکومت لخوا تر ډېرې مودې هېواد ته ممنوع الدخول اعلان شوی وو.
په ټوله کې د یاد ایتلاف له جوړېدو هدف پر حکومت او ملت فشار واردول وو، چې ګوندې حکومت به یې دوسیې ختمې او بیا به فرعوني پیل کړي، خو ولسمشر محمد اشرف غني پخپل دریځ کلک ودرېده او قانون یې تطبیق کړ.
هېواد ته د یاد ایتلاف د مؤسسینو راستنېدو سره سم دغه ډله پراخه او ټولې هغه څېرې را ټولې شوې، چې ځانونه یې په انزوا کې لیدل.
ترکيه کې جوړ مثلث (د افغانستان لوی ملي ایتلاف) باندې بدل شو او د تېر حکومت اکثریت هغه جګپوړي مامورین پرې را ټول شول، چې اوس بې واکه او له قدرت څنډې ته شوي دي.
پیل کې د لوی ایتلاف غونډو او څرګندونو ته خلک څه ناڅه خوشبین وو، چې ګواکې د حکومت له کړنو به څارنه کوي او د اصلاحاتو لپاره به طرحې او وړاندېزونه لري، خو برعکس یاد ایتلاف د ستونزو د حل پر ځای جنجالونه زیات او خلک یې اندېښمن کړي دي.

د افغانستان لوی ملي ایتلاف سره د هېواد ګڼ سیاسیون، د تېر حکومت جګپوړي چارواکي، قومي مشران او ځوانان یو ځای شول، چې د خلکو تمې او هېلې ورته زیاتې شوې، خو د حکومت پر وړاندې د لوی ایتلاف رهبري غړو ډېر تمرکز په شخصي او ګوندي ګټو وکړ او د فشار راوړلو لپاره یې په وار وار حکومت وننګوه.

د افغانستان د نوې ملي جبهې مشر انوارالحق احدي هم دې ډلې سره ایتلاف وکړ او د ایتلاف رهبري سره یې مشرک کار کاوه، تر څو په ګډه ولسمشریزو ټاکنو ته د افغانستان د لوی ملي ایتلاف له ادرس نه په نوماند سره هوکړې ته ورسېږي. خو د لړم میاشتې په دولسمه نېټه یې د ایتلاف په تګلارو او برنامو سختې نیوکې وکړې او یاد ایتلاف یې د هېواد او ملت په ضرر یاد کړ.
د انوارالحق احدي په وینا؛ لوی ملي ایتلاف کار کوي، چې د اوسني ریاستي نظام پر ځای نیمه فډرالي نظام رامنځته شي. موجوده اجرائیه پوست دې پر خپل ځای پاتې شي او په صدرات دې بدل شي، یعنې د ولسمشر د مرستیالانو ترڅنګ دې صدراعظم هم شتون ولري. دا او ګڼې نورې طرحې چې ایتلاف جوړې کړې دي، د افغانستان د نوې‌ملي جبهې مشر انوارالحق احدي ددې طرحو مخالفت وکړ او د هېواد، ملت او یووالي په زیان یې وبللې او ایتلاف سره یې د خدای په اماني وکړه.

د لوی ملي‌ایتلاف له جوړېدو چې نږدې یو کال پوره کېږي، تر اوسه یې حکومت ته هېڅ داسې یوه طرحه نه ده وړاندې کړې، چې د سولې پروسې، ټاکنو، امنیت او یا کومه بله برخه کې ترې ګتنه شوې وای.
لکه څنګه، چې دا ایتلاف په کم وخت کې جوړ شو لیرې به نه وي، چې د رهبري غړو د خپل منځي اختلافاتو له کبله ډېر ژر سره وپاشل شي. په تېر کې هم لنډمهالو او له ورته متضادو څېرو جوړ شويو ایتلافونو چندانې مثبته نتیجه نه ده ورکړې او داسې محسوسېږي، چې د لوی ایتلاف په رهبري کې د خپل منځي اختلافاتو له کبله لوی درز رامنځته شوی او ښایي ډېر ژر سره وپاشل شي.
اوس چې د هېواد حالات ډېر حساس وخت کې کرار لري، ملت مکلف دی، چې په دوه مهمو او سرنوشت سازو ملي مسایلو کې، چې د سولې مذاکرات او ولسمشریزې ټاکنې دي حکومت سره همکاري وکړي، څو دغه ملي ارمان یقیني او خپلواکي مو ساتلې وي.
راځئ چې نور د هغو ډلو او افرادو له ملاتړ لاس واخلو، چې ځانونه له قانون پورته ګڼي او د ملي ګټو پر ځای شخصي ګټي پالي.
هغوی، چې ځان نه شي ژغورلی نو ملت به څه وژغوري؟!

ShareTweetShareSendSend

Related News

يونسکو د افغان ښځو ملاتړ په موخه ناسته کوي
افغانستان

يونسکو د افغان ښځو ملاتړ په موخه ناسته کوي

مارچ 8, 2025
مقالې

د بین الافغاني خبرو پیل په تړاو د قطر بهرنیو چارو وزیر وینا

سپتمبر 15, 2020
مقالې

د نړيوالو اړیکو اخلاق

مې 14, 2019
مقالې

تېروتنه ، یانې څه؟

جنوري 10, 2019
مقالې

د جګړې نویو ملاتړو ته اړتیا ده !

جنوري 6, 2019
مقالې

چارچوب آستانه، مذاکرات سوریه

دسمبر 26, 2018

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist